کابل ته د ازبکستان وارداتي برښنا جریان وصل شو
د برښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن د اپرېل ۸مه خپره شوه، ویل شوي چې د دې لپاره د بغلان ولایت د ډنډ شهابالدین په سیمه کې د برق د لېږد یوه ستن ورغول شوه.
په بغلان کې د چشمه شېر په سیمه کې د جګړې له امله د تېرې پنجشنبې په ماخوستن کابل او ځیني نورو ولایتونو ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان پرې شو.
برښنا شرکت ویلي چې په ډنډ شهابالدین کې د وارداتي برښنا ستن تېر کال په وسلهواله نښته کې تخریب شوې وه او د رغولو کار یې بشپړ شو.
دې ادارې ویلي چې په ماهیپر کې هم یو تخریب شوی توربین جوړ شو او کابل ته له دې ځایه هم د برښنا جریان وصل شوی دی.
