برېښنا شرکت: بغلان کې د برېښنا د پرې شويو مزو د جوړېدو هڅې دوام لري
د افغانستان برېښنا شرکت وايي بغلان ته یې تخنیکي ډله تللې او د برېښنا د پرې شوي جریان د سمولو هڅې کوي.
په کابل او هغو سیموکې چې د ازبکستان وارداتي برق ورځي له پرون ماسخوتن راهیسې برق نشته.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په بغلان کې د جګړې له امله د ازبکستان د وارداتي برق مزي پرې شوي یا تخریب شوي وو او له دې امله په کابل کې د برېښنا جریان پرې دی.
برښنا شرکت ویلي چې ډېر ژر به یې انجینیران دا ستونزه حل کړی.