کابل کې د فوټبال د ګول ساتونکو تمرینات پیل شوي
په کابل کې د فوټبال لوبې د ګول ساتونکو یا ګول کیپرانو تمرینات پیل شول.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګول کیپرانو چې څو موده وړاندې د استعداد موندنې پروګرام له مخې غوره شوې دا مهال یې د لوبو لپاره خپل تمرینات پیل کړل.
د ښاغلي امیني په خبره، دامهال دغه لوبغاړې خپل تمرینات د فوټبال فدراسیون د روزنونکو تر نظر لاندې پیل کړي.
د فوټبال ګول کیپرانو د استعداد موندنې پروګرام د فبرورۍ میاشتې له پیل نه د ۲۰۰ ګول کیپرانو په ګډون د فوټبال په فدراسیون کې پیل شوی وه چې له ډلې یې ۳۰ کسان غوره شول.