د بورې او اوړو په بحران کې د ککړو پرضد به کاروايي کېږي: عمران خان
د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي د بورې او وړو د بيو په اړه د څيړنو کميشن تر تفصيلي رپورټ وروسته به د ذمه وارو کسانو پرضد کاروايي کوي. حکومتي کميشن د اپريل پر څلورمه رپورټ خپور کړی وو چې د بورې او وړو د بحران له کبله د نورو کمپنيو ترڅنګ د تحريک انصاف مخکښ جهانګير ترين، د وفاقي وزير خسرو بختيار، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهې زوي مونس الهي کمپنيو ته ګټه رسيدلې ده.
بلخوا په پاکستان کې اپوزيشن ګوندونو پوښتنې راپورته کړي دي چې ايا وزيراعظم عمران خان به په دې بحران کې په مبينه توګه د ککړو ملګرو پرضد کاروايي وکړي او که نه؟
د احمدالله راپور