خلیلزاد له افغان حکومت سره وروستۍ ترینګلتیا کم اهمیته بللې
خلیلزاد له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې هیله ښودلې ده چې ۲۰۱۹ میلادي کال به په افغانستان کې د سولې کال وي.
افغان حکومت شکایت کړی دی چې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو له بهیره بهر پاتی دی.
طالبان چې افغان حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي، تراوسه ورسره له خبرو انکار کړی دی.
د افغان حکومت او خلیلزاد ترمنځ وروسته له هغې اختلافات څرګند شول چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سولې په مسئله کې پر خلیلزاد انتقادونه وکړل، خو زلمی خلیلزاد وايي چې له افغان حکومت سره يې اړیکه ښه ده او له افغان حکومت سره به له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو د جزئیاتو شریکولو ته دوام ورکړي.
