د ازادي راډیويي مجلې خپرونه کې به واورئ چې په کندهار کې لسګونه نوي تاریخي ابدې او سیمې ثبت شوي.
دغه راز د تاریخي سیمو په اړه د یوه متخصص نظر اورېدلی شئ.
داراز په دې خپرونه کې به له دې خبرېږئ چې په ننګرهار کې د معاصر ادب تاریخ چاپ شوی.
په دې خپرونه کې په نورو موضوعاتو هم بحث شوی.
د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
په کابل کې د چارشنبې په ماښام په یوه جومات کې په چاودنه کې د یوه مشهور ملا په ګډون لږ تر لږه شل کسان ووژل شول او لسګونو نور ټپيان شول.
دا پېښه د لمانځه پر مهال شوې. نور حال په دې ويډیو کې وګورئ.
په کندهار کې د سلګونو کسانو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې، چې طالبان یې د خلکو لویه ولسي غونډه بولي.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، په دې غونډه کې تر ۳۰۰۰ زیاتو قومي مشرانو، دیني عالمانو، فرهنګیانو او دولتي چارواکو ګډون کړی دی.
داسې ښکاري چې دې غونډې ته هم د طالبانو پلوي کسان وربلل شوي او باختر اژانس یې د ویناوو هغه برخې خپروي چې د طالبانو د حکومت په پلوي وي.
څه باندې میاشت مخکې کابل کې هم د دیني عالمانو یوه غونډه رابلل شوې وه، چې د طالبانو په خبره تر ۳۵۰۰ زیاتو کسانو په کې برخه اخیستې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا د بشردوستۍ نړیوالې ورځې په درشل کې د خپلو ټولو کارکوونکو په ځانګړي ډول ښځینه همکارانو مننه کړې چې په افغانستان کې په خورا سختو شرایطو کې د خلکو تر څنګ ولاړ دي.
سبا د اګست ۱۹مه د بشردوستۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو په خبره په افغانستان کې بشري بحران په پراخېدو دی او د دغه هېواد تر نیمايي زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په لوګر کې له ۸۴ سېلاب ځپلیو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل، د کاسوو او سربیا د رهبرانو ترمنځ په لوړه کچه خبرې پیل کړې.
په بروکسل کې د دغو خبرو هدف د کاسوو او سربیا ترمنځ د کړکېچ کمول دي او له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې، چې انعطاف وښيي.
د اروپايي ټولنې منځګړي وايي، هیله من دي چې دغه خبرې وکړای شي په بالکان حوزه کې کړکېچ کم کړي او دواړه لوري له لانجمنو لفاظیو ډډه وکړي.
بورېل نن په ټویټر کې لیکلي: "د کاسوو په شمال کې وروستي کړکېچ وښوده چې د دې وخت راغلی څو د بشپړ عادي مسیر خوا ته حرکت وکړو."
د اروپايي ټولنې... Читать дальше...
جرګو ته د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) په شمول د شاوخوا ټولو سياسي ګوندونو استازي او د سيمې مدني فعالان، ليکوالان او هنرمندان وربلل شوي ول. خو په جرګه کې د صوبې د حکمران ګوند تحريک انصاف هېڅ استازي شرکت و نه کړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له نړیوالو د ښه تعامل غوښتنه وکړه.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو د یو کال په پوره کېدو سره هم تر اوسه د دوی حکومت د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوی، خو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې وايي، د طالبانو رهبري پر بهرنۍ پالیسۍ بوخته ده او په خبره یې که رسمیت پېژندنه مو نه ده ترلاسه کړې، د افغانستان ښه استازیتوب مو کړی دی.
امیر خان متقي، نړۍ نه د مثبت تعامل د غوښتني تر څنګ ټینګار وکړ، چې د دوی حکومت ولسي مشروعیت تر لاسه کړی دی.
متقي... Читать дальше...
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (اې اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي دي چې خالق داد بابړ د هغو وسله والو په ډزو کې وژل شوی چې د اګست پر ۱۳مه یې پر امنیتي سرتېرو برید کړی وو.
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي دي چې د اګست پر ۱۷مه د ماښام لمانځه پر مهال په جومات کې په چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی. د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اګست پر ۱۸مه وویل چې په پېښه کې ۳۳ کسان ژوبل شوي هم دي. اسوشيېټډ پرېس اژانس وايي، ځانمرګي برید د خیرخانې په صدیقیه جومات کې ځان والوځاوه. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. خو تر دې مخکې په جوماتونو او نورو عبادتځایونو کې یوشمېر خونړي بریدونه شوي دي. د افغانستان پېژندل شوی دیني عالم قاضي لودین وايي، اسلامي شریعت په جومات... Читать дальше...
د طالبانو په حکومت کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۲۱ بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو او سختو اورښتونو له امله ۸۱ کسان مړه شوي او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د طالبانو په حکومت کې طبیعې پېښو ته د رسېدنې وزارت وايي، د تېر لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې له پنځه ویشتمې د روان لمریز کال تر همدې نېټې د پرلپسې زلزلو او سېلابونو له امله ۱۵۱۱ تنه مړه شوي، ۳۷۲۵ نور ټپیان شوي نږدې ۲۴ زره کورونه تخریب او ویجاړ شوي، نږدې سل زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او دغه شان له اته زره ډېر څاروي وژل شوي دي. Читать дальше...
د یاییر لاپید دفتر د اګست پر ۱۷مه وویل، اسراییل او ترکیه به د یوشمېر کلونو په موده کې په لومړي ځل سفارتي تعلقات بحال کړي او سفیران به واستوي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وویل، "په ګلان کیمپ او د خوست په نورو سیمو کې وزیرستانیو کډوالو سره منظمې مرستې روانې دي.
د سوات قامي جرګې له حکومته غوښتي دي چې په سیمه کې دې د ناامنۍ مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي. د اګست پر ۱۷مه په مینګوره کې جرګې ته د یوشمېر ګوندونو ګڼ سیاستوالان او قامي مشران ورغلي ول. دا په داسې حال کې ده چې د اګست په لومړۍ اوونۍ کې سیمې ته د وسله والو د ورتګ خبرونه خپاره شول. د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسله والو د فعالیتونو د مخنیوي هڅې کوي. د پاکستان پوځ ویلي دي چې په سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ په اړه خبرونه "پر مبالغې ولاړ" دي. ویډیويي رپورټ.
اسوشيېټډ پرېس اژانس وايي، یوه ځانمرګي بریدګر د اګست ۱۷مې پر ماښام د خیرخانې مېنې په صدیقیه جومات کې ځان والوځاوه چې پکې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او لږترلږه ۲۷ ژوبل دي.
د طالبانو د حکومت کابل امنیه قوماندانۍ مني چې تېر ماښام د کابل ښار ۱۷ حوزې اړوند خیر خانې سیمه کې د چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.
د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومانداني مني چې د چهارشنبې په ماښام په خیرخانه سیمه کې د صدیقیه په نوم جومات کې د شوې چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د دې قوماندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته په یو پیغام کې لیکلي: "ه ډېرې خواشينۍ سره باید ووایم چې پرون ماښام د ۱۷مې حوزې اړوند په یو جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې له امله... Читать дальше...
غنم په بېلا بېلو بڼو استعمالېږي خو د پېښور سيد عابد شاه يې له دوزو يا ډنډرونو څخه بیا انځورونه جوړوي خو ورسره دا ويره لري چې که بل څوک ورڅخه دغه هنر زده نه کړي نو ښايي ختم شي. هغه په کور کې انځورونه جوړوي او مازیګر يې د پېښور په بازار کې خرڅوي.
په کابل کې د یو شمېر ښوونیزو خصوصي کورسونو مسوولین وايي، طالبانو یې د کورسونو دروازې تړلي دي.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال وروسته طالبانو په یو تازه اقدام کې، په کابل کې یو شمېر ښوونیز خصوصي کورسونه هم تړلي دي.
په کابل کې د ۲ کورسونو زده کوونکې عایشه او نادیه وايي، د کورس دروازې یې مهرلاک شوي دي.
دوی وايي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا حالت ډېر نا هیلی کوونکی دی، ځکه د دوی په خبره د ښوونځيو په تړل کېدو سره ډېرو نجونو کورسونو ته مخه کړه خو اوس یې په کورسونو کې هم د زده کړو مخه نیول کېږي. Читать дальше...
روسیې پرون چهارشنبې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د څه باندې ۳۳ زره نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.
دا په تېرو پنځو میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ده.
په روسیه کې په وروستیو اوو اونیو کې پر کوویډ۱۹ ناروغۍ د زیاتو کسانو اخته کېدو ته په پام چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې ماسک واغوندي او د واکسین یو بل ډوز واخلي.
پرون په روسیه کې په روغتونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر له ۳۱۰۰ تنو اوښتی وو.
ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش د اوکراین په لیویف ښار کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د ترکیې له ولسمشر رجب طیپ اردوغان سره وګوري.
ګوټيرش به چې پرون دې ښار ته رسېدلی، د روسیې له خوا د اوکراین د محاصره شوې اټومي تاسیساتو د امنیتي وضعیت او پر اوکراین د روسیې د نږدې شپږ میاشتني یرغل د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي به د اوکراین د تور سمندرګي له هغه بندر څخه هم کتنه ترسره کړي چې په دې وروستیو کې ورڅخه بیا د اوکراین د غلو دانو صادرات پیل شوي دي. Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، له خپلو شریکانو سره یوځای په افغانستان کې درې نیم میلیونه داخلي بېځایه شویو او نورو زیانګالو ډلو ملاتړ ته ژمن دي.
د دغې ادارې د پروني ټویټ له مخې دغه شمېر کسان د شخړو او نورو ستونزو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د دغو کسانو د اړتیاوو پوره کولو لپاره دوی پر خپلو تمویلوونکو حساب کوي، ځکه د دوی عاجل ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږي.
که څه هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په دغه هېواد کې دوه ملیونه او ۲ لکه زیانګالې مېرمنې او نجونې چې عمرونه یې د ۱۵ او ۴۹ کلونو ترمنځ دي رواني ملاتړ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، چې دغه ښځې او نجونې د خوندیتوب او ښې روغتیا لپاره هم لاسنیوي ته اړتیا لري.
وروسته له هغې چې طالبانو کال مخکې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د نجونو پرمخ یې تر شپږم پورته ټولګي وتړل او ګڼې ښځې یې له کاره منع کړې.
په ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې دې وضعیت د افغان نجونو... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغي لا هم ختمه شوې نه ده.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په یوه اطلاعیه کې له ځوانانو غوښتنه کړې چې له کرونا ویروس د خوندیتوب لپاره پخوانۍ سپارښتنې رعایت کړي، چې هغه د ماسک کارول، د کرونا ضد واکسین لګول، له نورو د جسمي فاصلې رعایتول، په وار- وار په صابون لاس مینځل او له نورو خلکو سره د خپلو وسایلو نه شریکول دي.
د ولدومیټرز ویبسایټ په وینا، په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې نږدې یو لک او ۹۰زرو ته رسېږي او پرون هم د څه باندې ۲۰۰ مثبتو پېښو راپور ورکړل شوی دی.
ایرلنډ افغانستان ته د کرکټ په پرونۍ شل اووره مسابقه کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبلړۍ ګټونکی شو.
پرونۍ لوبه افغانستان پیل کړه، چې په ۱۵ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۵ منډې وکړې.
لوبه د باران له کبله وځنډېده او بالاخره پرېکړه وشوه، چې ایرلنډ به په ۷ اوورونو کې ۵۶ منډې کوي.
افغانستان د دغو پنځو مسابقې دوې هغه ګټلې او ۳ یې ایرلنډ وګټلې.
د یونان چارواکي وايي، یوه کښتۍ چې په لسګونو پناه غوښتونکي په کې سپاره وو، پرون د دغه هېواد د جنوب یوه ټاپو ته نږدې ډوبه شوه.
د یونان ساحلي ساتونکو ویلي، په دې کښتۍ کې ناستو کسانو شمېر ۹۷ ته رسېده، خو د هغوی د هویت په باب یې څه نه دي ویلي.
د دوی په وینا په دې پېښه کې څوک ټپي یا ورک شوی نه دی.
د کیتیرا نیوز ویبسایټ د راپور له مخې، ګومان کېږي دغه کسان چې پنځه ښځې او پنځه ماشومان هم په کې شامل دي د افغانستان وګړي وي.
لا معلومه نه ده چې دغه کښتۍ کله له کومه ځایه روانه شوې وه.
د منځني ختیځ،... Читать дальше...
ترکیه وايي، پرېکړه یې کړې چې اسراییل ته خپل سفیر ولېږي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون چهارشنبه په انقره کې یوه خبري کنفرانس ته له اسراییل سره د ډیپلوماتیو اړیکو د بشپړې احیا په باب وویل: "موږ د ترکیې له اړخه پرېکړه وکړه، چې د اسراییل په بیت المقدس کې خپل سفیر وګمارو. په بل ګام کې ولسمشر ته د سفیر د نوم تر وړاندې کولو وروسته دا لړۍ رسماً پیلېږي."
ترکیه چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په ۱۹۴۹م کال کې لومړنی هېواد و، چې اسراییل یې په رسمیت وپېژاند، خو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا هم له کړکېچ سره ملې وې.
Спорт в России и мире
Москва
Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Шнайдер проиграла Бадосе на старте турнира WTA в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Швеция хочет ограничить доступ в Балтийское море российским танкерам
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии отечественного судостроения
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко сравнил Всебелорусское народное собрание с «пустотой»
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Владимир Зеленский подтвердил ракетный удар по аэродрому в Джанкое
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Певец
Певец Стас Михайлов пригласил на свой юбилейный концерт пенсионерку из Орла
Москва
В Москве водитель убил пешехода за замечание о парковке на тротуаре
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net