د خيبر پښتونخوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د پښتونخوا کالج اف ارټس د زده کوونکو د فراغت په مناسبت دوه ورځنی کلتوري نندارتون شوی وو. په نندارتون کې زده کوونکو بېلا بېل انځورونه، جامې، پيزار او نور شيان جوړ کړي ول. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
ښاغلي عظيم عظیمي ازادي راډیو ته په یو پیغام کې یوازې دومره لیکلي چې، دی له بنده ازاد شوی خو نور جزيات يې ور نه کړل.
د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همزار هم ازادي راډیو ته لیکلي چې نوموړی یې وخته ازاد کړی خو نېټه یې مشخصه نهکړه.
افغان مدني فعال عظیم عظیمي د جنورۍ په ۱۸مه نېټه وروسته له هغې طالبانو ونیوه چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تګ په غبرګون کې يې لاریون پلان کړی و.
هغه سفر بیا پر ټاکلې نېټه ترسره نهشو.
ښاغلي عظیمي چې له کلونو راهیسې يې په... Читать дальше...
طالب چارواکو رسنیو ته تأیید کړې چې دغو خلکو ته د سړک غاړې په یوه ماین چاودنه کې مرګژوبله اوښتې ده.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالله حقاني په یوه پیغام کې منلې چې وژل شوی کس د دوی عسکر و او په ټپيانو کې هم دری طالبان شامل دي.
چاودنه سهار هغه وخت شوې چې د طالبانو موټر له اسداباد ښاره د غازي اباد ولسوالۍ په لور روان و.
تر دې مخکې هم کونړ کې د طالبانو پر رينجر موټر چاودنې شوي چې پهکې طالب سرتېرو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول شوي.
یو شمېر هغه افغان ځوانان چې له ترکیې ایستل شوي وایي، سره له دې چې په افغانستان کې یې بېلابېلو بنسټونو ته مراجعه کړې، خو تر دې دمه کوم بنسټ ورسره مرسته نهده کړې.
د دوی له ډلې يې يو شمېر ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي، چې د ترکیې د پولیسو له لوري ورسره بد چلند شوی او په اجباري توګه له هغه هېواده را ایستل شوي دي.
په ورته وخت کې یو شمېر هغه کورنۍ چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي هم په دې اندېښمنې دي، چې د ترکیې د پولیسو له لوري به ونیول شي او افغانستان ته به راستانه کړل شي.
عمران چې د لوګر ولایت... Читать дальше...
کندهار کې يوه پانګهوال په خپل شخصي لګښت د کرنې او مالدارۍ يو عصري کمپلکس جوړ کړی دی.
د یو ميلیون ډالرو په ارزښت پر سلګونه جريبه ځمکه د جوړ شوي دې کمپلکس مسؤلين وایي، موخه یې د کرنې او مالدارۍ ترمنځ اړيکه پياوړې کول او د خوړو خونديتوب دی.
په دې اړه د صادق رښتيني راپور د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
د دې ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته په اته وکټونو ماته ورکړه.
دواړه لوبډلې له پخوا د یو بل سرسختې سیالانې بلل کېږي چې له امله يې د نننۍ لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي.
د هند او پاکستان لوبه چې تر پایلوبو کمه نه بلل کېږي ځکه د دواړو ټيمونو میلیونونه مینهوال دا لوبه په ژوندۍ بڼه ګوري او سټډيوم هم تل له ننداره چیانو ډک وي.
دا سيالي د دوبۍ په وخت د ماښام په شپږو بجو پيلیږي، ويل شوي دي چې د لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي دي.
د هند د کرېکټ کپټان روهیت شرما په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که څه هم د هند او پاکستان ټیمونه سر سخته سیالان بلل کېږي خو د لوبغاړو لپاره یوه لوبه ده او د ګټلو هڅې به یې کوي. Читать дальше...
پاکستان په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه رد کړي چې ګواکې خاوره یې د افغانستان یا بل ګاونډي هیواد پرضد کارېږي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب وایي، پاکستان باید اجازه ور نهکړي چې فضایي حریم یې د افغانستان پر ضد وکارول شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د امریکا یوې بې پيلوټه الوتکې د کابل ښار په شېر پور سیمه کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او وواژه.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد، چې د دغه وزارت د کلني راپور ورکولو پر مهال یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د ده د معلوماتو له مخې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان خاورې ته ننوتلې وې. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، ښايي افغانستان د خبرونو له سرټکو څخه وتلی وي، خو لا هم په دغه هېواد کې د خلکو حالت خراب دی.
د برما په رنګون (ینګون) ښار کې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ له خپل نیکه او یوه ښوونکي څخه دودیزه لوبه زده کوي چې پکې د توپ یا بال په وسیله بېلابېل چلونه یا کرتبونه ښيي. په برما کې د دې ډول لوبې لپاره ځانګړي فلزي (داتي) توپونه کارېږي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د اروپایي ټولنې چارواکي وایي چې، په تېر یو کال کې طالبانو د منځ لاریتوب کومه نښه نه ده ښودلې او د افغانستان په انزوا بیه یوازې عام ولس پرې کوي.
يادې ټولنې په افغانستان کې وروستی بشري وضعیت کړکېچن بللی او ویلي دي چې، دا مهال ۷۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې استازي جوزپ بوریل ویلي، ښایي افغانستان د نړیوالو خبرونو له سر ټکو راښکته شوی وي خو د افغانستان د خلکو وضعیت لاهم کړکېچن دی.
د افغانستان د اوسني کړکېچن وضعيت له امله تر بل هر څه عام خلک ډېر زيانمن شوي دي. Читать дальше...
په پاکستان کې روانو سېلاوونو د سيند صوبې لکونه خلک بېکوره کړي دي. صوبايي حکومت يوشمېر سېلاو ځپلي د کراچۍ په سکولونو کې ځای پر ځای کړي دي. بلخوا هلته زياتو اورښتونو او سېلاوونو زياتره فصلونه هم تر اوبو لاندې کړي دي. نور حال د نياز علي خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د قزاقستان حکومت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د یوه کال لپاره یې د وسلو ټول صادرات ځنډولي دي.
د دې پرېکړې د لامل په اړه څه نهدي ویل شوي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف په دې وروستیو کې اندېښنه څرګنده کړه چې د قزاقستان وسلې ممکن د اوکراین په وړاندې د روسیې د روانې جګړې پر مهال سیمهيیزو نظامي شخړو ته لار هواره کړي.
د پخواني شوروي د دغه جمهوریت مشرتابه، چې له روسیې سره نږدې اقتصادي اړیکې لري، اندېښنه لري چې د مسکو جیوپولیټیک هیلې کېدای شي له اوکراین څخه هاخوا وغځول شي، نو ځکه دوی هڅه کوي... Читать дальше...
اوکرایني چارواکو ځکه د آیودین تابیلتونه خلکو ته ورکړي چې له اټومي بټۍ د احتمالي زهرجنو ګازونو د وتلو په وړاندې خوندي و اوسي.
اوکراین او روسیې دواړو یو بل د دې لویې اټومۍ بټۍ شاوخوا د ډزو په پيل تورن کړي.
متخصصین د اټومي بټۍ شاوخوا د جګړې له دوام اندېښمن دي او هم دا چې پنجشنبه د دې اټومي بټۍ او د اوکراین د برېښنا د شبکې اړیکه پرې شوه.
د برېښنا په بندېدو د ریکتورونو د سړېدو د سیسټم د پڅوالي اندېښنې مطرح شوې.
راپورونه وايي، تر اوسه ياده اټومي بټۍ له برېښنا سره بېرته نه ده وصل شوې.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې یې له ۲۷۰۰۰ سېلاب ځپلو سره مرسته کړې ده.
دغه سازمان د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې، دغه مرستې روانه میاشت په ۱۲ ولایتونو کې شوي دي.
د طالبانو د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې د تېرې یوې شپې او ورځې په اوږدو کې په ننګرهار او لغمان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ډېر مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ملګرو ملتونو مطبوعاتي څانګې لیکلي چې غونډه دوشنبه ماسپيښين د بندو دروازو تر شا دایریږي او د افغانستان په حالاتو به پهکې بحث وشي.
د راپورونو له مخې دا غونډه د روسیې په غوښتنه ترسره کېږي او ویل شوي چې د افغانستان په اوسنیو اقتصادي او بشري حالاتو باندې بحث وشي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم رسنیو ته تأیید کړې چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکی مارټین ګریفټس د افغانستان د شرایطو په اړه راپور وړاندې کړي.
ملګرو ملتونو داسې وخت... Читать дальше...
طالب چارواکي وايي، په تېره ورځ او شپه کې په ننګرهار او لغمان کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي.
د افغانستان په شاوخوا لسو ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي دي چې خلک يې له کړاوونو سره مخ کړي دي.
په همدې حال کې یو شمېر سېلاب ځپلي خلک وايي چې مرستې ته منتظر دي.
بي بي جماله چې د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکې ده وايي، د سېلاب له امله يې کور ويجاړ شوى او د مرستې په تمه ده.
نوموړې وايي: "موږ هیڅ نهلرو، زما د زوی کور جلا و. دا زما کوټه وه او دا بله کوټه د دوی وه،... Читать дальше...
نیویارکر:
نیویارکر تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده: "د کابل له سقوط کال وروسته"
دا خپرونه لیکي، په عام ډول د کلیزو نمانځل په اوسنۍ سیاسي زمانه کې د تېر معنی ورکوي.
خپرونه بیا د امریکا په استازیو جرګې کې د جمهوري غوښتونکو راپور ته اشاره کوي چې د ستراتیژیکې ناکامۍ په نوم یې روانه میاشت خپور کړ.
په دې راپور کې پروسږکال له افغانستانه د پاتې امریکایي سرتېرو پر وتلو او له افغانستانه د تخلیې پر بهیر نیوکې شوې دي.
سپینې ماڼۍ دا راپور د یوه حزب وباله او څرګنده یې کړه چې د دې راپور هدف د خلکو تېر ایستل دي. Читать дальше...
د پاکستان د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې NDMA د شمېرو له مخې د سېلابونو له امله د مړو شمېر نږدې زر کسانو ته رسېدلی دی او نږدې یو نیم زر نور کسان ژوبل دي.
حکومت له زیانمنو سره د مرستو لپاره ۳۸ میلیارده روپۍ ځانګړې کړي.
د شنبې تر ناوخته د اعلان شویو شمېرو له مخې ۹۸۲ کسان په ټول پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله مړه شوي.
ویره یې شته چې د مړینو شمېر تر دې څو چنده لوړ وي ځکه عام خلک اندېښمن دي چې ګڼ نور کسان سېلابونو وړي او مړی او ژوند یې نه دی معلوم.
وروستیو سېلابونو شاوخوا ۳۳ میلیونه... Читать дальше...
افغان لوبډلې د سرېلانکا د ۱۰۶ منډو هدف د سیالۍ د یوولسم اور په لومړي بال په دوه وېکټو پوره کړ.
افغانستان د اتو وېکټو په توپیر دا لوبه له سرېلانکا وګټله.
افغان توپ وهونکو له دې ډلې رحمان الله ګربز په ۱۸ بالونو د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۴۰ چټکې منډې وکړې، ترڅنګ یې حضرت الله ځاځي ۳۷، او ابراهیم ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.
په بالنګ کې هم د افغانستان ځوان لوبغاړي فضل الحق فاروقي د سرېلانکا درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان د کرېکټ د ملي ټيم د بالنګ روزونکی عمرګل د فاروقي له لوبې خوښي وښوده او ویې ویل... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Учитель из Бутово стала «Гуру физкультуры»
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Самсонова победила Осаку и вышла в третий круг турнира WTA 1000 в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Учения по ликвидации лесных пожаров прошли в Богородском округе
Путин в России и мире
Москва
Мария Захарова раскритиковала высказывание Нэнси Пелоси о Путине и протестах в США
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Продюсера Reuters арестовали за публикацию материалов на YouTube-канале «НавальныйLIVE»
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Рэпер Баста благословил девушку на брак во время своего концерта
Москва
Спецвыпуск журнала «Стратегии развития» посвященный героям Великой Отечественной войны и Специальной военной операции
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net