123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 09.08.2022

نړیوالې ورځپانې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

میامي هرالډ: د امریکا چاپ میامي هرالډ ورځپاڼې په افغانستان کې پر شیعه ګانو وروستیو حملو ته کتنه کړې. ورځپاڼې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما د هغه بیان یادونه کړې چې وايي په تېرو څو ورځو کې په افغانستان کې په حملو کې له ۱۲۰ زیات کسان مړه او ټپیان شوي دي. یوناما له طالبانو غوښتي دي چې د مذهبي اقلیتونو امنیت ټینګ کړي څو د نورو حملو مخنیوی وشي. د پلازمېنې کابل پر شیعه مېشتو سیمو د جمعې او شنبې ورځو د بریدونو پړه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې منلی ده. میامي... Читать дальше...

د نجونو بندو ښوونځیو په اړه د طالبانو وروستۍادعا څومره رښتینې ده؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یوه چارواکی ویلي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي د فرهنګي محدودیتونو له امله تړل شوي. د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د دوشنبې په ورځ په خوست کې خبریالانو ته وویل چې د دوی حکومت د نجونو له تعلیم سره کومه ستونزه نه لري، خو د افغانستان فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وځنډېږي. احمدتکل د نجونو د تعلیم له یوې مدافع فعالې او د پخواني حکومت د پوهنې وزارت د مطبوعاتي څانګې له مشرې تورپېکۍ آرین سره په دې اړه مرکه کړې... Читать дальше...

نړیوال سازمانونه: طالبان دې د شیعه ګانو د ساتنې لپاره ژر اقدامات پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې د شیعه ګانو د ساتنې او امنیت لپاره دې ژر تر ژره اقدامات پیل کړي. نرګس سخي زاده د محمد سالم سخي زاده مشره لور ده، هغه کس چې د جمعې په ورځ په کور کې د ماسپښين لمانځه له ادا کولو وروسته له کوره وځي او مازدیګر ۶ بجې د سرکارېز په سیمه کې یې یوه چاودنه ژوند اخلي. نرګس وايي، پلار یې دوکاندار او خپلې کورنۍ ته یې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره هڅې کولې. د نرګس په وینا، پلار یې په کور کې یوازېنی کس و چې کار یې کاوه او د هغه له وژل کېدو وروسته ۵ کسیزه کورنۍ یې بې سرپرسته شوې ده. Читать дальше...



د قبایلي ضلعو ستونزو ته د پاکستان په ملي رسنيو کې ولې ځای نه ورکول کیږي؟

Mashaalradio.com 

د شمالي وزیرستان په ګډون د پخوانیو قبایلو سیمو په ځينو برخو کې خلک وخت په وخت د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي لاریونونه کوي، خو هغوی شکايت کوي چې د پاکستان په قامي میډیا ورته پوره ځای نه ورکول کیږي. حکومت وايي د میډیا د ازادۍ لپاره کار کوي خو خبریالان بيا دریځ لري چې له یو شمېر بندیزونو سره مخامخ دي.

ترکیه کې سیالۍ؛ افغان لوبغاړي په ځغاسته کې نیمه پای لوبې ته لار ومونده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې غړي د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالیو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه. د اسلامي هېوادونو د یووالي ورزشي سیالۍ په لړ کې د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډلې غړي شاه محمود نورزي وکړای شول د ۱۰۰ مترو واټن په لسو ثانیو او د یوې ثانیې په ۴۹ برخه کې ووهي او په دې توګه یې د دې سیالیو نیمه پای لوبې ته لار ومونده. د افغانستان د بدنې روزنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، نورزي تر دې وړاندې دا واټن په ۱۰ ثانیو او د یوې ثانیې ۷۲ برخه کې وهلی و. د اسلامي هېوادونو د یووالي سیالۍ د ترکیې په قونیې ښار کې روانی دي. Читать дальше...

غور کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د غور ولایت په کچه د فوټبال غوره‌لیګ سیالۍ پیل شوې. د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د غور ولایت د فوټبال غوره‌لیګ سیالی د دې ولایت په مرکز فېروز کوه کې د لسو لوبډلو په ګډون پیل شوې. په دې لیګ کې د ښاروالۍ ، اتفاق ارش، میوند، سیاه کوه، سفید کوه، امید فېروزکوه، پیروزي، شاهین، د خراسان د کمپنیو ګروپ او کوهستان لوبډلې سره سیالي کوي. دا سیالۍ چې د مرکزي ولایتونو د غوره لیګ سیالیو لپاره د غوره لوبډلې د انتخاب لپاره پیل شوي، ۴۵ ورځې به دوام وکړي.

هند د اسیا جام کرکټ سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

هند د اسیا جام کرکټ سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د هند کرکټ پرون ناوخته د خپلي ملي لوبډلې هغه نوم لړ خپور کړ چې په راتلونکي اسيا جام کې به ولوبېږي. هندۍ لوبډلې ته مشهور توپوهونکي ویرات کوهلي او کې اېل راهول بېرته راستانه شوي دي، خو تېز توپ اچونکی جسپرایټ بومرا د ملا د ټپ له امله په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی. د هند کرکټ بورډ ویلي، بومرا د دوی له غوره توپ اچوونکو څخه دی او په دې خاطر یې په اسیا جام کې نه لوبوي چې نوموړی په پوره ډول راتلونکي نړیوال شل اووریز جام ته تیار شي. د اسیا جام... Читать дальше...



د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

افغانان، زده‌کوونکي او ښوونکي له شپږم ټولګي‌ پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه د طالبانو د پوهنې وزارت څرګندونې ناسمې بولي‌. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له تېر یوه کال راهیسې د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه بېلابېل لاملونه په ګوته کړي او تر ټولو تازه یې د دوی د پوهنې وزارت د سرپرست څرګندونې دي. نورالله منیر پرون دوشنبې خوست ته د سفر پر مهال ویلي، د نجونو یو شمېر ښوونځي د کلتوري محدوديتونو له امله تړل شوي دي‌. خو افغانان، ښوونکي او زده‌کوونکي د نورالله منیر دا خبرې ناسمې بولي‌. Читать дальше...

د عمر خالد خراساني وژنه به د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ پر مذاکراتو څه اغېز وکړي؟

Mashaalradio.com 

سرچينو مشال راډیو ته ويلي چې طالب مشران د اګست پر اوومه هغه مهال ووژل شول چې په برمل ولسوالی کې يې موټر پر ماین وخوت. وروسته طالبانو هم په يو بیان کې د خپلو ملګرو د وژنې تصديق وکړ.

پاکستان کې د عاشورې مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د عاشورې د ماتمي جلوسونو پر مهال سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي. په پاکستان کې نن (د اګست پر نهمه) د تعزيه او ذوالجناح جلوسونه ترسره کېږي چې مقصد يې د کربلا قربانيانو ته عقيدت وړاندي کول دی. د پېښور د ډپټي کمېشنر دفتر د اګست پر اتمه پر خپله فېسبوک پاڼه ورکړي چې د جلوسونو پر لارو کوڅو ګڼ پولیسان ځای پر ځای کړل شوي دي. د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي، د عاشورې د ماتمي جلوسونو پر مهال یې په کورم، پېښور، نوښار او ډېره اسماعیل خان کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړي او په ځینو ضلعو کې موبایل ټېلېفوني شبکې هم تړل شوي دي. Читать дальше...

امریکا: طالبان د افغانانو ملاتړ نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د امریکا مخکنی شارزدافیر راس ویلسن وايي، طالبان د افغانانو ملاتړ نه‌لري. راس ویلسن چې د طالبانو له‌خوا د کابل د نیولو پر مهال په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر و، واک ته د طالبانو رسېدل د دې ډلې د اوږدې جګړې پایله بولي. ښاغلي ویلسن سکای نیوز سره مرکه کې ویلي، دا چې طالبان قدرت ته رسېدلي، په دې معنا نه‌ده چې ګنې د خلکو پراخ ملاتړ لري. هغه زیاته کړه: "دوی له دې امله واک ته نه‌دي رسېدلي چې ګنې د افغانستان اکثریت خلکو غوښتل، بلکې له دې امله قدرت ته ورسېدل چې د نورو په پرتله یې سخته، اوږده او په پوره ژمنتیا جګړه وکړه. Читать дальше...

د افغانستان صنعت کاران د خپلو ستونزو د نه هواري له امله سر ټکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وایي، تر اوسه یې هم کارخونو ته کافي برښنا نه‌ده برابره شوې او د ځمکې او مالیې د ورکړې په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي. د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې رییس عبدالجبار صافي نن ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ستونزو د حل لپاره د طالبانو حکومت له مسوولانو سره خبري دوام لري. صافی وایي، د برښنا نشتوالی د کارخونو لپاره یوه جدي ستونزه ده، له همدې امله دوی له برښنا شرکت غوښتي چې د وارداتي برښنا تر څنګ دې له داخلي سرچینو هم یادو کارخونو ته برښنا ورکړي. په ورته مهال د کابل... Читать дальше...

په کابل کې چین سفارت افغان سوداګرو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، افغان سوداګرو ته د چین د ویزو ورکړه پیل شوې او په نورمال ډول روانه ده. د دې خونې سرپرست یونس مهمند نن ازادۍ راډیو ته وویل، افغان سوداګرو ته د لا ډېرو ویزو ترلاسه کولو لپاره د هغوی اسناد راټول شوي او د پروسس په حال کې دي. خو مهمند دا ونه ویل چې تر اوسه څو تنو افغان سوداګرو ته د چین ویزې ورکړل شوي دي. څو ورځې مخکی د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې وویل، افغان سوداګرو ته د چین ویزو د وېش لړۍ به د روان میلادي کال د اګست میاشتې په لومړیو کې پیل شي. وړاندې... Читать дальше...

د خيبرپښتونخوا پولیسو په مټه کې وسله والو سره نښته کړې

Pa.azadiradio.com 

د خيبرپښتونخوا په سوات کې پولیس وايي چې په مټه کې له وسله والو سره په نښته کې یو پولیس افسر ژوبل شوی دی. د سوات ځايي پولیسو پرون رسنیو ته ویلي، د مټې په شاوخوا کې د وسله والو د شتون معلومات ترلاسه شوي ول چې پر ضد يې د اقدام لپاره د پوليسو ډله ولېږدوله. د پولیسو په بیان کې راغلي، د شور او سردان په غرونو کې عملیات روان و چې نښته وشوه او یو پولیس په کې ټپي شو. ځينو نورو حکومتي سرچينو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې په دې پېښه کې څلور پولیس ټپیان شوي، خو دا شمېر رسماً نه دی تایید شوی. له... Читать дальше...

د سېلاوونو له وجې د کراچۍ منډیۍ کې سبزۍ کمې شوې دي

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې د سبزیو سوداګر وايي، د تېرې میاشتې بارانونو او سېلاوونو له وجې په منډیۍ کې د سبزیو کمښت دی چې له وجې یې په راتلونکې کې د بیو لوړېدو وېره ده. په سیند او بلوچستان کې سېلاوونو لویې لارې خرابې کړې دي او همداراز ځینې مهم پلونه یې وړي دي چې له وجې یې کراچۍ ته د سبزیو لېږد اغېزمن شوی. ویډیويي رپورټ.

پنټاګون: له افغانستانه د امریکا ځواکونو په وتو سره مو لومړیتوبونه بدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال کالن کال پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل، تېر کال له افغانستانه د متحده ایالاتو د سرتېرو وتل د دې ښکارندوی ده چې د امریکا لومړیتوبونه بدل شوي، خو دوی باور لري چې افغانستان ته لاسرسی لرلای شي. په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال وايي، دې پېښې وښوده که دوی په افغانستان کې سرتېري هم نه‌لري، د ترهګرو ډلو ځپلو ته رسېدای شي. کالن کال وویل: "زما په نظر کوم برید چې لس ورځې مخکې د القاعده په... Читать дальше...

ایف بي آی د ډونالد ټرمپ پر کور عملیات کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د ایف بي آی اجنټانو یې پر کور عملیات کړي او د ده شخصي بکس یا سیف یې پلټلی دی. د ټرمپ د کور دا بېسارې پلټنه د یو شمېر هغو قضیو په څېړنو کې د جدیت ښکارندویي کوي چې ټرمپ د ولسمشرۍ له وخته ورسره مخامخ دی. د امریکا عدلیې وزارت او دغه راز په واشنګټن او میامي کې د ایف بي آی یا فدرالي څېړنو دفترونو له تبصرې کولو ډډه کړې ده. نیویارک ټایمز د دوو کسانو په حواله چې پر دې څېړنو خبر دي ویلي، د اسنادو هغه بکس پلټل شوی چې ټرمپ له سپینې ماڼۍ نه وړی دی.

امریکا پر افغان شیعه ګانو وروستي بریدونه وغندل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د عاشورا په ورځو کې هغه خونړي بریدونه چې د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې شوي او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې اخیستی په کلکه غندلي دي. سفارت په خپله ټوېټرپاڼه کې د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ پر عبادت کوونکو برید د غندنې وړ عمل بللی او ویلی یې دي چې افغانان باید وکولای شي چې په سوله کې عبادت وکړي. د کابل په لویدیځ کې چې اکثریت وګړي یې شیعه ګان دي د جمعې او شنبې د ورځې په بریدونو کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. Читать дальше...


Музыкальные новости
Семён Слепаков

Семен Слепаков решил избавиться от последнего бизнеса в России





Персональные новости
Внуково

Shot: рейс Turkish Airlines вернулся во Внуково из-за криков и танцев пассажира





طالبان: پکتیکا کې د درېیو پاکستاني طالبانو د وژنې په اړه څېړنه کوو

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو او د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي پرون دوشنبې تایید کړه چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي ټي جګپوړی مشر عبدالولي چې په عمر خالد خراساني مشهور و له خپلو درېیو همکارانو سره په افغانستان کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د طالبانو د حکومت ویاند ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي. خراساني هغه قوماندان و چې متحدو ایالتونو یې پر سر درې میلیون ډالره انعام ټاکلی و. نوموړی یوه اونۍ وروسته له هغې په افغانستان کې وژل کېږي چې امریکا په کابل کې د بې بیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو خبر ورکړ. Читать дальше...

طالبان سوالګرو ته د کار زمینه برابروي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي،له کابل ښاره ټول سوالګر راټولوي. د هغې خبرپاڼې له مخې چې د طالبانو د ریس الوزرا د لومړي معاونیت له دفتره خپره شوې، د طالبانو د مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده د حکم له مخې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته دنده سپارل شوې چې د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې ټول سوالګر راټول کړي او د ستونزو پر هواري یې ژر کار پیل کړي. د خبرپاڼې له مخې هغه سوالګر به چې کسب یې زده وي، ورته د کار زمینه برابره شي او د سوالګرو له سرپرستانو به تعهد اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال نه کوي. Читать дальше...

امریکا د ایران اټومي لانجې د حل لپاره یوې هوکړې ته چمتووالی وښود

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې یوه چارواکي پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره خبرې پای ته ورسېدې او د یوې موافقې وروستی متن ښکېلو لورو ته وړاندې شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، متحده ایالات چمتو دی چې ژر یوه هوکړه ترلاسه شي. د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل ویلي، پر ټولو مسایلو خبرې شوي او نور ښکېل لوري باید سیاسي پرېکړې وکړي. تهران هم ویلي، لومړنی ځواب یې ورکړی خو په دې اړه اړتیا ده چې نور بحثونه وکړي. Читать дальше...

نن د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوره لوبه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شل اوره سیالیو په ترڅ کې لومړۍ لوبه نن د افغانستان او ایرلنډ ټیمونه په بلفاست کې کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان ټیم دغې لوبې ته ښه تیاری نیولی دی. هوتک زیاتوي: "دغو لوبو ته افغان کرکټ ملي لوبډلې پوره چمتوالی نیولی دی. انشاالله پایله به یې ډېره ښه وي او همداراز ویلی شم چې دغه لوبه به د کابل په وخت ماښام اوه بجې پیل شي." د افغانستان او ایرلنډ ټیمونه د دغو لوبو په لړ کې پنځه شل اوره لوبې کوي. د دواړو ټیمونو ترمنځ بله لوبه به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. Читать дальше...

د ایران د اټومي لانجې د حل په موخه خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې اروپایي ټولنې پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د ایران د اټومي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره د یوې موافقې متن وروستی شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې متحده ایالات چمتو دی چې ژر تر ژره یوه معامله وکړي. وروسته له هغې چې د اروپايي ټولنې یوه چارواکي پرون دوشنبې اعلان وکړ، چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د بیا راژوندي کېدو لپاره خبرې پای ته ورسېدې او د یوې موافقې وروستی متن ښکېلو لورو ته وړاندې شوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، متحده... Читать дальше...

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د یو مهم قوماندان وژنه تایید شوه

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو او د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي پرون دوشنبې تایید کړه چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي ټي جګپوړی مشر عبدالولي چې په عمر خالد خراساني مشهور و له خپلو درېیو همکارانو سره په افغانستان کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د رویټرز د راپور له مخې پاکستاني چارواکو ویلي، د خراساني وژنه ښایي د سولې پر هغو پڅو خبرو یو ګوزار وي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت ترمنځ په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په منځګړیتوب ترسره شوي دي. خراساني چې له ټي ټي پي جلا یې د جماعت... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Блиц-матч по шахматам между двумя командами провели в павильоне «Спорт для каждого»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
ATP

Хачанов победил Черундоло и пробился в 1/8 финала турнира ATP в Майами


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о создании информационной системы состояния окружающей среды





Путин в России и мире
Москва

Мособлдума выступила за присвоение Красноармейску высокого звания


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Киев признал стагнацию ВСУ по всей линии фронта


Навальный в России и мире
Москва

«С какой целью вы пришли почтить память? Он вам родственник?» В Москве осудили девушку, которая пришла возложить цветы в память о Навальном



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)



Москва

В Москве предложили ввести номерные знаки для велосипедов курьеров

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net