د کرونا ویروس له امله ایټالیا کې د فوټبال سیالۍ لغوه شوي
په ایټالیا کې د یوونتوس او اینټر لوبډلو تر منځ د فوټبال سیالۍ د کرونا ویروس له امله لغوه شوې.
د نړیوالو ورزشي وېب سایټونو د راپورنو له مخې، په ایټالیا کې پرون یکشنبه هم د فوټبال د لیګ سیالۍ لغوه شوې او د دغه هېواد لومړي وزیر په راتلونکي اونۍ کې د یوونتوس او اینټر ترمنځ د فوټبال د سیالیو د لغوه کېدو خبره کړې.
د دغو وېب پاڼو د راپورنو له مخې، د ایټالیا لومړي وزیر جوزپه کونته ویلي چې فکر نه کوي په یوه اونۍ کې دې دغې خطرناکه ناورغۍ د ویروس مخنیوی وکړای شي او احتمال یې یې شته چې ټولې ورزشي سیالۍ به لغوه شي.