په زابل ولایت کې د طالبانو له بنده ۵۳ بندیان خوشې شوي
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وویل چې دا عملیات د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې شوي دي.
د ښاغلي رحیمي په وینا، په دې عملیاتو کې لږترلږه ۸ طالبان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په ۵۳ خوشې شویو کسانو کې د ملي اردو ۴ کومانډو او۴ پولیس هم شامل دي.
تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ امنیتي ځواکونو په یو لو عملیاتو کې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د سلوزرو قوم ۲۴ سپینږیري د داعش او د غزني په قره باغ کې د طالبانو له بنده ۱۰ تنه بندیان خوشې کړي وو.
