محمد علي سیف البته د اګست پر نهمه مشال رېډیو ته وويل چې حکومت په سیمه کې د وسله والو "له هلوځلو خبر" دی او پر ضد یې د کارروایۍ لپاره تياری کوي. نوموړي البته د اقداماتو د نېټې او څرنګوالي تفصيل ور نه کړ.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه چې کله طالبانو کابل ونيوه او پر افغانستان يې واکمني پيل کړه نو د پاکستان حکومت ځينو حلقو دغه نوي بدلون ته په مثبت سترګه کتل، خو اوس داسې ښکاري چې پاکستان، په ځانګړې توګه، خيبر پښتونخوا د وسله والو له يوه نوي خطر سره مخامخ شوې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف وايي، د تېرکال په پرتله افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر دوه چنده شوی دی.
خوارځواکي هغه ناروغۍ چې ورځ تر بلې یې لمنه په افغانستان کې پراخېږي.
هغه تصویري راپور چې رویټرز خبري اژانس په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو په اړه جوړ کړی په کې لیدل کېږي، چې یوه مور په ژړا د خپل ماشوم د ناروغۍ کیسه کوي.
هغه وايي: "ډېره خواشینې یم. موږ ټول، خویندې یې، خاوند مې، ان تر دې چې یوه اونۍ مې خاوند ووتو، وویل چې ځم ایران ته، ما ورته وویل چې شرم دی، زه... Читать дальше...
د افغانستان په خوست کې د جون ۲۲مې تر زلزلې وروسته د نس ناستي او قي (کولرا) د ناروغۍ لسګونه پېښې ثبت شوې دي. په خوست کې ډاکتران وايي، لومړي مریضان له زلزله ځپلې سپېرې ولسوالۍ ورغلي ول خو اوس له نورو ځایونو هم مریضان ورروان دي. د ناروغانو کورنۍ د درملنې د امکاناتو زیاتولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.
د مقاومت ملي جبهې د طالبانو حکومت پر وړاندې د جګړې نوې کړنلاره اعلان کړه او له طالبانو سره جکړه یې خپله داعیه وبلله.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو د کال په پوره کېدو سره، د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د دوی پر وړاندې د جګړې نوې کړنلاره اعلان کړه.
د جبهې په تازه کړنلاره کې طالبانو ته د "یاغیانو او د واک د غاصبینو" خطاب شوی، هغه کلمې چې طالبانو تل خپلو مخالفانو ته کارولي دي.
د ملي مقاومت جبهې په کړنلاره کې راغلي، سیاسي، ټولنیزو، قومي او نظریاتي توپیرونو ته له پام کولو پرته، د... Читать дальше...
د مدني ټولنې یو شمېر فعالانو او په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي او د افغانانو هغو ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي چې د طالبانو له امله اوس ورسره مخ دي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو سره د کاناډا په کلګري ښار کې د افغان مېرمنو اعتراض.
دغو فعالانو د اګسټ ۱۵مه کابل ته د طالبانو د بیا راتګ ورځ د افغانانو لپاره توره ورځ بولي.
په کاناډا کې د افغان مېرمنو د اعتراض یوې ګډونوالې شمایل زارع ازادي راډيو ته وویل: "د اګسټ ۱۵مه... Читать дальше...
د پاکستان حکومت وايي، پخوانیو واکدارانو ورته اقتصاد په خورا خراب حال ورپرېښی دی نو ځکه د انتخاباتو پر ځای د اقتصادي حالت سمولو ته توجه ورکوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۱۴مه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د وسله والو برید شنډ کړ. په بیان کې راغلي، وسله وال تر حملې وروسته نېږدې غرونو ته وتښتېدل او چې ځواکونو یې د نیولو هڅه وکړه نو په ډزو کې دوه سرتېري قیوم جاوېد او محمد عاطف ووژل شول.
کابل کې مېشت د سجادعلي په نوم د یو پاکستاني محصل کورنۍ وایي، نوموړی له تېرې یوې اونۍ راهیسې لادرکه شوی دی.
د سجادعلي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل، هغه په کابل کې د سپین غر په نوم په یو خصوصي پوهنتون کې درس وایه او دوی یې له لادرکه کېدو وروسته په اړه هېڅ معلومات نه لري.
سجادعلي د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی او په کابل کې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د لسم سمستر محصل و.
د سجادعلي تره اشرف علي ازادي راډیو ته وویل، نوموړی د اګسټ له اومې نېټې راپدېخوا ورک دی.
اشرف علي وایي، هغه لومړی د قرغزستان... Читать дальше...
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم په برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان وژل شوي ول چې ورڅخه یې شپږ ماشومان او اووه ښځې وې. د هغې کورنۍ مشر فرمان خان وايي، تر اوسه په برید کې ککړ کسان نه دي نیول شوي. دی وايي، د هېواد د خپلواکۍ پر ورځ ورباندې غم راغی او لا هم د انصاف په انتظار دی. په کراچۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی او په حمله کې ککړ کسان هرومرو نیسي. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې. ویډیويي رپورټ.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په همکارۍ یې په افغانستان کې له تېر کال راهیسې څه باندې ۴ میلیونو او درې لکه کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.
د دې اداري د نن ورځې د ټویټ له مخې دغه بشري مرستې په لیرې پرتو سیمو هم اړو کسانو ته رسول شوي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې څه باندې نیمايي وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د اګسټ پر ۱۱ نېټه د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په ګډون د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا پر افغانستان... Читать дальше...
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا دوشنبه پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو د کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي ده.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او تېر حکومت یې ړنګ کړ.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د اقتصادي بحران د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
پر طالبانو انتقادونه کېږي چې په دې موده کې یې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي، ګڼې ښځې له کارونو شړل شوي او د وزګارتیا اندازه زیاته شوې ده.
د شیطاني آیتونو د کتاب له لیکوال سلمان رشدي چې په یوه حمله کې ټپي شوی و، د مصنوعي ساه اخیستو دستګاه لیرې کړای شوې او کولی شي چې خبرې وکړي.
د هغه یوه همکار پرون دا خبر تایید کړ خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
پر سلمان رشدي د جمعې په ورځ په نیویارک کې د یوه کس له خوا د چړې په ذریعه حمله وشوه.
حمله کوونکي پر خپل جرم اعتراف نه دی کړی، خو څارنوالانو ویلي چې دا له مخکې پلان شوی جرم و.
یوه قاضي په توقیف کې د هادي متار په نوم د تورن کس د ساتلو حکم ورکړ.
د اوکراین ولسمشر وایي، هر هغه روسی پوځي به په نښه شي چې د زاپوریژیا پر اټومي تاسیساتو ډزې کوي یا له دغو تاسیساتو د ډزو لپاره د ډال په توګه کار اخلي.
د دې تاسیساتو چې د روسیې په کنټرول کې ده، په شاوخواکې یې د ورستیو پېښو ملامتي ښکېلې خواوې پر یو بل اچوي.
زیلینسکي تېره شپه ناوخته په یوه ویډیويي وینا کې وویل، هر هغه روسی سرتېری به چې پر دې اټومي تاسیساتو برید کوي یا له هغه ځایه د ډزو لپاره کار اخلي، باید په دې پوه شي چې هغه به د اوکراین د استخباراتو، د ځانګړیو ځواکونو او زموږ د پوځ له لوري په ځانګړې په توګه په نښه شي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د ډزو خبرونه رد کړي، البته ویلي یې دي چې د ښځو مظاهره "غیرقانوني" وه.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر دې دمه ۱۵ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي او تمه ده چې ۵ زره نو هم انتقال کړي.
یو کس په افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د برتانوي ځواکونو له افغان همکارانو دی.
دغه کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، ده او ۳۲ نور افغان همکارانو یې شاوخوا شپږ کاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نورو بهرنیو ځواکونو په ګډون برتانوي ځواکونو سره په امنیتي... Читать дальше...
د اسټراليا په سېډني ښار کې د افغان کډوالو مېرمنو لپاره یو ځانګړی ښوونیز پروګرام پیل شوی چې پکې ورته په وړیا توګه لامبو او د موټرو چلول ښوول کېږي. د دې پروګرام مقصد په اسټرالیا کې د افغان ښځو لپاره د ښه او ارامه ژوند زمينه برابرول دي. په کډوالو کې یې یوشمېر په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اسټرالیا ته تللې وې. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، تېر یوه کال کې پرته له دې چې یوازې مرګژوبله کمه شوې، نور هر څه منفي و.
ښاغلي کرزي د انډیا ټوډی سره خپله مرکه چې پرون خپره شوې ویلي، اوسمهال افغانان له لویو ستونزو سره مخ دي.
د افغانستان پخواني واکمن ویلي، باسواده افغانان هره ورځ له وطن وځي او تر خوا یې اقتصادي وضعیت به یوه ډېر بد حالت کې دی.
حامد کرزي د افغانستان د دولت سقوط هم لویه ضایعه بللې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر د نجونو او ښځو د زدهکړو او کار ته په اشارې ویلي، افغانستان هغه مهال پرمختګ... Читать дальше...
د افغانستان د مقاومت ملي جبهې چې د طالبانو پر ضد وسلهوال مقاومت کوي، د خپلې مبارزې کړنلاره اعلان کړه.
دا کړنلاره چې ۳۴ مادې لري، پرون د مقاومت ملي جبهې په خپله رسمي وېبپاڼه خپره کړې.
په دې کړنلاره کې طالبانو ته د "یاغیانو او د واک د غاصبینو" خطاب شوی، هغه کلمې چې طالبانو تل خپلو مخالفانو ته کارولې دي.
د ملي مقاومت جبهې په کړنلاره کې راغلي، سیاسي، ټولنیزو، قومي او نظریاتي توپیرونو ته له پام کولو پرته، د طالبانو پر ضد د ټولو مخالفینو يو ځای کول یې داعیه ده.
د ملي مقاومت جبهه داسېمهال د خپل... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، متحدایالات د افغانستان له خلکو سره مرستې ته ژمن دی او د افغانستان د بشري بحران د حل په برخه کې ټینګ هوډ لري.
ویسټ بېګا پر خپل رسمي ټویټر ولیکل چې د افغانستان له خلکو سره د امریکا له خوا د ۱۵۰ میلیون ډالره مرستې اعلان به د غذایي موادو د ناامنۍ د له منځه وړلو، د افغان ماشومانو د زده کړو د دوام او د ښځو او نجونو د ځواکمنولو په چارو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
متحدوایالتونو له افغانستان سره د دې مرستې خبر په داسې حال کې ورکوي چې... Читать дальше...
د طالبانو حکومت، هغې مېرمنې ته چې څو ورځې مخکې په کابل کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال وژل شوې وه، اعزازي رتبه ورکړه.
باختر خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې د طالبانو حکومت د کورنیوچارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د رووفې په نوم دې ښځې ته اعزازي رتبه ورکړې ده.
د راپور له مخې رووفه د کابل ښار د پولیسو په پنځمه حوزه کې سرتېرې وه او څو ورځې مخکې د کابل په جمال مېنې سیمه کې پر یوه کور د عملیاتو پرمهال ووژل شوه.
د باختر آژانس په راپور کې هغه کور چې عملیات پرې ترسره شوي، د خوارجو مهمه ځاله بلل شوې ده. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته استولی.
باختر دولتي خبري آژانس د دې وزارت د یوه بیان په حواله خبر ورکوي چې دا پلاوی پرون شنبې مسکو ته روان شو.
په بیان کې راغلي چې د دې پلاوي د سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا ده.
روسیې که څه هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو په تېر یوه کال کې یې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې پاللي دي.
د امریکا د نیویارک ایالت چارواکو پرون اعلان وکړ چې د شیطاني آیتونو د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي تورن بریدکوونکی په عمدي قتل او برید تورن شوی او په ضمانت نه خوشې کېږي.
د نیویارک پولیسو په یوه بیان کې ویلي چې ۲۴ کلن هادي مَطار د دوهمې درجې قتل او برید د اقدام په تور محاکمه کېږي.
د نیویارک د چاوتاکوا سیمې څارنوال جېسن شمیت ویلي چې د قانون د تنفیذ ایالتي او فدرال ادارې په دې برخه کې په تحقیقاتو کار کوي.
د شیطاني آیتونو د لانجمن کتاب پر لیکوال ۷۵ کلن سلمان رشدي د جمعې په سهار په نیویارک کې د چړې په وسیله برید وشو او ټپي شو.
د رومانیا یو زلمی لامبوزن د اروپا د سل متره آزادې لامبو په مسابقو کې نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.
ډیویډ پوپوویچي پرون د اګست ۱۳مه د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د لامبو په سیالیو کې د سرو زرو د مډال په ګټلو بریالی شو او د نارینه وو په کټګورۍ کې د سل متره لامبو مخکینی ریکارډ یې مات کړ.
دې اولس کلن ځوان دا واټن په ۴۶،۸۶ ثانیو کې وواه او د ۲۰۰۹ کال د لامبو د اتل برازیلي سزار سیلو ریکارډ یې مات کړ.
پوپوويچي د اګست په ۱۲مه د دې مسابقو فاینل لوبې ته لاره ومونده.
Спорт в России и мире
Москва
Генерал-полковник Алексей Воробьев высоко оценил подготовку кинологов Росгвардии к предстоящим соревнованиям по профессиональному многоборью
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Мирра Андреева замыкает год // 16-летняя российская теннисистка успешно стартовала на крупном турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Опыт проведения Всероссийской акции «Вода России» представлен на межведомственном заседании в Ташкенте
Путин в России и мире
Москва
Строители мостов и дорог удостоены государственных наград
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Тимати
Блогер Алена Водонаева заявила, что Тимати нужно похудеть
Москва
В преддверии Дня Победы столичный спецназ Росгвардии принял участие в праздничном мероприятии в московской школе
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net