د کرکټ د ۳ واړو جوړښتونو لپاره نوي لوبډلمشران معرفي شول
د یو ورځنیو لوبو لپاره ګلبدین نائب د لوبډلمشر او ورسره راشدخان د مرستیال لوبډلمشر، د شل اوورېزو لوبو لوبډلمشر راشد خان او ورسره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ سیالیو لپاره رحمت شاه او حشمت الله شهیدي د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوي دي.
غوراوي کمېټې سربېره پردې پهدغه خبري ناسته کې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې لهمنځه به یې د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت وروسته د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.
