123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 03.08.2022

برښنا شرکت: د تاجکستان د برښنا نیم پور مو ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر واک لاندې د برښنا شرکت مسوولانو نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې ومنله چې د تاجکستان د برښنا نیم پور یې ورکړی دی. د برښنا شرکت مالي او اداري مشر اسدالله انعام وايي، له تاجکستان څخه د برښنا د واردولو په برخه کې ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي دي، چې ۳۹ میلیونه ډالره یې تر اوسه ورکړي دي. د انعام په خبره چې د تاجکستان د برښنا ۶ میلیونه ډالره پور به هم په نېږدې ورځو کې ورکړل شي. هغه وویل: "موږ له تاجکستانه د جولای له اوله تر اوسه ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي وو چې ۳۹ میلیونه ډالره مو ورکړي دي... Читать дальше...

هند کې تندرونو لسګونه کسان وژلي

Mashaalradio.com 

د هند په اترپردېش کې په یوه اوونۍ کې تندرونو ۴۹ کسان وژلي دي. د ایالت پولیس وايي، ټولې پېښې د جولای په وروستۍ اوونۍ کې شوې دي او زیاتره وژل شوي کسان کروندګر ول چې د تندر له وېرې یې د ونو لاندې پناه اخیستې وه. په یوه اوونۍ کې د تندر وژونکو پېښو حکومت جدي اقداماتو ته اړ کړی دی. نور د اسوشيېټډ پرېس اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.



طالبانو د الظواهري د وژنې په تړاو غبرګون ښودلو لپاره غونډې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشران نن هم په دې اړه خبرې کوي چې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر وړاندې چې د امریکایي چارواکو په وینا د القاعده مشر ایمن الظواهري په کې ووژل شو، څه ډول غبرګون وښيي. دا خبره درېیو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته کړې ده. طالبانو تراوسه په دې برید کې چې د یکشنبې په سهار وشو، د الظواهري وژنه نه تایید او نه رد کړې ده. د طالبانو یو چارواکي چې په کابل کې مهمه دنده ترسره کوي، د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، په دې اړه په لوړه کچه غونډې روانې دي چې ایا د دغه برید پر... Читать дальше...

سیلانیان د سوات د غرییز ورشو د ښایست نندارې ته تللي

Mashaalradio.com 

د سوات په بحرین کې د چوکېل نومي ورشو (سبزه زار، څړځای یا وښیاڼه هم بلل کېږي) د بحر له سطحې شاوخوا ۹،۰۰۰ فوټه لوړ دی. همدا لامل دی چې هغه ځای ته یوازې له جونه تر اګست پورې تګ شونی دی ځکه چې په نورو میاشتو کې هلته واورې پرتې وي. په دې ویډیو کې مو د سیلانیانو له یوې ډلې سره چوکېل ته بیایو.

عیني شاهدان: د کابل کارته سخي کې چاودنې کېږي او جګړه روانه ده

Pa.azadiradio.com 

عیني شاهدان وايي، د کابل د کارته سخي په سیمه کې د درنو وسلو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي او هلته جګړه روانه ده. یوه ویډیو چې په کې د کابل کارته سخي سیمه کې د جګړی ځای لیدل کېږي او تر خوا یې د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کېږي، د سیمې یو اوسېدونکي سخي سادات ازادي راډیو ته رالېږلې. سخي چې په کارته سخي کې اوسېږي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو هلته کور په کور پلټنه پیل کړې وه او کله چې یو کور ته ورسېدل، پرې ډزې وشوې. هغه زیاته کړه، جګړه لا هم روانه ده او ان په سیمه کې د راکټ او چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي. Читать дальше...

د شپږیزې کرکټ لیګ؛ نن نیمه پایلوبه کې کابل او سپین غر لوبه لري

Pa.azadiradio.com 

د شپږیزې کرکټ لیګ په نیمه پایلوبه کې نن کابل او سپین غر لوبډلې لوبېږي. د دې لوبې پچه کابل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه. سپین غر لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۱۴۰ منډې جوړې کړې. اوس کابل لوبډله توپوهنه کوي، چې د سپین غر لوبډلې لخوا ورکړی هدف پوره کړي. د یادونې ده، چې د بوسټ لوبډله د شپږیزې لیګ پایلوبې ته وتلې ده او نننۍ لوبه چې هرې لوبډلې وګټله، له بوسټ لوبډلې سره به د جمعې په ورځ په پایلوبه کې مخ شي.

جوزجان کې د پینګ پانګ سيالۍ وشوې

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د پینګ پانګ سيالۍ وشوې. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د پینګ پانګ سیالۍ پرون په جوزجان کې د یوې ورځې لپاره وشوې چې ۶۵ تنه لوبغاړو برخه په کې اخیستې وه. د دې سياليو د کولو هدف د جوزجان د پینګ پانګ لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و. د دې سياليو په پايله کې محمد زاهد اسدي لومړى مقام او احمد توفیق يعقوبي دويم مقام خپل کړ.



څلورو هېوادونو په ګډه د فوټبال نړیوال جام کوربتوب لپاره وړاندیز کړی

Pa.azadiradio.com 

څلورو هېوادونو په ګډه د ۲۰۳۰ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو د کوربتوب لپاره وړاندیز کړی دی. ارجنټاین، چیلي، یوروګوای او پاراګوای هغه څلور هېوادونه دي، چې په ګډه یې د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا غوښتي څو د ۲۰۳۰ کال نړیوال جام سیالۍ دې په دې څلورو هېوادونو کې وکړي. یوروګوای په ۱۹۳۰ کال کې د فوټبال د لومړني نړیوال جام کوربه و او اوس غوښتنه کوي، چې سل کاله وروسته دې په ۲۰۳۰ کال کې بیا نړیوال جام په یوروګوای او ګاونډيو هېوادونو کې یې وشي. د جنوبي امریکا د کنفدراسیون مشر الیاندرو دومینګیز ویلي،... Читать дальше...

کابل کې د الظواهري د وژنې څلورمه ورځ؛ طالبان ولې غلي دي؟

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري د وژل کېدو نن څلورمه ورځ ده، خو طالبان لا هم په دې اړه چپ دي. داسې مهال چې طالبانو په سیمه او نړۍ کې د خپل نوي رژیم د مشروعیت لپاره پراخه لابي پیل کړې وه او په هره غونډه کې یې دا خبره په مکرر ډول تکراروله چې افغانستان نور د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای نه‌دی، خو د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې برید د طالبانو دا یوه کلنه خواري تر ډېره په اوبو لاهو کړه. امریکا رسماً اعلان وکړ، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري یې په یوه داسې کور... Читать дальше...

د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟

Mashaalradio.com 

د امريکا ډرون الوتکې د جولای پر ۳۱مه نېټه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر دويمه نېټه په بیان کې ویلي چې له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سم، د ترهګرۍ پر ضد له دريځ سره ولاړ دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د الظواهري پر وژنه لا خاموشه دی. البته بريد يې د امريکا، افغانستان او سيمې د ګټو خلاف عمل بللی دی. پاکستان چې له د طالبانو حکومت سره ژورې اړيکې لري په تازه بیان کې په ظاهره د بريد ملاتړ کړی دی. نو په داسې حال کې پوښتنه... Читать дальше...

کابل کې د الظواهري وژنه او اندېښنې؛ خلک: له بلې جګړې ويره لرو

Pa.azadiradio.com 

په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته یو شمېر کابل ښاریان وايي، د وضعیت له خرابېدو نه وېره لري. هغه کسان چې د کابل په شېرپور او ځينو نورو سيمو کې ژوند کوي وايي، وېره لري چې په افغانستان کې بله جګړه پلان شوې ده. اجمل چې د کابل د شیرپور سیمې اوسېدونکی دی وايي،  له دې بريد وروسته دوى او د شیرپور نور ټول اوسیدونکې په وېره کې ژوند کوي. نوموړی وايي: "زه خپله د شېرپور په سيمه کې اوسېږم. خلک ډېر ډارېږي. اوس هر څوک په دې فکر کې دي، چې بيا کومه جګړه نه وي پلان شوې،... Читать дальше...

ارزګان: طالبانو د بېلا بېلو غلاو په تور پنځوس تنه نيولي

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د طالبانو چارواکي وایي چې په تېره یوه میاشت کې یې د بېلابېلو غلاوو په تور شاوخوا پنځوس تنه نیولي دي. د طالبانو د امنيه قومندانۍ د لومړۍ حوزې امر حاجي طالب اغا وايي، د غلو د نیولو د هڅو په ترڅ کې يې تازه د غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې چې په ترینکوټ ښار او کندهار ولایت کې يې په بېلابېلو غلاوو کې لاس درلود. پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چې په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت خراب شوی، ورسره د غلاوو پېښې هم په ځینو ولایتونو کې زیاتې شوي دي. لومړيو کې خلکو فکر کاوه چې طالب واکمنۍ... Читать дальше...

خليلزاد: حقانيانو د القاعده ډلې مشر ته پناه ورکړې وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي دوی هيڅ کله د طالبانو پر مشرانو باور نه دی کړی او هغه حقانیان د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري ته د پناه ورکوونکو په توګه یادوي. د افغانستان پلازمېنه کابل کې د القاعده د ډلې مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو تر اعلان وروسته د غبرګونو په لړ کې ځینې امریکایي او افغان پخوانیو چارواکو پر طالبانو نیوکې کړې کړي او وایي چې له دې ډلې سره د دوی اړیکې به طالبان او افغان ولس لا زیانمن کړي. د دې غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان د سولې لپاره... Читать дальше...

کابل: کارته سخي سيمه کې د عملياتو پر مهال پر طالبانو ډزې شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په کارته سخي سیمه کې نن غرمه مهال د ډزو غږونه اوریدل شوي دي چې د عیني شاهدانو په خبره لومړی پرله‌پسې ډزې کېدې خو وروسته تیتې پرکې شوې. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته د ډزو خبره تاید کړه او ویې ویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په کارته سخي سیمه کې تصفيوي عملیات ترسره کول چې له یوه کوره پرې ډزې وشوې. د ښاغلي ټکور په خبره دغه کور محاصره شوی او په‌کې تصفویوي عملیات روان دي. ښاغلي ټکورپه دې اړه چې دغو ډزو مرګ ژوبله اړولې کنه، څه ونه ویل.

اوکرايني ځواکونو د روسيې د مهماتو پر يوه ډک ريل ګاډي بريد کړی

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني ځواکونو د روسیې د مهماتو پر یوه ډک ریل ګاډي برید کړی او داسې ګمان کېږي چې د کریمیا او خرسون ترمنځ ریل پټلۍ ورسره زیانمنه شوې ده. له دې سره په جګړه کې بوختو روسي پوځیانو ته د لوجستیک چارې هم ټکنۍ شوي دي. د اوکراین خرسون ښار په دې وروستیو کې روسي ځواکونو لاندې کړی او کریمیا هغه ټاپو دی چې له وړاندې روسیې له خپلې خاورې سره یو ځای کړی دی. د اوکراین د خرسون ښار او کریمیا ترمنځ ریل پټلۍ روسي پوځیانو د لوجستیک په برخه کې مهم رول لوبوي. د برېتانیا دفاع وزارت نن په خپلو ورځنیو استخباراتي... Читать дальше...

تحریک انصاف: د بهرنيو ممنوعه چندو په اړه د انتخاباتي کمېشن فیصله په عدالت کې چېلېنجوو

Mashaalradio.com 

د ګوند يو مشر او د پاکستان د پلان پخواني وزير اسد عمر د اګست پر دويمه نېټه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د انتخاباتي کمېشن د پرېکړې پرضد به په دوو يا دريو ورځو کې اسلام اباد های کورټ ته ځي.


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Блогера Ивлееву оштрафовали на 50 тыс рублей за дискредитацию российской армии





Персональные новости
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)





د طالبانو حکومت يو کال کې د ۱۳.۲ ميليارده افغانۍ عوايدو راټولېدو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولېم وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې څه باندې ۱۳.۲ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دې وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور ملت ته د طالبانو د حکومت لخوا د راپور ورکولو د اوونۍ په مناسبت پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کانونو او پترولېم وزارت په تېر یوه کال کې د ۱۵۸ کوچنيو کانونو قراردادونه لاسلیک کړي او د ۱۳ لویو کانونو پروژې یې داوطلبۍ ته سپارلي دي. نوموړي ویلي چې د کانونو د سکتور د ستراتیژیک پلان سند تطبیق، د لویو کانونو پر پروژو کار کول اود پانګونې جذب، د... Читать дальше...

د الظواهري وژنه او د طالبانو چوپتيا؛ امريکا: پر طالبانو مو څار شته

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکی وایي دوی طالبانو ته څرګنده کړې، چې د ایمن الظواهري تر وژل کېدلو ورسته، دوی ( طالبانو ) د مدارکو د پټولو لپاره څه ګامونه پورته کړي دي. د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته یوې خبري ناسته ته خبرې کولې وويل: "موږ طالبانو ته دا روښانه کړه چې موږ پوهېږو چې دوی څه وکړل او موږ پوهېږو چې دوی له چا ساتنه کوي؟ او موږ ځینې هغو ګامونو باندې هم پوهېږو چې دوی هڅه وکړه تر حملې وروسته شواهد پټ کړي،... Читать дальше...

د چارسدې کروندګر د لمرپرست له ګله تېل ترلاسه کوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د خوړو یا پخلي د تېلو او غوړیو بیو تر لوړېدو وروسته د چارسدې یوه کروندګر پر ۱۰ جریبه ځمکه د لمرپرست ګل (لمرګلی او افتاب پرست هم بلل کېږي) فصل کرلی. دی وايي، نه یوازې د کورني استعمال تېل پیدا کوي، بلکې په بازار یې هم خرڅوي. د چارسدې د تېلو یوې ګاڼۍ چلوونکی وايي، په وروستیو کې یې کاروبار خورا ښه شوی دی. ویډیويي رپورټ.

امريکا: د الظواهري وژنه القاعده ته پناه ورکوونکيو ته څرګند پيغام دی

Mashaalradio.com 

د سپينې ماڼۍ يوه وياند جان کربي د اګست پر دويمه ناوخته په واشګنټن کې رسنيو ته وویل چې په دې پوه دي چې القاعده لا هم په افغانستان کې کوچنی حضور لري خو په وينا يې چې هغوی به بيا هم بیداره پاتې شي او بیا به هم وړتیا ولري.

نانسي پلوسي: امريکا به هيڅکله د ټايوان له ملاتړ لاس وانه‌خلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پلوسي نن د ټایوان په پلازمېنه ټایپي کې د خبرو پر مهال وویل چې متحدایالات غواړي ټایوان تل ازاد وي او امنیت ولري. هغې وویل چې امریکا به هيڅکله د ټایوان له ملاتړ څخه لاس وانه‌خلي. پلوسې د ټایوان پلازمېنې ټایپي ته له رسېدو سره سم له ټایوان سره د امریکا پیوستون څرګند کړ او ویې ویل له ټایوان سره د امریکا پیوستون تر بل هر وخت نن ځکه ډېر مهم دی چې نړۍ د استبداد او ډیموکراسۍ ترمینځ باید یو انتخاب ولري. چین چې ټایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي ټایپي ته د امریکا د استازیو... Читать дальше...

زلنسکي: دونېڅک کې د جګړې لومړۍ کرښې وضعيت د 'دوزخ' په څېر دی

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي وايي، په ختیځه دونېڅک سیمه کې چې د جګړې لومړۍ کرښه ده، وضعیت د دوزخ په څېر دی. هغه بېګا په خپله وینا کې وویل، د امریکا د توغندیو له مرستې سره - سره د اوکراین پوځ نه دی توانېدلی چې د روسیې د وسلو او بشري قوت له امتیاز څخه مخکې شي. زلنسکي زیاته کړه چې په دې جګړه کې نا انډولي ډېره احساسېږي. د اوکراین ولسمشر ژمنه وکړه چې ځواکونه به یې د امریکا د هیمارس توغندیو په مرسته اشغالګرو ته هره اوونۍ دردوونکې ماتې ورکړي.

Спорт в России и мире
Москва

Олимпиада по финансовой грамотности МГУ проходит при поддержке СберСтрахования жизни


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Хромачёва и Бабош выиграли турнир WTA в Руане в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24





Путин в России и мире
Москва

Киркоров и Пелагея спели для амурчан-бамовцев в Москве


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Лукашенко: на территории Польши и Прибалтики готовят атаки на восток




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Во Франции назвали бредом слова Зеленского про угрозу Путина Европе


Навальный в России и мире
Москва

В РПЦ отказались называть причины запрета в служении иерея Сафронова, отпевавшего Навального



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо может сыграть Фрэнка Синатру в новом байопике Мартина Скорсезе



Москва

Чемпион СССР по футболу Аркадий Николаев умер в 87 лет в Москве

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net