چارواکي وايي چې په پاکستان کې وروستیو سېلابونو خواوشا د ۱۰ اربه ډالره تاوانونه اړولي دي او د بیا ابادۍ کارونه به پينځه کلونو ته اړتیا لري. بلخوا د خیبر پښتونخوا په غریزو سیمو کې سېلاب ځپلي د خوراک، دوایانو او خېمو غوښتنه کوي او وايي چې اوس هم ډیرو سیمو ته رسېدل ستونزمن دي او سړکونه نړېدلي پراته دي.
د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو او سیلاوونو تر ۱۱۰۰ زيات کسان وژلي او ميلينونه يې اغېزمن کړي دي. د سېلاوونو په نتيجه کې يوشمېر بېکوره شوي خلک په موقتي سرپناوو کې ژوند تېروي. د دې هېواد په سيند صوبه کې د سیلاني په نامه یوه غیر دولتي موسسه په سکر او نورو سیمو کې دغو بېکوره شويو خلکو ته وړیا خواړه ورکوي. د اسوشيېټېډ پرېس ويډيويي راپور وګورۍ
امریکا متحده ایالات وایي چې، دوی هڅه کوي چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې پروسه ساده او چټکه کړي.
استوشیتد پرس اژانس د سپینې ماڼۍ د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي کونکي جان کربي له خولې لیکلي، د امکان تر حده هڅه کوي چې، د خپلو افغان متحدینو لپاره د ویزو د ورکړې پروسه ساده کړي.
دا په داسې حال کې ده چې زرګونه تنه افغانان په تېر یوه کال کې امریکا ته د انتقال په هدف بهرنیو کمپونو ته لېږدول شوي او یو شمېر نور چې په افغانستان کې پاتې دي د ژوند له وضعیت او امنیتي ګواښونو شکایت کوي.
يو کس چې نهغواړي د امنیتي... Читать дальше...
د فرانسې خبري اژانس راپو ورکړی چې له بګرام هوايي اډې نه د امریکایانو وتلو واړه کاروبارونو په ټپه درولي دي.
په راپور کې راغلي دي چې، له بګرام هوايي هډې نه د بهرنیانو له وتلو وروسته دغلته د کوچنیو کاروبارونو سقوط په لویه کې د افغانستان اقتصادي تصویر وړاندې کوي چې په بهرنیو مرستو او جګړې پورې تړلی دی.
سیف الرحمان د بګرام ولسوالۍ د کوچني بازار د هغه اتیا کسانو له اوسېدونکو دی چې، په ورځني ډول به يې دغتله نږدې ۳۰ ډالره ګټل.
د بګرام دغه اوسېدونکي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي دي، په سیمه کې يې د ناټو... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال - د تېر کال مهمې پېښې
په افغانستان کې له کابو ۲۰ کلن حضور وروسته د امریکايي ځواکونو او د هغې د متحدینو وتل - د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې/ ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه د ۱۴۰۰ کال د وږې تر ۸مې/ ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۰مه تر ټولو مهمې پېښې
دا ۱۵ ورځې د افغانستان او افغانانو لپاره له بدلونونو ډک وو.
په دې ورځو کې ډېر بدلونونه رامنځته شول، دلته د دغه ۱۵ ورځو ځینې مهمې پېښې او بدلونونه په ترتیب راټول شوي دي.
۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه
بیا واک ته رسېدل... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د ژمي موسم ته لا څلور میاشتې پاتې دي په پلازمېنه کابل کې د ډبرو سکرو د بیو لوړوالي د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي يې لامل د طالبانو د حکومت له لوري پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو زیاتېدل بولي.
د ډبرو سکرو یو شمېر پلورنکي وايي د تېر کال په پرتله يې سږ کال بیه یو په دوه زیاته شوې ده.
د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو پر حکومت له دې امله نيوکه کوي چې، پاکستان ته يې د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي او له امله يې په کور دننه بیې لوړې شوي دي.... Читать дальше...
نن د اسیا کپ کرکټ سیالیو په دوام افغانستان د بنګلهدېش په وړاندې سیالي لري.
دا لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل په وخت ماښام ۰۶:۳۰ دقیقې پیلېږي.
افغان لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په لوی توپیر ماتې ورکړه او د اسیا کپ سیالیو د غوره څلور لوبډلو بل پړاو تهيې د تګ چانس ډېر شو.
انتونيو ګوتريش ويلي، د پاکستان میلیونونه سيلاب ځپلي د نړۍ شریک پام او لومړیتوب ته اړتيا لري.
استنبول د ترکيې يو تاریخي ښار دی خو پکې د پشوګانو شمېر دومره زیات دی چې ورته د پشوګانو "پلازمينه" ويل کېږي. دا ولې؟ عبدالحي کاکړ د استنبول د سفر پر مهال پر دې يو ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
طالبانو د سنبلې ۹مه چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له نېټې سره برابره ده، عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې اړه نن یو رسمي مکتوب خپور کړی او په کې یې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو عسکرو د وتو په مناسبت، د طالبانو د رییس الوزرا په هدایت بېلابېل ځانګړي مراسم کېږي.
طالبان داسې مهال له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو کلیزه نمانځي چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغانستان سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت ډېر خراب شوی.
د ملګرو ملتونو د رسمي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر له تمویلوونکو غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره خپلې مالي مرستې بیا پیل کړي.
مارټین ګریفیټس خبرداری ورکړ، چې ۶ میلیونه افغانان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي او د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
ګریفیټس پرون د امنیت شورا غونډې ته وویل، په افغانستان کې بېوزلي په پراخېدو او د وګړو شمېر هم په زیاتېدو دی.
وروسته له هغې چې طالبانو څه باندې کال مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت په خرابېدو او بېوزلي په پراخېدو شوه.
د طالبانو حکومت وايي، افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستې یوه بله بسته رسېدلې ده.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، وايي پرون دوشنبه افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې ۴۰ میلیونه امریکايي ډالر ورسېدل او د افغانستان بانک ته وسپارل شول.
دغه اژانس نه دي ویلي چې دغه پیسې د کوم هېواد یا کوم سازمان له خوا افغانستان ته سپارل شوي دي.
د افغانستان بانک بیا ویلي چې دغه پیسې د افغانستان یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوې.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلیسنکي د روسیې له ځواکونو غوښتنه وکړه، له هغو عملیاتو د تېښتې لار غوره کړي، چې د اوکراین ځواکونو، ستراتیژیک ښار خرسون ته څېرمه پیل کړي دي.
دغه ښار د جګړې په لومړیو کې د روسیې له خوا نیول شوی، خو اوکرایني ځواکونه یې د بېرته نیولو په حال کې دي.
زلینسکي تېره شپه په خپله ویډیويي وینا کې ژمنه وکړه، چې اوکرایني پوځیان به د روسیې پوځ تر سرحدونو پورې تعقیب کړي.
هغه ویلي، که د روسي ځوکونه غواړي چې ژوندي پاتې شي، دغه یې وخت دی، چې د تېښتې لار غوره کړي.
"ژمنو ته خیانت" د افغان ژباړن عبدالجمیل حسن کتاب چې په دې وروستیو کې چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.
دا کتاب چې امریکايي او ائتلاف ځواکونو سره د یو افغان ژباړونکي د کار خاطرې او د تخلیې پروسې د سترګو لیدلی حال دی، تازه په امریکا کې د «الایف بوک پبلېشېنګ»، (Alive Book Publishing) په نوم د کتاب خپرولو شرکت لهخوا چاپ شوی دی.
ښاغلي حسن چې اوږده مودهیې په افغانستان کې له امریکايي او ائتلاف ځواکونو سره کار کړی، د خپل کتاب د منځپانګې په اړه چې پېژندل شوي امریکايي جنرال ډېوېډ پتریوس سریزه کښلې ده، وايي... Читать дальше...
ای اېم اېف د اګست پر ۲۹مه نېټه په واشنګټن کې پاکستان د پور ورکولو جاج واخیست او دې هېواد ته يې د يو اشاريه یو ارب (ميليارده) امريکايي ډالر ورکولو فیصله وکړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او تر خوا یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.
یو ځل بیا په یوه نړیوال سټېج د طالبانو په اوسني رژیم سختې نیوکې!
د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرونۍ غونډه چې د روسیې په غوښتنه رابلل شوې وه، په افغانستان کې د بشري مرستو سربېره په کې د طالبانو پر کړنو هم پراخ بحثونه وشول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست مارک پوټزل دې غونډې ته خپله وینا کې د افغانستان راتلونکی ثبات د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو او تر خوا یې د دوی د حقونو په خوندیتوب پورې وتړه.
د سیند د جامشورو ډپټي کمیشنر فرید الدین مصطفی رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د اګست پر ۲۹مه د سیهون په بلال پور سیمه کې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال شوې ده.
د هند په کيراله ايالت کې هر کال د اونم په نامه مېله کيږي. په دغه مېله کې د زیړو او نارنجي ګلونو استعمال ډېر وي، نو ځکه تر مېلې څو میاشتې مخکې حکومت کرونده ګرو ته په رعايتي نرخونو سرې او د ګلونو تخمونه ورکوي. دا مېله هر کال د اګست له درېيمې پيلېږي او د سېپټېمبر تر اتمې دوام کوي. نور حال د رويټرز اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ چې مجيد بابر پښتو کړی دی.
د ګریفیټس په وینا، "له ځانګړې درملنې پرته، دا ماشومان مړه کیدی شي." هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان سره باید یو وار بیا نړیوالې پراختیايي مرستې پيل شي.
نعمت شاه روغاني همدارارز وويل، د سوات ټول باغونه او په چارسده او نوښار کې د ګني، جوارو او شولو (ورېژو) فصلونه تباه شوي دي. هغه له صوبايي حکومته غواړي چې د کروندګرو تاوان ته په کتو له هغوی سره بېړنۍ مرستې وکړي.
پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د سېلابونو د راوتلو په نتیجه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۶ ته رسېدلی دی.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو پرون ناوخته دا شمېرې خپرې کړي دي.
د دې ادارې په خبره سېلابونو پاکستان ته لس میلیارده ډالره تاوان هم رسولی دی.
د سېلابونو په نتیجه کې ۳۳ میلیونه کسان اغېزمن شوي.
شنونکي دې شمېرو ته په کتو وايي چې ښايي د مرګژوبلو شمېر ډېر لوړ لاړ شي.
د عراق د پلازمېنې بغداد په زرغونه ساحه کې د پېښ شوي تاوتریخوالي له کبله ۲۳ کسان وژل شوي دي.
دا تاوتریخوالی هغه وخت پېښ شو، چې د عراق د یوه بانفوذه دیني عالم مقتصدا الصدر پلویانو پر حکومتي ودانیو یرغل وروړ.
د صدر پلویان وروسته له هغه پر دولتي ودانیو په تېره بیا ولسمشرۍ ماڼۍ ورننوتل چې صدر له سیاست څخه د تل لپاره د ګوښه کېدو اعلان وکړ.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د شپې پر مهال د بغداد په زرغونه سیمه کې چې د حکومتي او دیپلوماتیکو تاسیساتو مرکز دی د ماشینګڼو د ډزو او پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل کېدل.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په شپه د افغانستان په تړاو غونډه وکړه.
د افغانستان د خلکو سختۍ او لوږه د امنیت شورا د غونډې د بحث اصلي ټکي وو.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارټین ګریفیټس اندېښنه وښوده چې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي.
هغه وویل: "په افغانستان کې خلک لا هم له سختو ستونزو او ناڅرګندتیا سره مخ دي. نږدې ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت او له ډلې یې ۶ میلیونه د قحطۍ له خطر سره مخ دي."
د بشري چارو او بیړنیو مرستو همغږي کوونکي د اګسټ په ۲۹مه امنیت شورا ته... Читать дальше...
د کډوالو نړیوال سازمان یوه پلاوي له افغانستانه د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ او داخلي بې ځایه شویو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د دې سازمان دمرستیالې مېرمن دانیلز په مشرۍ دغه پلاوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له ځینو چارواکو په ځانګړي ډول بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.
دانیلز ویلي چې په افغانستان ته يې د سفر پر مهال د داخلي بې ځایه شویو وضعیت له نږدې کتلی او په دې برخه کې به د مرستو د جلبولو هڅې وکړي.
د کډوالو د نړیوال سازمان... Читать дальше...
د افغانستان په بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس خبر ورکړی چې د کوکنار او د چرسو د کروندو د له منځه وړلو دغه کمپاین د بدخشان په درېیو ولسوالیو، خاش، جرم او بهارک کې پیل شوی دی.
باختر اژانس د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مخده موادو پر وړاندې د مبارزې معینت له قوله لیکلي دي چې په دې درېیو ولسوالیو کې به په ۳۲۰ جریبه کرنیزه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس له منځه یوړل شي.
د کوکنارو د له منځه وړلو دا کمپاین په داسې حال کې پیل شوی... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
WTA
Вероника Кудерметова завершила выступление на турнире WTA в Мадриде
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Zoomlion продемонстрировала последние достижения на выставке INTERMAT
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время пути поездов от Москвы до Черноморья до 16 часов
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Филипп Киркоров
Киркоров оштрафован на 6 тыс. рублей за неуплату другого штрафа
Москва
Офицер Росгвардии рассказала о своем хобби, которое превратилось в образ жизни
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net