خوست کې ماین چاودنه شوې
په خوست ښار کې ماین چاودنې یو کس وژلی او ۶ ملکيان یې ټپیان کړي.
د خوست والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه نن مازدیګر مهال ۴:۴۵ دقیقې د خوست دوهمې حوزې اړوند د مجاهد څلور لارې ته څېرمه وشوه.
منګل وایي، یو کس غوښتل یې یو ماین ولېږدوي، چې خپل ماین پرې چاودلی او نوموړی یې ځای پر ځای وژلی.
په پېښه کې ۶ ملکیان هم ټپیان شوي چې د درملنې په هدف روغتون ته لېږدول شوي.
د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه چا نه دی منلی
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د خوست ښار په منځ چوک کې یوې چاودنې د ښوونځی یو زده کوونکی وواژه او څلور کسان یې ټپیان کړل.