Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 26.08.2022

کابل کې د ښځو لپاره کتابتون جوړ شوی

Mashaalradio.com 

په کابل کې یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو کارکوونکو د اګست پر ۲۴مه د ښځو لپاره ځانګړی کتابتون پرانیست. اوسمهال په کتابتون (لایبررۍ) کې شاوخوا ۱،۰۰۰ کتابونه ایښي دي خو جوړوونکې یې وايي، هڅه کوي نور کتابونه هم ترلاسه کړي. فعالانې وايي، ښځې اوسمهال په افغانستان کې تر سختو بندیزونو لاندې دي نو ځکه یې د لایبررۍ جوړولو پرېکړه وکړه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

ازادي راډيويي مجله؛ د افغان سېنما وضعيت او تاريخ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سېنما وضعيت، د شعر نقد څنګه کېږي؟ د ارګ د يوې ماڼۍ په اړه مالومات، غزني کې د خطاطۍ، نقاشۍ او انځورګرۍ د مرکز د پرانيستنې په اړه مالومات او ځينې شعرونه مو د دې اوونۍ خپرونه کې را اخيستي دي. ازادي راډيويي مجله چې احمد شيبر يې چمتو کوي پر ادبي، فرهنګي او کلتوري موضوعاتو مالومات په‌کې راټوليږي. دا خپرونه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

د اوکراين د زاپروژيا د اټومي مرکز ته لا هم برېښنا نه‌ده نښلول شوې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د زاپروژیا د اټومي مرکز برېښنا لا هم د انرژۍ له اصلي مرکز سره په بشپړه توګه وصل شوې نه ده. د اوکراین د اټومي مرکز ادارې نن خبر ورکړ چې د دغه هېواد په جنوب کې د زاپروژیا پر اټومي مرکز پرون د روسیې الوتکو د بمباري له امله برېښنا قطع شوه. د اوکراین اټومي دولتي کمپنۍ نن خبر ورکړ چې د اوس لپاره د زاپروژیا اټومي مرکز ته برېښنا چمتو شوې ده خو په دې مرکز کې له دوو فعالو بټیو سره د شبکې د نښلولو کار روان دی.



په بهرنيو هېوادونو کې افغان محصلان له فراغت وروسته د ژوند په اړه اندېښنې لري

Pa.azadiradio.com 

په یو شمېر سیايي هېوادنو کې ځيني افغان محصلین له زده کړو وروسته د ژوند کولو په تړاو اندېښنې لري. هغوی ادعا کوي له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي کورنیو یې افغانستان پرېښی. د دوي په خبره، سره له دې چې په افغانستان کې د کار زمینه نه ده برابره خو دوی مجبوره دي چې د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته خپل هېواد ته لاړ شي. وارث عالمي هغه ځوان چې درې کاله وړاندې له ډېرو هیلو او ارمانونو سره د لوړو زده کړو لپاره ترکیې ته تللی. وارث وايي، اوس مهال د ترکيې په یو پوهنتون کې د نړېوالو اړیکو د درېیم کال محصل دی. Читать дальше...

امريکا: د طالبانو له واکمنۍ سره د افغانانو د تخليې پروسه پېچلې شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت وايي، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شوي د افغانانو د تخلیې پروسه پېچلې شوې. ددغه وزارت چارواکو تېره ورځ ناوخته د خبریالانو یوې غونډې ته ویلي چې اوس باید ددې پروسې د چټکۍ لپاره په نور بدیلو انتخابونو کار وشي. خو له بلې خوا بیا یو شمېر هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکایانو سره کار کړي د ژوند له سختیو شکایت کوي. د کال په تېرېدو سره لا هم یو شمېر هغه افغانان چې د بهرنیانو په ځانګړي ډول امریکایانو سره یې کار کړی په افغانستان کې پاتې او له ګواښونو ډک ژوند پر مخ وړي. Читать дальше...

د باجوړ پرلتوال: د چارواکو لخوا د امنيت ټينګولو تر پاخه ډاډ پورې به په احتجاج يو

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې ځايي ولس د اګست له ۱۹مې د هدفي وژنو او بد امنۍ پرلت وهلی دی. دوی وايي تر څو چې حکومت هلته د ناامنۍ ختمولو او امن راوستلو پوځ ډاډ نه وي ورکړیؤ تر هغو به يې احتجاج روان وي. د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ مذاکرات روان دي خو لا هم کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

نورستان: د سېلابونو له امله په چپه شوي موټر کې دوه تنه مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د نورستان په منډول ولسوالۍ کې سېلونو نن د سپرلیو موټر چپه کړی چې دوه تنه په‌کې مړه شوي او درې تنه ټپیان شوي دي. په دې ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا سېلونو پرون هم د یوه تن ژوند اخیستی و. خو سیمه‌ییزو سرچينو ازادي راډیو ته د اتو تنو د مړینې خبر ورکړی دی چې د څلورو جسدونه تر اوسه نه دي موندل شوي. له تېرو دوو ورځو راهیسې د منډول په ګډون د نوروستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم سېلونو مالي تلفات اړولي دي.

پکتيا: په ډنډ پټان کې سرحدي لار چې طالبانو تړلې وه بېرته پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالي کې سرحدي لار چې له یوې میاشتې راهیسې طالبانو بنده کړې وه، پرون پرانیستل شوه. دا تجارتي لاره طالبانو د جولای په اته ویشتمه وروسته تر دې وتړله چې د دوی په وینا پاکستاني سرتېرو دوه تنه پر پوله ووژل. د ډنډ پټان ولسوالي د سرحد د پرانیستلو پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني سرحدي چارواکو او طالبانو تر منځ د غونډې په ترڅ کې شوې وه. په تېرې یوې میاشت کې چې دا لاره بنده وه د پولې دواړو لوریو ته په سلګونو لارې له مالونو ډکې انتظار وې.



اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو دونيڅک سيمه کې بيا عمليات پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني پوځیانو په ورته وخت کې خبر ورکړ چې د زاپروژیا پر اټومي بټۍ د لومړۍ ځل لپاره په موقتي ډول برېښنا قطع شوه چې د اټومي ناورین ویره یې رامنځته کړه. د اوکراین لوی درستیز وویل، د روسیي ځواکونو د بریدنو تمرکز د بخموت او اودیفکا په لور دی خو کوم ځای یې نه دی نیولی. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون وویل، وروسته تر دې چې روسي ځواکونو په سیمه کې ډزې وکړې د زاپروژیا اټومي مرکز برېښنا قطع شوه او نږدې وه چې اټومي ناورین رامنځته شي. دې اټومي مرکز څو ساعته برېښنا نه لرله. ولسمشر زلنسکي زیاته... Читать дальше...

توماس نېکلاسن: ترڅو چې د افغان نجونو ښوونځي خلاص نه‌شي د نورو حقونو درناوی به يې ونه شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی وایي تر هغه چې د طالبانو له لوري افغان نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ونه شي د نورو حقونو درناوی به یې ونه شي. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي توماس نېکلاسن په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي سره له دې چې طالبانو په دې اړه ځواب ویلی خو بیا هم افغانان راضي نه دي. بل‌خوا د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، په افغانستان کې له هغو خلکو چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، ۴۹ سلنه یې ښځې او نجونې دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نږدې ۳۴۳ ورځو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته افغان نجونې له ښوونځيو راګرځولي دي. Читать дальше...

خيبر پښتونخوا کې سېلاوونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

Mashaalradio.com 

په سوات کې د اګست پر ۲۵مه سېلاوي اوبه په سوات سيند ګډې شوې چې يوشمېر هوټلونو او هټيو ته يې زيان واړاوه. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې سېلاوونو ځينو کسانو ته مرګژوبله هم اړولې خو کره شمېر يې لا نه دی په ډاګه شوی.

غني: افغانستان په وروستيو کې د سترو قدرتونو د 'نيابتي جګړې' په ډګر بدل شوی و

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان وروستی ولسمشر محمد اشرف غنې وايي، افغانستان په وروستیو کلونو کې د سترو قدرتونو لکه امریکا، روسیې، ایران او نورو ترمنځ د نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی و. په داسې حال کې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایدن او نور امریکایي چارواکو ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو اهدافو ته رسېدلې وه خو ښاغلی غني ویلي افغانستان د امریکا د غلطو ژمنو په پایله کې سقوط شوی دی. ښاغلي غني تازه PBS ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، طالبانو د ګاونډیو هېوادونو په ملاتړ تر اوږدې مودې د فعالیت وړتیا درلوده. ښاغلي غني  له PBS ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي... Читать дальше...

طالب چارواکي وايي پر غلام خان بندر سوداګري خورا زیاته شوې

Mashaalradio.com 

په خوست کې د طالبانو د حکومت د ګمرک چارواکي وايي، په تېر یو کال کې د غلام خان له لارې سوداګري خورا زیاته شوې ده. دوی وايي، د سږني اپرېل له میاشتې راهیسې یې د څلور مېلیارده یا اربه افغانیو مالیې او ګمرک ټول کړی دی. د سوداګریزو شرکتونو مشران او ډرېوران په غلام خان کې د نورو اسانتیاوو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.

سلګونه معتادین چې له ايران څخه راشړل شوي، په نيمروز کې راغونډ شوي دي

Pa.azadiradio.com 

له ايران څخه د افغان کډوالو له شړلو سره په نيمروز ولایت کې د نشه‌يي موادو معتادین تر پخوا ډېر سره راغونډ شوي دي. سلګونه معتادین چې له ايران څخه راشړل شوي، په نيمروز ولایت کې سره راټول شوي او شپه او ورځ په کنډوالو او واټونو پر غاړه تېروي. دوی دومره پيسې نه لري چې خپلو اصلي ولايتونو ته ولاړ شي. د نيمروز ولایت د معتادینو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي چې، د دوی مرکز د دومره ډېرو معتادینو د درملنې امکانات نه‌لري او کارکوونکو يې هم له څو مياشتو راهيسې معاش نه‌دی اخيستی. دا د نيمروز ولایت کوڅې او... Читать дальше...

تر يوه ټن ډېره هغه ښیښه ونيول شوه چې له افغانستان څخه ايران ته قاچاق شوې وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په لويديځو ولایتونو کې د ښیښې جوړولو له ډېرېدو سره سم دا لومړی ځل دی چې په يوه ګاونډي هېواد کې له افغانستان څخه دومره ډېره قاچاق شوې ښیښه نيول کېږي. که څه هم د طالبانو حکومت د ښېښې جوړولو د مخنيوي يادونه کوي، خو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کارپوهان وايي چې، په افغانستان کې په وروستیو مياشتو کې د ښېښې جوړول په بې ساري ډول ډېر شوي دي. د ایران د جنوبي خراسان د ګمرک چارواکو مهر خبري اژانس ته ويلي چې یو اعشاريه یو ټن ښېښه يې نيولې ده. دې دوو ټانکرونو د افغانستان فراه ولایت ته تېل... Читать дальше...

د ټنس نوميالی لوبغاړی اتل نوواک جوکوويچ د امريکا 'يو اس اوپن' سياليو کې ګډون نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د ټینس مشهوره لوبغاړي او د نړۍ پخواني اتل نوواک جوکوویچ ویلي، د لوبغاړو لپاره د COVID-19 واکسین د مقرراتو په خاطر د امریکا په ازادو سیالیو یو اس اوپن کې ګډون نه کوي. جوکوویچ، چې پخوا یې هم ټورنمنتونه د کوویډ د واکسین نه لګولو په خاطر له لاسه ورکړي د یو اس اوپن سیالیو د جدول تر اعلان څو ساعته مخکې د نه لوبېدو خبر ورکړ. هغه په خپل ټوېټر لیکلي: "په خواشینۍ سره، زه به ونه‌شم کولی دا ځل د یو ایس اوپن لپاره نیویارک ته سفر وکړم." جوکوویچ، ۲۱ واره د نړۍ په کچه د ازادو سیالیو اتلولي ګټلې ده. هغه یوازې... Читать дальше...

اوکرايني چارواکي: د زاپوريژيا اټومي بټۍ دوه ريکټورونه غير فعاله شوي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې دوه فعال ریکټورونه د اور لګېدو او د برېښنا لینونو ته د زیان له امله غیر فعاله شوي او دې مسله د یوې غیر متوقعې پېښې احتمال زیات کړی دی. د اوکراین د برېښنا دولتي شرکت انرهاتم د پنجشنبې په ورځ وویل دا لومړی ځل دی چې د اوکراین د برېښنا له اصلي شبکې سره د دې اټومي بټۍ ارتباط قطع شوی دی. بهرنیو چارواکو په دوامداره توګه د ناورین خبرداری ورکړی او پر روسیې او اوکرایني ځواکونو یې فشار راوړی چې د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د ساتنې لپاره اقدامات وکړي. Читать дальше...

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان د طبيعي پېښو له زيانمونو شويو سره مرستې کوي

Pa.azadiradio.com 

د اسلامي همکاریو سازمان غواړي چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو ۴۷ زره کورنیو سره مرستې وکړي. د اسلامي همکاریو د سازمان استازي ډاکټر محمد سعید ال عیاش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل او ویې ویل چې په دې مرستو کې به لومړني خوراکي توکي شامل وي او اړمنو کورنیو باندې به ووېشل شي. له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې سېلابونو تر ۱۸۰ ډېر کسان وژلي او تر ۲۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي. Читать дальше...

د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې ښايي او نن سبا په اکثرو شمالي، مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې د بارانونو له کبله تازه سېلابونه جاري شي. تېر یوه میاشت سېلابونو کې ۱۸۲ کسان مړه شوي او له ۲۵۰ نور زیات کسان ټپيان دي. په سپین بولدک کې د سېلابونو د راوتلو له امله د ویش دروازه تړل شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. په یوه ویډیو کې چې له پرونه د کندهار سیمه‌ییزو رسنیو خپره کړې ښکاري چې پاکستان او افغانستان ته تلونکي خلک زاړه او واړه ښځې او ماشومان تر نیمايي په اوبو کې دي. د کندهار په سپین بولدک... Читать дальше...

د تاجکستان له‌خوا په زوره د افغان کډوالو ايستل؛ ملګرو ملتونو پرې اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تاجکستان له‌خوا د افغان کډوالو په جبري ایستلو اندېښنه ښودلې ده. دې کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې خبرداری ورکړی چې د خلکو د خوښې خلاف د هغو جبري ایستل ناقانونه کار دی او د دغو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي. د راپورونو له مخې تاجکستان تېره یوه اوونۍ کې ۹ افغانان له خپلې خاورې په زور ایستلي. د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته په رسېدلو راپورونو کې ښکاري چې لږ تر لږه نهه افغانان د اګست له ۱۹ راهیسې د افغانستان پولې ته شړل شوي دي. په دغو کسانو کې ځینو د کډوالۍ سندونه او پاسپورټونه هم درلودل. Читать дальше...

امريکا د افغانستان کرنې برخې ته ۸۰ ميليونه ډالر ځانګړي کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره وايي امریکا اتیا میلیونه ډالره ورکړي څو یې په افغانستان کې په ځینو پروژو ولګوي. دې ادارې په یوه بېړني حالت کې د امریکا مرستې مهمې بللي او هیله یې ښودلې چې د یوه اندازه خلکو ژوند به ورسره بدل شي. د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره اف اې او وايي د امریکا په تازه مرستې سره به د افغانستان په اتو ولایتونو کې چې خلک یې د خوړو له کمښت سره مخ دي یو شمېر پروژې پلي کړي. اف اې او پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یو اس اېډ د یو شمېر پروګرامونو... Читать дальше...

د طالبانو له لوري د الظواهري د جسد د نه موندلو په اړه د سټرېټس ټايمز تبصره

Pa.azadiradio.com 

سټرېټس ټایمز (Straits Times): سټرېټس ټایمز خپرونې د القاعده شبکې د مهم مشر، ایمن الظواهري په باب لیکنه خپره کړې، چې د امریکا متحدو ایالتونو یې تېره میاشت په کابل کې د وژلو خبر ورکړ. خپرونې د رویټرز اژانس په حواله لیکلي، چې د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد پرون پنجشنبه کابل کې ویلي، چې دوی د الظواهري جسد نه دی پیدا کړی او په دې باب یې څېړنې روانې دي. امریکایي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې پر الظواهري د بې پېلوټه الوتکې دغه برید د جولای میاشتې پر ۳۱مه د سهار پر ۶ بجو او اتلسو دقیقو وشو. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Спортсменка из Бутово выиграла «золото» на турнирах по художественной гимнастике


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Линетт сыграет против Соболенко во втором круге турнира WTA в Мадриде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Учения по ликвидации лесных пожаров прошли в Богородском округе





Путин в России и мире
Москва

Педагогов Калмыкии приглашают принять участие в Форуме классных руководителей


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Баста

Рэпер Баста благословил девушку на брак во время своего концерта



Москва

Техобслуживание котельных провели в Истре

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net