Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 25.08.2022

خلک: کندهار کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار يو شمېر اوسېدونکي چې له بې‌کارۍ سره مخ دي وايي، د طالبان حکومت دې خلکو ته د کارو بار زمینه برابر کړي. بل‌خوا په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو مرستیال وايي د دوی د معلوماتو په اساس په سلو کې اتیا سلنه خلک بې‌کاره شوي دي. نور حال د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

په کراچۍ کې د خر ګاډو ځغاستې سیالي شوې

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د سیند حکومت په مرسته د خر ګاډو د ځغاستې سیالي شوې ده چې د برېرا په نوم خره ګټلې ده. صوبايي حکومت وايي، په راتلونکې کې د خر ګاډو د لویې سیالۍ جوړولو پلان لري. ویډیويي رپورټ.

مجاهد: د افغانستان په فضا اوس هم امريکايي بې پيلوټه الوتکې ګرځي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې دیوې خبري ناستې پر مهال وویل، دا ښکاره د یوه هېواد په هوايي حریم تېری دی او باید بند شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظهواري د امریکايي بې پلوټه الوتکې لخوا په نښه او ووژل شو. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې، د افغانستان په فضا اوس هم امریکايي الوتکې ګرځي او دا باید بند شي. نوموړي وويل: "د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل دا یوه معلومه... Читать дальше...



د ازادي راډيو موندنې: طالبانو له لويې څارنوالۍ حقوقي او جزايي واکونه اخيستي

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیو ته رسېدلي اسناد ښیي چې د طالبانو حکومت د لویې څارنوالۍ څخه د حقوقي او جزایي قضیو صلاحیتونه اخیستي او محاکمو ته یې محول کړي دي. د طالبانو د حکومت په لویه څارنوالۍ کې ځینو څارنوالانو چې نه غواړي په راپور کې یې هویت خپور شي ازادي راډیو سره یې هغه اسناد او مکتوبونه شریک کړي چې د طالبانو د حکومت د لوی څارنوال د لارښوونې له مخې له دې وروسته په ټولو ولایتونو کې لویه څارنوالي او اړوند ادارې د حقوقي او جزایي پېښو ته د رسېدنې په هدف کشفې دوسیې دې نه څېړي. د طالبانو د حکومت د لویې څارنوالۍ ځینو... Читать дальше...

د طالبان حکومت: وروستيو سېلابونو کې ۳ زره کورونه ويجاړ شوي او ۴۳۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ویاند وايي، د تېرې یوې میاشتې په ورستیو سېلابونو کې ۱۸۲ کسه مړه شوي او ۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي. ذبیح الله مجاهد په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، ددغو سېلابونو له امله له ۳ زرو زیات استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي. نوموړي همدا راز د بشري مرستو د رسېدنې خبره هم وکړه هغه څه چې بیا یو شمېر سېلاب ځپلي یې په اړه ناخوښي ښيي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې دیوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۳۲ کسانو ته مرګ‌ژوبه اوښتې. ښاغلي مجاهد وویل... Читать дальше...

سني خان ترک: کاناډا مېشتي پښتانه او افغانان پر خپلې موسيقۍ ميين دي

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه کاناډا مېشتی ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. دی د مانسهرې په اوګۍ نومې کلي کې زېږېدلی او لوی شوی، خو له تېرو پينځو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا ښار کې له خپلې کورنۍ سره يوځای اوسي. ترک وايي، سندره او هارمونيم يې د خپل کلي له يوه استاده ياد کړي او هڅه کوي په خپلو سندرو کې د پښتو ولسي موسيقۍ خواږه ځای کړي. نوموړی خوښ دی چې په کاناډا کې ورته پښتانه او افغانان د موسيقۍ محفلونه جوړوي. د سني خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

د روسيې دفاع وزير: افغانستان کې د 'القاعده او داعش' حضور د منځنۍ اسيا لپاره جدي ننګونه ده

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د دفاع وزیر وايي، په افغانستان کې د القاعده او داعش د حضور پراخېدل د منځنۍ اسیا د امنیت لپاره جدي ننګونه ده. د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه وکړې. په ورته وخت کې د هند د دفاع وزیر ارجنات سینګ د دغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو حکومت وهڅوي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي. د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند... Читать дальше...

طالبانو د افغانستان په فضا د امريکا د بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ویاند وايي، د افغانستان پر فضا لا هم د امریکا د متحدو ایالتونو بې پېلوټه الوتکې ګرځي او باید مخه یې ونیول شي. ذبیح الله مجاهد نن کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو په باب یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي. د طالبانو ویاند دا د امریکا له‌خوا د افغانستان پر قلمرو تجاوز وباله او ویې ویل چې په کار دا لړۍ ودرول شي. د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د امریکا د حکومت له خوا د دې تور په باب څه نه‌دي ویل شوي. د افغانستان له ځینو ولایتونو وخت ناوخت د بې پېلوټه... Читать дальше...



طالبان وايي په افغانستان کې لا هم امريکايي ډرون الوتکې ګرځي

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ومنله چې لا هم امريکايي ډرون الوتکې ګرځي چې دوی یې په اړه امريکايانو ته خپل اندېښنه ښودلې ده. د طالبانو ویاند دبیح الله مجاهد د اګست په ۲۵مه په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د امريکايي الوتکو ګرځيدل د افغانستان له خودمختارۍ سرغړونه ده چې په اړه یې د امريکايي چارواکو سره په بيا بيا خبرې شوې دي. هغه دا ونه ويل چې دا الوتکې له ګاونډي پاکستانه ورځي او که په منځني ختيځ کې له امريکايي پوځي مرکزونو څخه.  مجاهد زیاته کړه چې که امريکايان د کومې وسله والې ډلې... Читать дальше...

عدالت د ترهګرۍ په مقدمه کې، د عمران خان لنډ مهاله ضمانت منظور کړ

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد یو عدالت په یو مقدمه کې د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د مشر عمران خان عبوري ضمانت منظور کړی دی. د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي راجه جواد عباس حسن د اګست په ۲۵مه فیصله وکړه او وي ويل چې د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې د عمران خان ضمانت منظوروي. عمران خان په سخت امنیت کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته ورغی او هلته یې د قضیې اورېدنه وشوه. پر عمران خان تور دی چې هغه یوې ججې ته ګواښ کړی او د هغې ژوند یې په خطر کې اچولی دی. نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا... Читать дальше...

ميشلي باشلې پوتين ته: پر اوکراين بريد پای ته ورسوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مسؤلې میشل باشلې نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغوښتل چې پر اوکراین وسله وال برید پای ته ورسوي او د زاپروژیا اټومي مرکز باید له وسله‌والو تش شي. د اروپا دا ستر اټومي مرکز د مارچ په میاشت کې روسیې ځواکونو ونیو. په وروستیو اوونیو کې بیا بیا پر دې مرکز بریدونه شوې دي او دا ویره یې رامنځته کړې ده چې د نولس سوه شپږ اتیایم کال د چرنوبل اټومي ناورین پیښه تکرار نه‌شي. باشلې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د فبروري له څلرویشتمې تر اوسه يې د اوکراین د جنګي جنایتونو مشکوک اسناد خوندي کړي. Читать дальше...

محکمې د عمران خان د نيول کېدو د ضمانت موده بلې اوونۍ پورې تمديد کړه

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یوې محکمې د پخواني صدر اعظم عمران خان د نیول کېدو د ضمانت موده د یوې بلې اوونۍ په مخه تمدید کړه. پر عمران خان د ترهګرۍ تور لګېدلی دی. محکمې نن دا قضیه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې وغځوله، د محکمې د دې پرېکړې پر مهال په پلازمېنه اسلام اباد کې په خپله عمران خان هم حاضر و. رویټرز اژانس د عمران خان د مدافع وکیل بابر عوان په وینا خبر ورکړ چې د دوی دفاعیه ډله به هڅې کوي چې هرڅومره چې ممکنه وي هغومره به د تمدید لپاره هڅې کوي. پر عمران خان د اګست په دوه ویشتمه د ترهګرۍ تور وروسته تر دې پورې... Читать дальше...

د مينګورې سیلاب خپلي مرستې غواړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د سوات په مينګوره کې د اګست په ۲۴مه سیلابونو دکانونو او کورونو ته زیان رسولی دی. د دې ځای خلک وايي په مينګوره کې په تېرو ۱۲ کلونو کې دومره زورور سیلاب کله نه وو راغلی. دوی له حکومته غوښتنه کوي چې زر تر زره دې مرستې ورسره وکړي. په اړه یې د نیاز احمد خان ويډيو راپور وګورئ

پر اوکراين د روسيې د يرغل شپږمه مياشت؛ جګړه لا دوام لري

Pa.azadiradio.com 

که څه هم پر اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل شپږمې میاشتې ته ورسېد، خو نن هم په اوکراین کې له وقفې پرته جګړې دوام لري. وروسته له هغې چې د اوکراین د رېلګاډو پر یوه تمځای پرون د روسیې د میزایلو په حمله کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول، راپورونه وايي روسي ځواکونه د اوکراین پر یوه مرکزي ښار خوشه يي مهمات کارولي دي. د مرکزي ښار کریف‌يي ریه (Kryvyi Rih) د پوځي ادارې مشر، اولیکساندر ویلکول په ټلګرام کې لیکلي، نن سهار وختي روسي ځواکونو پر دغه ښار د خوشه‌يي مهماتو په واسطه بمباري کړې ده. د ده په وینا تر اوسه د ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی. Читать дальше...

جمال داوړ وايي قبايلي ځوانان د پخوا پرتله زیات بیدار دي

Mashaalradio.com 

دا ځل مو په مشال مرکه کې له شمالي وزيرستانه مدني فعال او سياستوال جمال داوړ مېلمه دي. نوموړی د ملي جمهوري غورځنګ د شمالي وزيرستان مقامي مشر دي او په وروستيو کلونو کې یې په سيمه کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد احتجاجي مظاهرې او پرلتونه کړي دي. جمال داوړ وايي، ناامنۍ د سیمې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي او په ځانګړې توګه، هدفي وژنو په خلکو کې وېره خپره کړې. دی وايي، د پخوا پرتله اوس خلک زيات بيداره دي او د خپلو اييني حقونو لپاره اواز پورته کوي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

مجاهد: افغانستان کې د داعش ډله په بې‌سارې ډول ځپل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ویاند ادعا وکړه، چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې په بېسارې ډول ځپل شوې ده. د باختر دولتي اژانس د ننني راپور په حواله، ذبیح اله مجاهد ویلي چې، د روسیې په ګډون دې د سیمې هېوادونه له افغانستانه د داعش ډلې د ګواښ په باب اندېښنه نه کوي. د طالبانو له دې ډاډ سره- سره داعش ډلې په افغانستان کې د ځینو خونړیو حملو مسؤلیت منلی دی. یوه حمله هم د زمري/ اسد میاشتې پر شلمه د کابل په شش درک سیمه کې په یوه مدرسه کې چاودنه وه چې په نتیجه کې یې د طالبانو یو دیني عالم شیخ رحیم اله حقاني او نور کسان ووژل شول، مسؤلیت یې داعش ډلې ومانه. Читать дальше...

طالبانو د ټاپي پروژې له مشر سره د يادې پروژې پر خونديتوب انلاين غونډه کړې

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسؤلينو د ټاپي پروژې له مشر، مراد امانوف سره د دې پروژې پر خوندیتوب انلاین غونډه وکړه. ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، د نورو جزییاتو له ورکولو پرته خبر ورکړی چې په دې غونډه کې له نړیوالو معیارونو سره سم پر امنیتي طرحه خبرې وشوې. طالبانو تر دې مخکې هم د ټاپي پروژې د چارو د چټکتیا خبر ورکړی و، خو تر اوسه په عملي ډګر کې د کوم پرمختګ څرک نه تر سترګو کېږي. ټاپي هغه پروژ ده چې په مرسته به یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان او پاکستان له طریقه هندوستان ته انتقالېږي. Читать дальше...

اوچا: روانې اګست مياشت کې د بريدونو له امله تر ۲۵۰ ډېرو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي اداره "اوچا" وایي د روانې اګسټ میاشتې په اوږدو کې په افغانستان د بریدونو له امله تر ۲۵۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه اداره وایي دا شمېره د تېر ۲۰۲۱ کال د ورته میاشتې په پرتله څو چنده مرګ ژوبله ښیي. د دې ادارې د راپور له مخې په دې موده کې دغه مرګ ژوبله ډېری په جوماتونو او نورو مقدسو ځایونو کې اوښتې ده. بلخوا یو شمېر عام وګړي هم د امنیت په اړه اندېښمن دي او د طالبانو له حکومته د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي. میترا چې د کابل شيعه مذهبه افغان اوسېدونکې... Читать дальше...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې سیلابونو ۲۵۶ کسان وژلي او ۳۴۰۰ کورونه یې وران کړي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي په روان کال کې په افغانستان کې سیلابونو او بارانونو ۲۵۶ کسان وژلي دي او د زرګونو کورونو ويجاړيدو له وجې په زرګونو خلک بې کوره شوي دي.  دې ادارې د اګست په ۲۴مه خپاره کړي راپور کې ويلي چې سیلابونو يوازې د اګست له لومړۍ نېټې څخه په افغانستان کې ۱۱۸ کسان وژلي دي. په راپور کې زیاته شوې چې په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې د سېلابونو له کبله ۱۴۷ کسان مړه شوي وو، خو سږ کال دغه شمېره ۷۵ فیصده زیات شوې ده. اوچا زیاته کړې چې لږ تر لوه ۳۳۹۸ کورونه ويجاړ... Читать дальше...


Музыкальные новости
Джиган

Красноярцы и Джиган рассмешили Артемия Лебедева и вышли в финал «Звезд»





Персональные новости
Александр Куратов

Военные следователи провели в Судаке проверку лиц, не вставших на воинский учет





پاکستان له نړیوالو څخه د سېلاو ځپلو لپاره مرسته غواړي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په هېواد کې په ورښتونو او سېلاوونو کې لږترلږه ۸۳۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱،۳۵۰ ژوبل شوي دي. هغې ادارې د اګست پر ۲۳مه ویلي دي چې د اغېزمنو شمېر تر ۳۰ لکه زیات شوی او څه د پاسه څلور لکه کورونه په مکمل یا جزوي ډول ړنګ شوي دي. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

روسيه: زنداني شوی مخالف سياستوال الکسي ناوالني يوې ځانګړې خونې ته لېږدول شوی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې زنداني شوی سیاسي مخالف او د اداري فساد ضد کمپاینر، الکسي ناوالني وايي، په هغه زندان کې چې دی ساتل کېږي، یوې انفرادي کوټې ته لېږدول شوی دی. دی چې د مسکو د ختیځ په ۲۶۰ کیلومترۍ کې په یوه زندان کې ساتل کېږي، پرون په یو لړ ټویټونو کې دا خبره کړې ده. ګومان کېږي، چې دغه ټویټونه به د هغه متحدانو یا هم ملاتړو کړي وي. الکسي ناوالني د اختلاس له کبله په یوولس نیم کاله بند محکوم شوی، خو دغه حکم د هغه د ملاتړو او له روسیې بهر د چارواکو له خوا غندل شوی دی. دوی وايي د دې سزا هدف د کرملین د مهمو منتقدانو د غږ خاموشه کول دي.

د روسيې يو پخوانی ښاروال چې د کرملين 'منتقد' بلل کېږي نيول شوی دی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د یکاتیرینبرګ پخوانی ښاروال، یفګیني ریوزمن چې د کرملین منتقد ګڼل کېږي، نیول شوی دی. پر هغه «د وسلوالو ځواکونو اعتبار ته د زیان اړولو» تور لګول شوی، هغه تور چې روسي چارواکي یې زیات وخت پر اوکراین د روسیې د یرغل د منتقدانو د غلي کولو لپاره کاروي. ریوزمن چې په ۲۰۱۲م کال کې د اپوزیسیون تر اعتراضونو وروسته یې د اورال د دې غرني ښار ټاکنې ګټلې وې، پرون سهار وختي ونیول شو او توقیف ته ولېږدول شو. په هغه ویډیو کې چې د هغه له کوره بهر د خبریالانو او فعالانو له خوا ثبت شوې له ریوزمن پوښتنه کېږي، چې ولې تورونه ورباندې لګول شوي دي. Читать дальше...

څلور اسرائيلي پوځيان له دندو رخصت کړی شوي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ پرون وویل، چې خپل څلور سرتېري یې له دلیل پرته پر فلسطيني وګړو د حملې له کبله له دندو رخصت کړي دي. دا اقدام وروسته له هغې وشو، چې د ټولنیزو شبکو په یوه ویډیو کې څرګنده شوه، چې دغه سرتېري دوه توقیف شوي کسان ډبوي او په لغتو وهي. پوځ وايي، اسرائیلي سرتېرو دوې اوونۍ مخکې د لویدیځې غاړې په رام اله ښار کې د فلسطینیانو یو موټر ودراوه، موټر چلوونکي او په موټر کې ناست بل کس ته یې د کښته کېدو امر وکړ. په هغه ویډیو کې چې ټیکټاک ته پورته شوې، ښکاري چې سرتېري دواړه ډبوي او تر لغتو لاندې کوي. Читать дальше...

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسيايي جام لوبو لپاره پر چمتووالي بوخته ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ملي لوبډله د کرېکټ په اسیايي جام کې د لوبو لپاره په چمتووالي بوخته ده. د کرېکټ بورډ ویاند، فرید هوتک پرون چهارشنبه ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې د روانې اګست میاشتې پر ۲۷مه نېټه اسیايي جام پیل شي. د دغو سیالیو لپاره د کرېکټ ملي ټیم پوره چمتووالی نیولی او ان شا اله په ډېر ښه مورال سره به په اسیايي جام کې د غوره لوبډلو ترمنځ ولوبېږي." د کرېکټ د اسیايي جام سیالۍ چې په متحده عرب اماراتو کې کېږي، د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې دوام کوي. افغانستان په دې جام کې له بنګله دېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې شامل دی. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Виктория Азаренко

Азаренко не смогла пробиться в 1/8 финала турнира в Мадриде, уступив Соррибес-Тормо


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Жёсткие экологические требования решат инновационные энерготехнологии





Путин в России и мире
Москва

Педагогов Калмыкии приглашают принять участие в Форуме классных руководителей


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Михаил Кутушов

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24



Москва

Подмосковные пожарные приняли участие в акции «День добрых дел»

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net