روسیې په چک جمهوریت کې د خپل سفارت رسمي آدرس بدل کړ
د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د یوه واټ د نوم له بدلېدو وروسته د روسیې سفارت چې په همدې واټ کې موقعیت لري خپل رسمي آدرس بدل کړ.
د چکي رسنیو د راپورونو له مخې د پراګ ښاروالۍ نژدې دوه میاشتې مخکې د دې واټ پخواني نوم ته د روسیې د اپوزیسیون د مهم مشر بوریس نیمڅوف نوم ورکړ.
نیمڅوف چې پخوانی مرستیال صدراعظم و، د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مخالفت کې سپینې خبرې کولې.
پر هغه د ۲۰۱۵ کال په فبروري کې د کریملین په څو مترۍ کې مرګوني حمله وشوه.
چکي رسنیو پرون د اپریل په ۱۸مه راپور ورکړ چې د روسیې سفارت په رسمیاتو کې د خپل آدرس لپاره د واټ د نوي نوم پرځای د څېرمه کوڅې- چې د روسیې د قونسل استوګنځی پکې دی، نوم ورکړی دی.
د روسیې سفارت تراوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي او د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت دا مسئله کم اهمیته بللې ده.