Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 14.04.2019

پامپیو: د ایران له پیسو جنوبي امریکا کې د ناوړه هدفونو لپاره کار اخېستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

پر ایران د امریکا د فشارونو په ترڅ کې د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر تهران تورن کړ چې له خپلو مالي سرچینو څخه د جنوبي امریکا په هېوادونو کې د ورانکاره فعالیتونو لپاره کار اخلي.

د غزني چارواکي وايي، ناڅرګنده کسانو یو پوځي چارواکی وواژه

Pa.azadiradio.com 

د غزني چارواکي وايي، نن سهار د غزني مرکز ته څېرمه په البیروني ښار ګوټي کې ناڅرګنده کسانو یو پوځي چارواکی په ډزو وواژه. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، د غزني په امنیه قوماندانۍ کې د ښوونې او روزنې امر څارمن سید شاهپور بختیار سهار مهال په داسې حال کې ووژل شو چې له خپل کوره د دفتر خوا ته روان و. د دې حملې پړه تراوسه چا پر غاړه نه‌ده اخېستې.

د پولیو د واکسین لپاره د عامه پوهاوي غونډه عمان کې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو د واکسین لپاره د عامه پوهاوي په اړه د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو په ګډون یوه غونډه نن د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړېږي. دا غونډه اسلامي مشورتي ډلې چې د اسلامي هېوادونو د هم‌غږۍ د سازمان په چوکاټ کې کار کوي، اسلامي بانک، د مصر الازهر پوهنتون او د اسلامي فقې اکاډمۍ رابللې ده. د ملګرو ملتونو په یونیسف اداره کې د پولیو د ارتباطاتو متخصص سیدکمال شاه ازادي راډیو ته وویل، په‌دې غونډه کې به د هغو خنډونو په اړه بحث وشي چې افراطي ډلې یې په اسلامي نړۍ په تېره... Читать дальше...



اسلام اباد کې د مشال خان تلین په مناسبت لاریون

Mashaalradio.com 

د اپرېل پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د مردان عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان دویم تلین په مناسبت لاریون شوی چې ورته لسګونه زده کوونکي ورغلي ول. په ۲۰۱۷ز کال کې پارېدلو کسانو نوموړی د مذهب سپکاوي په تور وژلی وو خو وروسته پلټنو وښوده چې پر مشال خان لګېدلی تور ناسم وو. عدالت د هغه د وژنې په تور ځېنو کسانو ته سزاګانې هم اورولې دي. ویډیويي رپورټ.

په کوټه کې د هزاره ګانو پرلت روان دی

Mashaalradio.com 

هزاره ګانو په کوټه کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی او له حکومته د انصاف او امنیت غوښتنه کوي. د اپرېل پر ۱۲مه د کوټې په هزارګنجۍ سیمه کې په سبزي منډۍ کې په برید کې ۲۰ کسان وژل شوي ول چې پکې ډېری یې هزاره ګان ول. د هزاره ګانو پرلت په اړه د اسوشي اېټډ پرېس اژانس رپورټ.

چارواکي: هلمند کې شنو خونو د بزګرانو کرنیز عواید زیات کړي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په‌دغه ولایت کې شنو خونو د بزګرانو کرنیز عواید زیات کړي دي. د دغه ولایت د کرنې رئیس زلمي الکوزي نن د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۵» ازادي راډیو ته وویل چې د یاد ولایت د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور له‌خوا پر بزګرانو شنې خونې وېشل شوي دي. ښاغلی الکوزی زیاتوي چې په‌دغو شنو خونو کې د کال په ټولو موسمونو د بېلابېلو سابو او ترکاریو کرکېله کېږي او د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو د عواید په ښې سرچینې بدل شوي دي.

اریوبي: د لس سلنه مخابراتي محصول له درکه ۱۵میلیارده افغانۍ ټولې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وايي، د لس سلنه مخابراتي محصول د پیل راهیسي یې تر اوسه ۱۵ میلیارده افغانۍ راټولې او ملي خزانې ته جمع شوي دي. شهزاد اریوبي تېره ورځ په کابل کې رسنیو ته ویلي چې دغه مالیه په پوره شفافیت اخېستل کېږي. د وزيرانو شورا د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان له مخې پر ټولو هغو کسانو چې له مخابراتي خدمتونو څخه کار اخلي، لس سلنه مخابراتي محصول وضع کړی او دغه کار د ۱۳۹۴ لمريزکال د تلې له لومړۍ نېټې څخه عملي شوی دی. دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د دغو عوایدو... Читать дальше...

صبا راني خبریالي ولې پرېښوده؟

Mashaalradio.com 

د پېښور صبا راني دوه میاشتې وړاندې خبریالي کوله خو اوس د شاتو (ګبین) کاروبار کوي. نوموړې وايي، غواړي خپل کاروبار ښه کړي چې ورڅخه پیسې وګټي. خو راني خبریالي ولې پرېښوده؟ ځواب یې په ویډیويي رپورټ کې.



پښتون ژغورنې غورځنګ میرامشا کې جلسه وکړه

Mashaalradio.com 

پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو حقونو لپاره د جلسو په لړ کې د اپریل پر ۱۴مه، د شمالي وزيرستان ميرامشا کې غونډه لري. د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازی محسن دوړ وايي، د جلسې مقصد د هدفي وژنو پر ضد او د تل پاتې سولې لپاره غږ پورته کول دي.

پامپیو: ایران په جنوبي امریکا کې حضور لري او نړۍ ته ګواښ دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، په‌دې کې هېڅ شک نشته چې ایران په جنوبي امریکا کې مالي حضور لري او نړۍ ته لا هم یو ګواښ دی. مایک پامپیو پرون د شنبې په ورځ له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "د ایران له پیسو څخه د حزب‌الله د ملاتړ، د جنایتکارو تنظیمونو د انتقال د ملاتړ، په ټوله سیمه کې د تروریستي هڅو د ملاتړ په شان د ناوړو هدفونو لپاره کار اخېستل کېږي." پامپیو یادونه وکړه چې تېره اوونۍ د ایران یوه هوايي شرکت له تهرانه د ونزوئلا پلازمېنې کاراکاس ته مستقیم الوت وکړ. پر همدې هوايي شرکت یعنې مهران... Читать дальше...

رحیمی: په کابل ښار کې یوې حملې یو تن وژلی

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې پرون د اپرېل په دیارلسمه، د ناڅرګندو کسانو په حمله کې یو وګړی ووژل او شپږ تنه زخمیان شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي پر ټوېټر ولیکل چې حمله د ماښام په اوو بجو شوې وه. رحیمي ولیکل چې ناڅرګندو کسانو د امنیت ساتونکو پر یوه موټر دوه لاسي بمونه ور غورځولي وو. حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی اخېستی. نصرت رحیمي په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

د ملي امنیت ریاست وايي، د طالبانو یوه ۱۹ کسیزه ډله یې نیولې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د طالبانو یوه نولس کسیزه ډله یې نیولې ده. د دې ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شبکه چې د هغې درې قوماندانان په ابوظهر مشهور نورالله، فاتح او حمیدالله په‌کې شامل دي، د ملي امنیت ریاست د ځانګړو ځواکونو له لوري په کندهار کې نیول شوې ده. د ملي امنیت ریاست همدا راز وايي چې نیول شویو کسانو د کوټې شورا په لارښوونه په کندهار، زابل او لوګر کې ورانکاره فعالیتونه کول. طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د کندز سیمه‌ییز روغتون: په جګړه کې ۸ مړه او ۶۲ تنه زخمیان دي

Pa.azadiradio.com 

د کندز د سیمه‌ییز روغتون مشر وايي چې هلته په جګړه کې اته تنه مړه او ۶۲ تنه زخمیان شوي دي. نعیم منګل دا خبره پرون د اپرېل په دیارلسمه د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یا په کندز کې امنیتي چارواکو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي. وسله‌والو طالبانو پرون د کندز ښار پر لمنو او یو شمېر ولسوالیو حملې پېل کړي. د کندز ښار په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د لنډې مودې لپاره سقوط کړی و. وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ د الفتح په نوم پسرلني عملیات پېل کړل. په کابل کې چارواکو رویټرز خبري... Читать дальше...

فیفا په نړیوالو لوبو کې پر توکه‌میز توپیر د بندیز غږ کړی

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا په نړیوالو لوبو کې پر توکه‌میز توپیر د بندیز غږ کړی دی. د دې نړیوالې ادارې په بیان کې چې پرون د اپرېل په دیارلسمه خپور شوی، ویل شوي چې په نړیوالو مسابقو کې د دې ستونزې د پېښدو په صورت کې ان رفري کولای شي چې له میدانه ووځي. د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر، جاني اینفانټینو ویلي چې د فوټبال له میدانه د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو لپاره به هره هڅه وکړي. د دې لپاره فیفا یو میکانیزم جوړکړی چې درې برخې لري.

د لندن پولیسو پر یوه سړي ډزې کړي

Pa.azadiradio.com 

د لندن پولیسو پر یوه سړي چې د اوکراین سفارت مخې ته يې د یوه ډپلومات له موټر سره ټکر وکړ، ډزې کړي دي. دې سړي غوښتل چې له سیمې وتښتي چې پولیسو ډزې ورباندې وکړې. د لندن مټرو پولېټن پولیسو پرون، د اپرېل په ۱۳مه وویل چې مشکوک وګړی پرته له دې چې زخمي شي، نیول شوی دی. پولیسو ویلي چې پردې وګړي یې د داسې مرمیو ډزې کړې وې چې انسان له حرکته اچوي خو وژني یې نه. دا پېښه له ترورېزم سره په تړاو کې نه‌ده ګڼل شوې. د اوکراین سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د سفیر موټر تخریب شوی، خو د سفارت کارکوونکي نه‌دي زخمیان شوي.

نایجریا کې لا هم ۱۱۲ تښتول شوې نجونې نه‌دي موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

په نایجریا کې د بوکو حرام د سخت‌دریځې ډلې له لوري د ۲۷۶ نجونو د برمته کېدو پنځه کاله پوره شول. د دغو نجونو چې د دې هېواد د شمال له چیبوک ښار څخه وتښتول شوې، لا هم ۱۱۲ تنه نه‌دي موندل شوي. د ۲۰۱۴ د اپریل په څوارلسمه له القاعده شبکې سره د تړلي بوکوحرام وسله‌والو د چیبوک ښار د نجونو پر یوه ښوونځي یرغل وکړ او د نهو او ۱۷ کلونو ترمنځ ۲۷۶ نجونې یې وتښتولې، خو ۵۶ نجونو وکړای شول چې له لاریو څخه ټوپ ووهي او وتښتي. ۲۱ نورې د ۲۰۱۶ په اکتوبر او د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې خوشې کړای شوې. یو شمېر نورې هم څو کاله... Читать дальше...

د هرات لرغوني ګدامونه بیارغیږي

Pa.azadiradio.com 

د هرات فرهنګي مسؤلین وايي، د دې ښار تاریخي ګدامونه د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې د افغانستان د حکومت له بودجې څخه دا پیسې ورکول کېږي. د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر خبرنگار رادیو  په هرات کې پر دغو تاریخي ګدامونو دا انځوریز راپور برابر کړی دی.

Спорт в России и мире
Москва

В городах России выступят летом юные вокалистки из Приамурья


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Андрей Рублев поднялся на шестое место в рейтинге ATP


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Ежемесячную денежную выплату получают более 1,6 млн пострадавших от радиации





Путин в России и мире
Москва

В городах России выступят летом юные вокалистки из Приамурья


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Польский судья отказался от должности и попросил защиты у Лукашенко. Он обвинил Варшаву в нечестной политике




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Юрий Лоза

«В фонограмме нет ничего плохого»: певец Лоза оценил бесплатный концерт Мадонны в Рио-де-Жанейро



Москва

Эксперт "Рексофт" о технологических помощниках в логистике, ритейле и маркетплейсах

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net