پاکستان د تبلیغیانو د اجماع ۲۰ زره ګډون کوونکي قرنطین کړي
![پاکستان د تبلیغیانو د اجماع ۲۰ زره ګډون کوونکي قرنطین کړي](https://gdb.rferl.org/84DA906A-2E2C-4D2C-8867-33A1C6D3667A_w800_h450.jpg)
پاکستاني چارواکي وايي هغه ۲۰ زره کسانیې قرنطین کړي چې د مارچ له ۱۰مې تر ۱۲مې د تبلیغیانو په اجماع یا غونډه کې برخه اخیستې وه.
چارواکي وايي په لسګونه زره نورو هغو کسانو پسې ګرځي چې د کرونا ویروس له ګواښ سره سره په لاهور کې دې تبلیغي اجماع ته ورغلي و.
د خېبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلاکار او ویاند اجمل وزیر ویلي چې یو شمېر معاینه شویو کسانو کې د کرونا ویروس موجود دی.
ښاغلي وزیر ویلي اووه زره کسان په لاهور، تر اته زره تبلیغیان په سند او پاتې ۵۳۰۰ نور تبلیغیان په خېبر پښتونخوا کې قرنطین شوي.
په لاهور کې د تبلیغي اجماع جوړوونکو ویلي چې څه باندې یو لک کسان دې اجماع ته ورغلي و.
چارواکو ویلي غواړي د دې مراسمو ګډونوال معاینه او قرنطین کړي.