په کندهار کې د بهرنيو ځواکونو يوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې
د کندهار د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه الوتکه تېره شپه د تخنيکي ستونزو له امله د پنجوايي ولسوالۍ د «ريګ» په سيمه کې لويدلې.
ښاغلی اسحاقزی وایي، بهرنيو ځواکونو تر دې پېښې وروسته نن سهار دا الوتکه له هوا وویشتله او لهمنځه یې یوړه.
په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه تر ډېره له بې پيلوټه الوتکو څخه د استخباراتي معلوماتو او د وسلهوالو مخالفينو د ويشتلو لپاره کار اخلي.
ناټو ځواکونو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
