افغان ولسمشر میمنې ته د اوبو رسولو پروژې پرانیستې
افغان ولسمشر د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته د اوبو رسولو د پروژې د کار پیل افتتاح کړ.
محمد اشرف غني نن تر غرمې مخکې میمنې ښار ته ورسېد.
د افغانستان جمهوري ریاست په يوه اعلامیه کې وايي چې میمنې ښار ته د اوبو رسولو پروژه ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري او په یو نیم کال کې به بشپړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې له لارې به په میمنه کې شااوخوا اتو زرو کورنيو ته د څښلو اوبه ورسېږي.