د افغانستان روغتیا وزارت: د کرونا ۱۰ مشکوکې پېښې منفي راوتلي
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا وایروس درې مشکوکې پېښې له هراته، یوه له بغلان، یوه له غور او پنځه له کابله ورته رسېدلې وې.
مایار وویل چې ۱۰ نورې مشکوکې پېښې چې له هراته ور رسېدلي، لا هم په لابراتوار کې تر کتنې لاندې دي.
په افغانستان کې تر اوسه یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
