ایران له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره میلیاردونه ډالره پور غوښتی
روحاني نن د اپرېل ۸مه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې د ایران په وړاندې باید په چلند کې توپیر ونهشي.
د ایران مرکزي بانک تېره میاشت د پیسو له نړیولې ادارې پنځه میلیارده ډالر پور غوښتی و.
ایران په ټول منځني ختيځ کې له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او له دې امله مړه شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت پرون وویل چې تر ۶۲۵۰۰ زیات وګړي په دې ویروس اخته دي او له ۳۸۰۰ زیات له دې ویروسه مړه شوي دي.
