د بندیانو خوشې کولو کې زېلېنسکي له "پاپ فرانسیس" مرسته غوښتې
![د بندیانو خوشې کولو کې زېلېنسکي له](https://gdb.rferl.org/90D2F4A8-A4A0-4AA1-918B-352FF1D35331_w800_h450.jpg)
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د کاتولیکې کلیسا پر مشر پاپ فرانسیس غږ کړی چې د جنګي اسیرانو په خلاصولو کې ورسره مرسته وکړي.
زېلېنسکي پرون په واتیکان کې له پاپ سره د هغو اوکراینیانو پر برخلیک خبرې وکړې چې په ختيځ کې د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو په وړاندې په جګړه کې اسیر شوي دي.
د اوکراین د جمهوري ریاست د خبرپاڼې په حواله، زېلېنسکي په کرېمیا کې د اوکرایني بندیانو په اړه هم خبرې کړې دی.
د روسیې حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په زور د کرېمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره یوځاي کړه.
روسیې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی چې د اوکراین د حکومت پر ضد جنګېږي.
له هغه راهیسې د اوکراین په ختيځ کې په روانه جګړه کې تر ۱۳ زره ډیر انسانان وژل شوي دي.