مسؤلین: د کندز حوزوي روغتون ته د جګړو له امله ۱۲ مړي راوړل شوي
د کندز ولایت د عامي روغتیا چارواکي وايي، په کندز کې د تېرو دوو ورځو جګړو له کبله حوزوي روغتون ته د ۱۲ مړي او ۷۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
د کندز د عامې روغتیا رئیس احسان الله فضلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
"د پنجشنبې په ورځ موږ ته ټول ۲۸ نفره زخمیان او لس نفره شهیدان راوړل شوي وو او له پرون ورځې تر نن پورې ۳۵ نفره نور ټپیان راوړل شوي چې دوو تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ."
د کندز د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه چې یو شمېر ټپیان له علاج وروسته خپلو کورونو ته تللي او یو شمېر نور لاهم بستر دي.
د راپورونو له مخې، نن د کندز ښار وضعیت له دوه ورځنیو جګړو وروسته ارام و او ورځني ژوند بیا عادي بڼه غوره کړې ده.