پاکستان ته د افغانستان د ګلف ملي لوبډلې سفر
د افغانستان د ګلف ملي لوبډله نن پاکستان ته لاړه.
د افغانستان د المپیک ملي کمیټې مطبوعاتي غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، چې د ګلپ څلورکسیزه ټيم د ګلف په اماتور تورنمنټ کې د ګډون په هدف نن پاکستان ته سفر وکړ.
دغه سیالۍ د فبرورۍ په ۱۶ د پاکستان د ګلف فدراسیون په کوربه توب پیلېږي.
د ګلف فدراسیون مسوولینو د معلوماتو پربنسټ په دغو لوبو کې د افغانستان سربېره د پاکستان او د سیمې د هېوادونو نور ټيمونه هم لوبیږي.