د تاجکستان ولسمشر، امام علي رحمان مسکو ته تللی
روسیې ته د هغه دا رسمي سفر د دوو ورځو لپاره دی.
د کرملېن د رسنیو دفتر ویلي چې امام علي رحمان د روسیې د جمهور رئیس، ولادیمیر پوتین په بلنه هغه هېواد ته ورغلی دی.
پوتین او رحمان به د کرملېن په وینا، د دواړو هېوادونو لپاره پر مهمو مسئلو لکه سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري همکارۍ خبرې کوي.
دواړه به د خبرو په پای کې یو شمېر اسناد هم لاسلیک کړي.
په دوشنبه کې د روسیې سفیر ویلي چې د جمهورو رئیسانو، پوتین او رحمان ترمنځ د موافقې له مخې به روسیې ته د تاجکستان د کرنیزو تولیداتو صادارت په بېساري ډول اسان شي.
