د اوکراین د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ولادیمیر ژیلنسکي مخکې دی
د اوکراین د ولسمشرۍ انتخاباتو د ۹۴ فیصده شمېرل شویو رأیو نتیجه ښیي چې ولادیمیر ژیلنسکي د دېرش اعشاریه درې فیصده رأیو په اخيستلو سره مخکې دی. د اوکراین د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د مخکنیو معلوماتو له مخې، پټرو پروشینکو د دې هېواد ۱۵ اعشاریه ۹ فیصده رأیې ګټلي دي. راپورونه وایي، د دې هېواد پخوانۍ صدراعظمه یولیا تیموشینکو د ۱۳ اعشاریه ۴ فیصده رأیو په اخيستلو په درېیم کتار کې ده. د اوکراین د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون رئیس تیتیانا سلي پاچوک ویلي چې د رأیې ورکولو او رأیې شمېرنې بهیر په سېستماتیک ډول ترسره شو. Читать дальше...