د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې ۵ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه وسلهوالو طالبانو د نورګرام ولسوالۍ اړوند په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو د مقاومت سره مخامخ شول.
د نورستان والي وویل:
"په نورګرام ولسوالۍ کې سهار وختي د وسلهوالو مخالفینو لهخوا حمله شوې چې دا حمله په شا تمبول شوې. د طالبانو ۵ کسان تر اوسه معلومه ده چې وژل شوي دي. د جنت ګل په نوم د طالبانو پخوانی ولسوال چې یو پوځي قوماندان و هغه هم په همدې پنځو کسان کې دی."
د ښاغلي عبدالقیوم په خبره اوس هم په سیمه کې افغان هوایي ځواکونه د وسلهوالو طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کوي او ښایي د تلفاتو شمېره ډیره شي.
د نورستان والي واېي، پولیسو او ځایي خلکو ته کوم زیان نهدی اوښتی.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
تېره ورځ بیا وسلهوالو طالبانو د نورګرام ولسوالۍ په ګاونډ دواب ولسوالۍ مرکز باندې د میزائیلو څو ګولۍ ویشتلي چې په نتیجه کې يې یو پولیس وژل شوی و او څلور نور ټپیان شول.
