دفاع وزارت: په غزني کې ۳۶ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي
د دغه وزارت پر ټویټرپاڼه راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني د ګېرو، اببند او د غزني له مرکز څخه د وسلهوالو مخالفینو د تصفیې عملیات کړي دي.
د خبر له مخې د وسلهوالو طالبانو یو شمېر نقیله وسایط د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
