امریکا ته د ایران د پارلمان د غړو خبرداری ورکړ
په ايران کې د پارلمان وکيلان وايي، که واشنګټن سپاه پاسداران انقلاب ځواک د ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړي، ايران به متقابل اقدام وکړي.
د ايرنا دولتي خبري اژانس د ننني راپور په حواله، د ايران د پارلمان د ٢٩٠ غړو له ډلې ٢٥٥ يې په يوې لاسليک کړې اعلاميې کې وويل:
"د سپاه پاسداران انقلاب پرضد که هر اقدام کېږي، موږ به يې په متقابل عمل ځواب وايوو."
تر دې مخکې امريکايي رسنيو راپور ورکړى و چې واشنګټن به ډېر ژر د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د بهرنيو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړي.
دا به لومړى وار وي چې واشنګټن د يوه بل هېواد يوه پوځي قطعه په دغسې يوه فهرست کې شاملوي.
که څه هم امريکا په لسګونو هغه شرکتونه او اشخاص چې له دغه ځواک سره ارتباط لري په تور لېست کې شامل کړي، خو په ټوله کې يې سپاه پاسداران انقلاب ځواک په دغه فهرست کې نه و شامل کړى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ويلي، د واشنګټن په چلند کې دا بدلون د ايران په وړاندې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې توند دريځ څرګندوي.