نجیب اقا فهیم: وروستیو سېلابونو نږدې ۱۴۱ کسان وژلي
نجیب اقا فهیم نن د اوبو پنځم ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د سېلابونو د راوتلو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.
ښاغلی فهیم زیاتوي:
"د دغو سېلابونو له امله ۲۷ زره کورونه تخریب شوي، همدارنګه نږدې ۱۴۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی."
نوموړي وویل چي دغو سېلابونو په فاریاب، فراه، کندهار، هلمند او هرات ولایتونو کې سخت زیانونه اړولي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت وايي، د افغانستان ټولو ولایتونو ته د مرستې رسونې ټيمونه رسېدلي او اړین اقدامات کېږي.
