چارواکي: د پکتیا په مرکز ګردېز کې هوايي برید ۴ طالبان وژلي
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې یوه هوايي برید ۴ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید د ګډو ځواکونو له خوا شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د ګردېز د هوايي برید په اړه څه نه دي ویلي.