کابل کې خلکو ته د طالبانو خبرداری: د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شئ
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته جدي خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې، چې ۵ مادې لري، لومړی ویلي چې د جمعو په ورځو دې ټول دوکانداران خپل دوکانونه د غرمې په دولس نیمو بجو بند کړي او جومات ته حاضر شي.
دوی دغه راز دوکاندارانو ته امر کړی چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت وکړي او د لمانځه پر مهال دوکانونه بند کړي.
د خبرپاڼې په درېیمه ماده کې ویل شوي چې مقتدیانو ته باید په جومات کې د لمانځه فرایض او واجبات بیان شي او د لمانځه سم تلفظ وښودل شي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که چا دا اوامر ونه منل قانوني چلند به ورسره کېږي او څوک به د شکایت حق هم نهلري.
خو د دغه وزارت وياند عاکف مهاجر ازادي راډیو ته وویل چې دوکاندارانو ته یوازې توصیه شوې ده.
نوموړي وويل: "ځینو ځایونو ته مکتوبونه لېږل شوي دي او خلکو ته توصیه شوې چې د لمانځه پر وخت جمع ته حاضر شي په تېره بیا دوکاندارانو ته ویل شوي؛ دا خلکو ته توصیه ده. نو دا چې لمونځ فرض دی او د جُمعې د لمانځه په اړه په قرانکریم کې ښکاره نص راغلی دی."
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت یو وار بیا ویلي چې د واده په مراسمو کې دې ساز او سندرې نه غږول کېږي او د کرایې لوښو دوکانونه دې هغو ودونو ته خپل لوښې په کرایه نه ورکوي چې هلته ساز غږول کېږي.
طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د خپل حکومت په لومړۍ دوره کې هم دې ته ورته اقدامات عملي کول خو په وروستیو کلونو کې یې ویل چې نور د پخوا په شان سختدریځي نه دي او که واک ترلاسه کړي د پخوا په شان به له زوره کار نه اخلي خو په تېر یو کال کې طالبان هماغسې تګلاره په تدریجي ډول عملي کوي چې د حکومت په لومړۍ دوره کې یې اجرا کړې وه.
د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د کندهار په غونډه کې وویل چې د شریعت د پلي کولو لپاره تیار دی چې یو وار بیا له امریکا سره وجنګېږي.
د اسلامي هېوادونو اکثره دیني عالمان د شریعت له هغه تعبیر سره، چې طالبان یې لري، موافق نه دي.