دفاع وزارت: د بادغیس په بالامرغاب کې د جګړې شدت کم شوی
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د جګړې شدت کم شوی دی.
د دفاع د وزارت ویاند قیس منګل نن ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د ځپلو لپاره اضافي ځواکونه بالامرغاب ته رسیدلي دي.
په همدې حال کې اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس نن د بادغیس د سیمهییزو مقاماتو په حواله ویلي چې د بالامرغاب په جګړه کې ۱۲ نور افغان سرتیري هم وژل شوي دي.
پهدې سره تراوسه پورې د بادغیس د بالامرغاب په جګړه کې د وژل شوېو افغان سرتیرو شمېره ۳۲ ته لوړه ده.