سرپل کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي
په سرپل کې د وسلهوالو طالبانو په ډلهییز برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني نن چهارشنبه ازاي راډیو ته وویل، وسلهوالو طالبانو تېره شپه د مرکز ترڅنګ د سوزمه قلعه او سانچارک ولسوالیو پر مرکزونو هم حملې وکړې.
ښاغلي اماني وویل: "دا ډلهییزې حملې چې څو ساعتهیې دوام وکړ، د امنیتي ځواکونو لهخوا په شا وتمبول شوې. له بده مرغه په دغو درېیو سیمو کې زموږ د امنیتي ځواکونو ۱۱ غړي وژل شوي دي."
د والي ویاند وايي په سوزمه قلعه کې یو سرتېری د وسلهوالو لهخوا اسیر شوی دی.
ذبیحالله اماني وايي په دغو پېښو کې وسلهوالو طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نهدی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.