Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر طالبانو سختې او تندې نیوکې کړي

0
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او تر خوا یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.


یو ځل بیا په یوه نړیوال سټېج د طالبانو په اوسني رژیم سختې نیوکې!


د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرونۍ غونډه چې د روسیې په غوښتنه رابلل شوې وه، په افغانستان کې د بشري مرستو سربېره په کې د طالبانو پر کړنو هم پراخ بحثونه وشول.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ سرپرست مارک پوټزل دې غونډې ته خپله وینا کې د افغانستان راتلونکی ثبات د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو او تر خوا یې د دوی د حقونو په خوندیتوب پورې وتړه.


مارک پوټزل یو شمېر هغه لاملونه هم په ګوته کړل چې له امله یې د طالبانو اوسنی رژیم په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی.




هغه وویل: "د افغانستان اوسنی رژیم د نړیوالې ټولنې د هیڅ غړي له‌خوا په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی. لاملونه یې روښانه دي. نړیواله ټولنه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو په اړه شرایط لري. همدا ډول یو داسې حکومت چې د ټولو استازولي وکړي او تر خوا یې د افغانستان امنیت د نړیوال نظام د امنیت یوه برخه ده چې طالبان باید په دې برخه کې په خپلو ژمنو ولاړ وي. خو طالبانو د دې واقعیت په بدل کې چې خپله خاوره خوندي کړي، د رسمیت پېژندنې غوښتنه کوي."


پوټزل د طالبانو اوسنی حکومت له بېلابېلو ستونزو سره مخ وباله او زیاته یې کړه، طالبان سره له دې چې خپلمنځي اختلافات اوازې بولي، خو لا یې په کابل کې د کابینې او په کندهار کې د مشر هبت‌الله اخندزاده ترمنځ اړیکه نامشخصه ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دې لوړي چارواکي همدا ډول د طالبانو د امربالمعروف وزارت له‌خوا د منکراتو په نوم په افغانانو د جبري محدویتونو لګولو او خپل‌سرو نیونو په اړه اندېښنه وښوده.


په ملګرو ملتونو د بریتانیې استازي جیمز کاریوکي هم دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل، د طالبانو له‌خوا د مدني ټولنې د فعالانو، مخکنیو امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو په ګډون د وژنو، نیونو او ورکولو معتبرې ادعاوې شته.


هغه وايي: "وروستیو څو میاشتو کې د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو د دوی په زده‌کړې، دنده او خدماتو ته لاس‌ د لاسرسي او د هغوی د سفر او لباس د ازادۍ په اړه هم د ناوړه محدودیتونو وضع کول لیدل شوي. له طالبانو پرته ټولو ته څرګنده ده چې په ټولنه کې د ښځو پوره، مساوي او معنا لرونکی ګډون د یوه باثباته او هوسا افغانستان لپاره یو شرط دی. طالبانو همدا ډول یو ځل بیا څو تېروتنې تکرار کړي، له دې ډلې پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري ته په پناه ورکولو سره ټولې نړیوالې ژمنې نقض کړي دي."


د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیې استازي له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو بنسټیز حقونه خوندي کړي او تر خوا یې دا یقنیي کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو لپاره خوندي چاپېریال نه‌دی.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، د دوی په واکمنۍ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او تر خوا یې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ هېواد په زیان ونه کارول شي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق بیا له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې د جوړ جاړي او اوسني بن‌بست څخه د وتو لپاره د یوه افغاني ډیالوګ د جوړېدو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.




فایق وویل: "د اوسني بن‌بست د پای ته رسېدو او په خپل منځ کې په اساسي مسایلو توافق ته د رسېدو لپاره غواړم د افغانانو په استازیتوب د یو ملي بحث د جوړېدو وړاندیز وکړم، څو یو پراخ بنسټه او جامع سیسټم جوړ شي. زه ټینګار کوم چې د متخصصینو او ښځو په ګډون اعتبار لرونکو افرادو څخه جوړ یو پراخ بنسټه، ځواب ویونکی او د خلکو په ارادې ولاړ، کارنده جوړښت کولای شي د قانون حاکمیت ته لار هواره کړي."


د طالبانو اوسنی رژیم په کور دننه او نړیواله کچه له دې امله تر سختو نیوکو لاندې دی چې حکومت یې یوازې له یوې ډلې جوړ دی او تر خوا یې بشري حقونه په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو ازادۍ اخستي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net