د افغانستان کرکټ بورډ: بلخ کې د کرکټ لوبغالی جوړېږي
د افغانستان کرکټ بورډ په بلخ کې د کرکټ د یو لوبغالي د جوړولو خبر ورکوي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وايي، ټاکل شوې چې دغه لوبغالی په مزار شریف ښار کې په نړیوالو معیارونو سره جوړ شي.
د کرکټ د دغه لوبغالي په تاسیساتو کې، ادارې برخې، د تمرینونو او زده کړې لپاره خونې، او له لوبې مخکې لوبغاړو ته د اندامونو یا غړو د نرمولو د ځانګړو څانګو جوړول هم شامل دي.
دغه لوبغالی به په یو وخت کې د زرګونو نندارچیانو ظرفیت ولري.
د دې لوبغالي کار نن پیل شو او یو کال کې به بشپړ شي خو کرکت بورډ یې د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل.