جرمني کې ۵۲ کسان ټپیان شوي
د جرمني چارواکي وايي چې ۵۲ تنه نن، د فبرورۍ په ۲۵مه په هېس ښار کې زخمیان شوي دي.
د پولیسو په وینا یوه وګړي په هغه ښار کې د خلکو پر یوه کارنیوال یا مېله موټر ور چلولی دی.
پولیسو ویلي چې ۱۸ تنه په روغتون کې بستر دي.
د پېښې دلیل نه دی څرګند خو پولیسو دا رد کړې چې موټر چلونکي الکول څښلي و.
پولیسو یو وګړی نیولی چې د پېښې ویډيو اخیسته.