امریکا له افغان مرکچي پلاوي د نړیوالې ټولنې ملاتړ وستایه
![امریکا له افغان مرکچي پلاوي د نړیوالې ټولنې ملاتړ وستایه](https://gdb.rferl.org/0A2FCD32-5ACE-4E4A-A8F3-774A1C4D2F76_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
امریکا د بینالافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت له لوري له ټولشموله پلاوي د نړیوالې ټولنې ملاتړ ستایلی دی.
د متحده ایالاتو چارواکو مخکې تر دې هم د افغان حکومت له لوري د ټیم له اعلانه هرکلی کړی و.
تازه یکشنبه ناوخته د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز په خپل ټویټر لیکلي چې د بینالافغاني خبرو د پيل لپاره د افغان حکومت له لوري د یوه ټولشموله پلاوي له اعلانه د نړیوالې ټولنې د پراخ ملاتړ هرکلی کوي.
هغې زیاته کړې چې ناټو، اروپايي ټولنه، د اسلامي همکاریو سازمان، جرمني، هند، ازبکستان، پاکستان او نورو ټولو له دې مهم اقدامه د ملاتړ غږ پورته کړی.
د انتخاباتو د نتیجې تر اعلان وروسته د بینالافغاني خبرو لپاره د یوه ټولشموله ټیم اعلان چې عبدالله عبدالله هم منلی ظاهراً د ولسمشر اشرف غني او د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سلا یوازنۍ بېلګه ده.
د افغانستان حکومت د حمل په نهمه له طالبانو سره د بینالافغاني خبرو لپاره د ۲۱ کسانو نومونه اعلان کړل چې مشري یې محمد معصوم ستانکزي ته ورکړې ده.