تایلنډ کې یوه سرتېري ۲۶ کسان وژلي
د تایلنډ امنیتي ځواکونو هغه سرتېری وواژه چې د دغه هېواد په شمال ختیځ کې یې د ۱۷ ساعتونو د مقاومت په ترڅ کې ۲۶ تنه ووژل او ۵۷ نور ژوبل کړل.
د تایلنډ د عامې روغتیا وزیر انوتین چارنفیراکول نن (یکشنبه) تائید کړه چې په ناکان راتچا سیمه ښار کې ۳۲ کلن یاغي سرتېری وژل شوی دی.
ده په خپله فیسبوکپاڼه کې له پولیسو او پوځ څخه مننه کړې چې بلوا یې پای ته ورسوله.
پولیسو د مشکوک برید کوونکي سرتېري نوم جاکراپانت توما وښود او ویې ویل چې نوموړی د مځکې پر لانجې غوسه شوی و.