Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 22.08.2022

د اجباري حجاب ملاتړ په تړاو د طالبانو وروستۍ ادعا غبرګونونه پارولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان د طالبانو د حکومت له خوا د اجباري حجاب په اړه له نیوکو او غبرګونونو سره سره، د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په تېر یو کال کې د دوی له خوا د حجاب په اړه له صادر شوي فرمانه په افغانستان کې دننه د افغان مېرمنو لخوا تود هرکلی او ملاتړ شوی دی. په کابل کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د طالبانو د مشر لخوا د حجاب په اړه صادر شوی فرمان سره له دې چې عملي شوی، په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ هرکلی هم شوی. ... Читать дальше...

ګلان کیمپ ته نوې ورغلې وزیرستانۍ کورنۍ سرپناه غواړي

Mashaalradio.com 

د خوست په ګلان کیمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، په تېر یو کال کې هلته شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ ورغلي چې سرپناه نه لري او تر اوسه ورسره هېڅ اړینې مرستې نه دي شوې. دوی غوښتنه کوي چې اړونده ادارې او موسسې دې له خوست او پکتیکا څخه ورغلې کورنۍ رجسټر کړي. د طالبانو حکومت وايي، هڅه کوي چې د ټولو وزیرستانیو کډوالو اړتیاوې پوره کړي. ویډیويي رپورټ.

په افغانستان کې د کووېډ۱۹ مثبتې پېښې په ډېرېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرې یو میاشتې په پرتله په افغانستان کې په کووېډ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولان، په وروستۍ یوه میاشت کې په دغه هېواد کې د کووېډ۱۹ ناروغۍ د زیاتېدو خبر ورکوي او له خلکو غواړي څو روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره میاشت په کووېډ۱۹ د اخته کسانو شمېر د ټول هېواد په کچه ۲۳۰۰ و خو په روانې میاشت کې درې، څلور زروته لوړ شوی دی. زمان زیاتوي... Читать дальше...



افغانستان کې ناامني؛ د نړیوالو موسسو ۸ کارکوونکي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې نړیوالې ادارې افغانستان په هغو هېوادونو کې حساب کړی دی چې په روان ۲۰۲۲ کال کې د مرسته کوونکو موسسو ډېر کارکوونکي په کې وژل شوي دي. د پاملرنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې افغانستان له جنوبي سوډان وروسته د بشري مرستو د کارکوونکو لپاره خونړی هېواد دی چې یوازې په روان کال کې د بشري مرستو د برخې ۸ کارکوونکي په کې وژل شوي دي. په راپور کې ویل شوي، دې ۸ کسانو د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې کار کاوه چې د روان کال د فبروري په ۲۴مه په افغانستان کې ووژل شول. په راپور کې د... Читать дальше...

روغتياپالان: زابل کې د نس ناستې ناروغي ډېره شوې

Pa.azadiradio.com 

د زابل ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې لسګونه کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي او لږ تر لږه یو تن ورڅخه مړ شوی دی. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي نن ازادي رادیو ته په دې اړه وویل، له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د زابل په بېلابېلو ولسوالیو کې د نس ناستې ناروغي خپره شوې او یو شمېر ماشومان ورڅخه مړه شوي دي. تر دې مخکې په هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د نس ناستې ناروغۍ له امله لسګونه کسانو د اخته کېدو او يو شمېر نورو د مړه کېدو راپورونه ورکول شوي وو.

'نن او سبا' په ۲۱ ولايتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوينه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن او سبا سې شنبې به هم په ۲۱ ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي. د دې ادارې له اټکل سره سم، په ګڼو ځایونو کې د نورو سېلونو د راوتلو احتمال شته. له پېښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، د وروستۍ یوې میاشتې په سېلونو کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه مړه شوي او ۲۵۰ نور ژوبل شوي دي. تر ټولو وروستۍ مرګونې پېښې د شنبې په ورځ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالي کې وه چې لږ تر لږه ۲۰ تنه په‌کې مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.

سېلابونو په پاکستان او افغانستان کې په سلګونو خلک وژلي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې چارواکي ‌وايي چې روان کال بارانونو او سېلابونو له ۷۰۰ زیات کسان وژلي دي. تر ټولو ډېر زیان په بلوچستان کې اوښتی او نورو صوبو ته د تګ لارې بندې شوې دي. بلخوا د رویټرز خبري اژانس له مخې، په افغانستان کې یوازې په يوه مياشت کې د وژل شويو شمېر ۱۶۵ دی. نور حال په دې ويډيويي رپورټ کې



افغانستان کې طبعي ناورين؛ تېرو درې ورځو کې ۴۰ تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

تېرو درې ورځو کې په لوګر، نورستان او غزني کې د سېلابونو د راوتو له امله لږ تر لږه ۴۰ تنه مړه شوي او پنځوس نور ژوبل شوي دي. د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، لوګر چې سېلابونو ډېر ځپلی، په خوشي ولسوالۍ کې یې شپږ بېړني کمپونه جوړ شوي او خلکو ته لومړۍ مرستې رسول شوي دي. لوګر، میدان وردګ، نورستان، لغمان او ننګرهار تېرو درې ورځو کې سېلابونو خورا ځپلي. د خلکو کورونه نړیدلي، کرنیزې ځمکې یې ویجاړې شوي او تر ټولو مهم ځاني زیان یې ور اړولی. د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې وزارت او سیمه‌ییزو... Читать дальше...

غیر سرکاري نتیجې: د کراچۍ قامي اسمبلۍ څوکۍ تحریک انصاف ګټلې

Mashaalradio.com 

له غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو سره سم، د پاکستان تحریک انصاف نوماند محمود مولوي د ۲۹،۴۷۵ رایو په ترلاسه کولو انتخابات وګټل. د متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) پاکستان نوماند معید انور ۱۳،۱۹۳ او د تحریک لبیک پاکستان محمد احمد رضا ۹،۸۳۶ ووټونه ترلاسه کړل.

افريقايي هېوادونو کې وچکالۍ ميلينونو خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ کړي

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې ويلي چې سږ کال نهه ميلیونه خلک په افریقايي هېوادونو ایتوپیا، کینیا او صومالیا کې د خوړو له سختې کمۍ سره مخامخ شوي دي. دغه اداره وايي چې اقليمي بدلون د نورې نړۍ په شان افریقا هم اغېزمنه کړې او هلته څه باندې ۲۰ ميليونه نور خلک بيا د خوړو د کمښت پر لور روان دي.

د کډوالو عالي کمېشنري: زده‌کړو او کار ته د افغان نجونو او ښځو ‌لاس‌رسی له خطر سره مخ شوی

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري"UNHCR" په افغانستان کې د نجونو او ښځو د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې. دې ادارې نن په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، افغان نجونې او ښځې د محدودیت له لوړو ګواښونو سره مخ دي. له زده‌کړو او کار د یو شمېر افغان نجونو او ښځو راګرځول، له شرعي محرم پرته یې په سفر بندیز او په ښځو په زور مخونه پټول، هغه څه دي چې طالبانو له واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې عملي کړي او پراخ غبرګونونه یې راپورته کړي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، افغان نجونې... Читать дальше...

اوکراين: د استخباراتو يو سيمه‌ييز مشر خپل کور کې مړ موندل شوی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراين د لويې څارنوالۍ دفتر پرون وويل، د دغه هېواد د استخباراتي خدماتو یو سیمه‌ییز مشر په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. لویې څارنوالۍ په ټلګرام کې ویلي اولیکساندر ناکونیچني د اوکراین په مرکزي ښارګي کروپينیڅکي کې په خپل اپارتمان کې د هغه د مېرمنې له خوا وړمه ورځ ناوخته د ډزو د ږغونو تر اورېدو وروسته مړ وموندل شو. پولیسو په دې باب څېړنې پیل کړې دي.

پاکستان: د موټر چپه کېدو پېښه کې ۹ پوځيان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وايي د دوی د یوه پوځي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۹ سرتېري مړه شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه پېښه د کشمیر په باغ ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه، چې سرتېري په پوځي ګزمه بوخت وو. په سیمه کې د پوستې یوه مسؤل محمد الطاف ویلي دا موټر د پوځي کاروان برخه وه، چې تر روانېدو لنډه شېبه وروسته چپه شو.

عربي امارات ايران ته خپل سفير لېږي

Pa.azadiradio.com 

متحده عربي امارات وايي، په ایران کې خپل سفیر سیف محمد الزابع په راتلونکو ورځو کې بېرته تهران ته لېږي. د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې په تېرو څه باندې ۶ کلونو کې ډېرې سړې شوې وې. د متحده عربي اماراتو د باندنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم، ښې اړیکې د دوو هېوادونو په ګټه دي. وروسته له دې چې په ۲۰۱۶ م کال په ریاض کې د یوه شیعه ملا د اعدامېدو له کبله د ایران او سعودي اړیکې کړکېچنې شوې، متحده عربي اماراتو هم له ایران سره خپلې اړیکې سړې کړې.

په کندوز کې د کرونا پېښې زیاتې شوې دي

Pa.azadiradio.com 

د کندوز ولایت د کوید ۱۹ روغتون سرطبیب ډاکتر محمد شفیق صادق ازادي راډیو ته وویل، دغه ولايت کې د کرونا پېښې يو وار بيا زياتې شوي دي. نوموړي وويل: "په یوه میاشت کې مو نږدې ۷۲۷ پېښې په روغتون کې ثبت کړي دي چې دا د دې ښودنه کوي چې کرونا اوج ته رسېدلې ده." که څه هم د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لا هم د کرونا پېښې زیاتې دي خو د واکسینونو له کبله له دې وایرس څخه د مړینو شمېر خورا کم شوی دی. په افغانستان کې د کرونا د پېښو د شمېر په اړه د دې لپاره په زغرده څه نه شي ویل کېدای چې ډېرې پېښې نه ثبت کېږي.

ترکیه '۲۲۷' تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دا افغانان، چې په غیرقانوني ډول ترکیې ته تللي، په چارتر الوتکو کې بېرته افغانستان ته استول کېږي. ترکیې تر دې وړاندې هم سلګونه افغان پناه غوښتونکي د هوا له لارې افغانستان ته استولي دي. په همدې حال کې ترک چارواکي وايي چې په خپله خوښه له ستنېدونکو افغانو سره د دوی په خپل هېواد کې د کارموندنې په شمول راز راز مرستې کوي او له کله چې یې دا پروژه پیل کړې، ترکیې ته د افغانانو د پناه وړلو بهیر ټکنی شوی دی. ډېری ځوانانو د بېکارۍ له امله، ايران، پاکستان او ترکيې... Читать дальше...

د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا کمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا د تېرو دوو میاشتو په پرتله ۴۷ سلنه کمه شوې ده. د افغانستان د صنعت او کانونو خونو اجراییه رئیس محمدکریم عظمیي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې پخوا د کابل په صنعتي پارکونو کې ۶۵۰ فابریکو فعالیت کاوه چې په هغو کې نژدې ۶۰ زره تنه په کار بوخت وو. ښاغلي عظیمي همدا راز ویلي چې تر دوه میاشتې پخوا پورې د کابل صنعتي پارکونو ته په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ ساعته برېښنا ورکول کېده خو اوس ۱۰ ساعته برېښنا لري. ښاغلی عظمیي زیاتوي چې دا ستونزه یې د افغانستان له برېښنا شرکت سره شریکه کړې خو تر اوسه پورې یې غم نه دی خوړل شوی. Читать дальше...


Музыкальные новости
Rammstein

Минкульт Калининградской области отказался отменять шоу «Tribute Rammstein»





Персональные новости
Анфиса Чехова

Отец из Панамы, школьная любовь и любимая еда: Елена Борщёва раскрыла все тайны на шоу ТВ-3 «Вкусно с Анфисой Чеховой»





د طالبانو حکومت له نړيوالې ټولنې له سېلاب ځپليو سره د مرستو غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې له سېل ځپلیو سره فوري مرسته وکړي. د طالبانو دحکومت وياند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې د وروستیو سېلونو له کبله د سر و مال زیانونو ته په اشارې له نړیوالې ټولنې په تېره بیا اسلامي هېوادونو، مرستندویو او بشرپالو موسسو غوښتي چې د دغو پېښو له کبله له زیانمن شویو سره په اوسنیو حساسو شرایطو کې مرسته وکړي. د افغانستان د هواپېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن (دوشنبه) او سبا (سې شنبه) به هم په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي. اخوا له پېښو... Читать дальше...

د طالبانو حکومت: تېره يوه مياشت کې تر ۱۷۰ ډېر کسان د سېلابونو له امله مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۱۷۰ ډېر کسان په سېلونو کې مړه شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. د سېلونو له کبله تر ټولو وروستۍ ویجاړوونکې پېښه د شنبې په ورځ د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالي کې وشوه چې په لړ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت وياند مولوي محمدنسیم حقاني ازادي راډیو ته وویل: "د هوا پېژندنې د ادارې د اټکلونو مطابق په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې بارانونه... Читать дальше...

کابل کې خلکو ته د طالبانو خبرداری: د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شئ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته جدي خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې ۵ مادې لري، لومړی ویلي چې د جمعو په ورځو دې ټول دوکانداران خپل دوکانونه د غرمې په دولس نیمو بجو بند کړي او جومات ته حاضر شي. دوی دغه راز دوکاندارانو ته امر کړی چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت وکړي او د لمانځه پر مهال دوکانونه بند کړي. د خبرپاڼې په درېیمه ماده کې ویل شوي چې مقتدیانو ته باید په جومات کې د لمانځه فرایض... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

وال سټریټ ژورنال: وال سټریټ ژورنال په واشنګټن کې د قطر د مطبوعاتي اتشې علي الانصاري یوه مقاله خپره کړې ده چې د دې ورځپاڼې د یوې بلې مقالې په ځواب کې لیکل شوې ده. انصاري د ځوابیه مقالې په سر کې لیکلي چې د څېړونکو جانتن شانزر او بیل روجیو په مقاله کې ادعا شوې چې د طالبانو مشران قطر ته د دې هېواد په ملاتړ کډه شول. ده لیکلي، ریښتیا دا دي چې د طالبانو سیاسي دفتر د امریکايي حکومت پر غوښتنه او افغان حکومت سره په همغږۍ رامنځته شو او هدف يې د سولې پر لور د مذاکراتو پرمختګ و. شانزر او روجیو په لومړۍ... Читать дальше...

نن د ۱۳ طالب چارواکو پر سفرونو د بنديز په اړه د امنيت شورا خپل وروستی دريځ اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

نن به څرګنده شي چې د ۱۳ طالب چارواکو د بهرنیو سفرونود بندیز د معافیت یا نه معافیت پر سر د امنیت شورا د غړیو ترمنځ اختلاف ته څه حل‌لار موندل کېږي. امریکا، برېتانیا او فرانسه، چې د امنیت شورا دایمي غړي دي، غواړي چې د طالب مشرانو سفرونه محدود شي. خو روسیه او چین، چې هغه هم د امنیت شورا دایمي غړيتوب لري، غواړي چې ۱۳ طالب مشران پر قطر سربېره دغو دوو هېوادونو ته هم د سفر اجازه ولري. متحده‌ ایالاتو وړاندیز کړی چې له ۱۳ تنو طالب چارواکو څخه باید د ۷ تنو نورو په سفر هم بندیز ولګول شي او پاتې ۶ تنو ته... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

"Спартак" обыграл "Локомотив" в 26-м туре чемпионата России


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Азаренко проиграла в 1/16 финала турнира WTA-1000 в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках





Путин в России и мире
Москва

Politico: Россия проиграет войну с НАТО, предупреждает Польша (Topmember)


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Басманный суд Москвы арестовал продюсера Reuters Константина Габова за помощь ФБК в подготовке материалов



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Волочкова

«Это не такая серьезная ситуация»: личные кадры с раздетой Анастасией Волочковой попали в открытый доступ



Москва

В Башкирии смертельная авария забрала жизни четырех человек, в том числе двух детей

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net