خلیلزاد په دوحه کې د بینالافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې
زلمي خلیلزاد تېره شپه ناوخته وروسته له هغې چې افغان حکومت د قطر د غونډې د لغوه کېدو اعلان وکړ، پر خپل ټویټر ولیکل چې خبرې اترې د سیاسي هواري او دوامدارې سولې یو مهم ټکی دی او بل بدیل نهلري.
نوموړي پر ټولو خواوو غږ کړی چې له فرصته دې استفاده وکړي او د غونډې د ګډونوالو په یو داسې لېست دې سره سلا شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
نوموړي زیاته کړه، که ده ته د مرستې اړتیا پېښه شي، مرستې ته چمتو دی.
د ارګ ماڼۍ تېره شپه په یوې اعلامیه کې د دوحې د ناستې د لغوه کېدو علت دوحې ته د تلونکي افغان پلاوي په منلو کې د قطر پاتې راتلل بلل شوي.
د افغانستان حکومت تېره سې شنبه د افغان سیاستوالو، حکومتي چارواکو، مدني فعالانو، افغان ښځو او خبریالانو ۲۵۰ کسیزه لېسټ خپور کړ چې تمه وه د قطر په بینالافغاني ناسته کې ګډون وکړي.
تر دې مخکې طالبانو د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان له لوري خپور شوی لېسټ اوږد او نه مننونکی بللی وو.
د دوحې د شخړو او بشري مرستو مرکز چې د دې غونډې کوربهتوب یې کاوه، هم تأیید کړې چې د غونډې د ګډونوالو پر سر لا هم هوکړه نهده شوې او په دې برخه کې یې یوې اجماع ته اړتیا شته.
د دې ادارې مشر سلطان برکات په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول ښکېل لوري دوحې ته د راتلونکو استازو د شمېر پرسر د اختلافونو د هوارولو لپاره کار په ګډه کوي.
څرګنده نهده چې د ګډونوالو د لېست پر سر راپورته شوي اختلافات به کله هوار شي؟
