پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د خپل یو مشر وژنه تائید کړه
![پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د خپل یو مشر وژنه تائید کړه](https://gdb.rferl.org/2FD1E04B-C272-47C4-878D-9EE68A7F5A46_cx0_cy8_cw0_w800_h450.jpg)
د پاکستاني طالبانو ډلې (تحریک طالبان پاکستان) په افغانستان کې د خپل یوه مهم مشر د وژل کېدو خبر تائید کړ.
دې ډلې پرون وویل چې شېخ خالد حقاني د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
شېخ خالد حقاني د تحریک طالبان پاکستان مرستیال مشر او د هغوی د مشورتي شورا غړی و.
تحریک طالبان پاکستان ویلي چې حقاني د جنورۍ د میاشتې په ۳۱مه نېټه وژل شوی دی.
د تحریک طالبان پاکستان ډلې دا بیان پر (سایټ) چې د دې ډلې فعالیتونه څاري، خپره کړې ده.
د پاکستاني طالبانو یوې پټې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې نښته د افغانستان په خاوره کې شوې وه.
دې سرچینې چې هویت یې پټ ساتل شوی، ویلي چې په دې عملیاتو کې له شېخ خالد حقاني سره د هغه نږدې ملګری قاري سفی الله پېښوری هم وژل شوي دی.
د افغانستان امنیتي ادارو تر اوسه پر دې خبر تبصره نه ده کړې.