د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنې ته د پاکستان د سياسي ګوندونو غبرګونونه
د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپينه ماڼۍ کې د اګست پر لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په یو ډرون بريد کې وژلی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپينه ماڼۍ کې د اګست پر لومړۍ نیټه اعلان وکړ چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري یې په کابل کې په یو ډرون بريد کې وژلی دی.
ملګرو ملتونو د جولای پر ۱۹مه په خپل راپور کې ويلی ول چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له طالبانو سره نېږدې او پیاوړې اړیکې لري، خو طالبانو دا خبره رد کړې وه.
د افغانستان په پلازمېنه کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل؛ هغه هم داسې مهال چې طالبانو تل ټینګار کړی چې د القاعدی په ګډون له هیڅ کوم ترهګرې ډلې سره اړیکه نه لري او هیڅ ورانکارې ډلې ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې ناوړه استفاده وکړي. الظواهري د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې ووژل شو. پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو یو کال وروسته په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل به د دغه هېواد پر راتلونکې څه اغېز وکړي؟ ځیني شنونکي دا پېښه د یوه... Читать дальше...
د امريکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د القاعده مشر ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې پر الظواهري" بریالی هوايي برید" د ده په لارښوونه شوی دی.طالبانو په کابل کې د دغه هوایي برید په اړه جدي غبرګون ښودلی
په اېټاليا کې کډوالو مېرمنو د خوږو جوړولو په یو ورکشاپ کې برخه اخیستې چې مقصد یې دغه ښځې د خپل کار و روزګار جوګه کول دي. په ورکشاپ کې د بېلابېلو هېوادونو لکه افغانستان، بنګلادېش، اوکراین او سوډان ۱۲ کډوالو مېرمنو برخه واخیسته. هغوی د خپل هېواد ځانګړي خواږه پاخه کړي ول او خلکو ته وړاندې کړل. نور حال د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ويډيويي راپور کې
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل په اته دقیقهيي کنفرانس کې اعلان کړل. ښاغلي بایډن زیاته کړه، د ایمن الظواهري په وژل کېدو سره عدالت تامین شو. د امریکا د متحدهایالاتو جمهور رئيس د افغانستان په وخت تېره شپه ناوخته په یوه ټلوېزیوني وینا کې د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري وژل کېدل تایید کړل. د ښاغلي بایډن وینا په درې برخو متمرکزه وه. د الظواهري د وژل کېدو څرنګوالی، له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل. Читать дальше...
د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته اوس یو شمېر امریکایانو په افغانستان کې د القاعده د نورو مشرانو موجودیت ته اندېښنه ښکاره کړې ده. ایمن الظواهري د القاعده دننه یوه وسله واله ځانګړې څانګه د افغانستان او د هند د ټولې نیمې وچې لپاره ګمارلې وه. د پلازمېنې کابل په شېرپور کې هغه کور چې د امریکایانو په وینا د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پهکې وژل شوی دی، نن طالبانو محاصره کړی دی او خبریالان د دې کور شاوخوا سیمه کې نه پرېږدي. رویټرز اژانس لیکي چې ایمن الظواهري چې پر سر یې امریکا... Читать дальше...
د کابل په شېر پور کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې د برید تر افشا کېدو وروسته د طالبانو په حکومت د خلکو، خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیوکې ډېرې شوې دي. دوی وايي، د طالبانو حکومت د بېلابېلو پېښو په اړه د اطلاعاتو په پټولو سره هڅه کوي، یوازې خپله مثبته څېره وښيي خو د دې ادعا په اړه د طالبانو حکومت د راپور د خپرېدو تر وخته څه و نه ویل. د کابل يوه اوسېدونکې چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي راپور کې يې نوم واخيستل شي د پېښو په اړه د طالب چارواکو له تناقضه په ډکو خبرو او د اطلاعاتو په پټولو نیوکه کوي. Читать дальше...
د جولای پر ۳۰مه نېټه کابل ته تللی پلاوی چې مشري يې د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بېرسټر محمد علي سېف کوله، د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان ته ستون شو.
داسې مهال چې طالبانو تېر نږدې یوه کال کې په ځلونو دا خبره تکرار کړې، چې له القاعده ډلې سره یې اړیکې پرې کړي، خو په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو، د دوی دا ژمنه تر پوښتنې لاندې راويستې. ملګرو ملتونو د جولای په ۱۹مه په خپل راپور کې وویل، د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړیکې لري، خو طالبانو دا موضوع رد کړه. تر دې چې د یکشنبې په ورځ یوې بېپیلوټه الوتکې هغه د وزیر اکبرخان په شېرپور سیمه کې په راکټ وویشت. که څه هم د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو لهخوا په... Читать дальше...
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اګست پر دوېمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د هغه هيلي کاپټر پاته شوني (ملبه) د بلوچستان د لسبیلې ضلعې په موسی ګټ سيمه کې موندل شوي
د امريکا ولسمشر جو بایډن ويلي چې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په کابل کې په يو امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی دی. ايمن الظواهري په ۲۰۰۱ز کال راهيسې، چې کله د القاعده بنسټګر اسامه بن لادن ووژل شو، د دې ترهګريزې ډلې مشري پر غاړه واخيسته. په دې اړه فرخنده اسد د فرانس پرېس اژانس له ويډيوګانو راپور جوړ کړی دی.
ایمن الظواهري په ۱۹۵۱ز کال د جون پر ۱۹مه د مصر په قاهره ښار کې زېږېدلی و.
په کابل کې د ارګ په څو کیلومترۍ کې د امریکا هوايي برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنې غبرګونونه پارولي دي. د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د جولای په ۳۰مه په خپل هستوګنځي کې په کابل کې وواژه. د امریکا له دې اعلان وروسته چې ارګ سره په څو کیلومټرۍ کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه، دې موضوع په افغانستان کې دننه پراخ بحث راپورته کړي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمتالله نبیل په خپله ټویټرپاڼه... Читать дальше...
په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو ټولول پیل شوي دي. خو بڼوال وايي، سږ کال د وچکالۍ له امله د انګورو حاصلات کم شوي او تر پخوا به ډېره کمه ګټه وکړي. بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې سږکال په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله اته فیصده د انګورو په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې، چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
د امریکا ولسمشر جوبایډن د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژنې د عملیاتو د اعلان پرمهال وویل چې الظواهري د خپلې کورنۍ له نژدې غړو سره د یوځای کېدو لپاره کابل ته تللی و. الظواهري د یکشنبې ورځې په سهار د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. طالبان چې وايي، له القاعده شبکې سره یې خپل اړیکي پرې کړي، دا برید غندلی دی خو په برید کې یې د القاعده شبکې د مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د جولای په ۳۰مه په خپل هستوګنځي کې په کابل کې وواژه. دا حمله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وسیله وشوه. ایمن الظواهري څوک و او د القاعدې په ترهګرې ډلې کې یې څه ونډه درلوده؟ نوموړی د ۱۹۵۱ کال د جون په ۱۹مه د مصر په قاهره کې زېږېدلی و. نیکه یې د مصر د الازهر پوهنتون د جومات امام، پلار یې ډاکتر او د قاهرې له مشهورې کورنۍ څخه و. الظواهري د طب په برخه کې زده کړې کړې وې او په قاهرې کې یې... Читать дальше...
دغه امریکایي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط د الظواهري د وژل کېدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ویلي، الظواهري له څو میاشتو راهیسې د امریکا تر څار لاندې و او د هغه د وژلو عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په همغږۍ پلان شوي وو.
د القاعده شبکې مشر ایمنالظواهري د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن په امر په کابل کې ووژل شو او د دې شبکې پخوانی مشر او مؤسس اسامه بن لادن د پخواني امریکايي ولسمشر بارک اوباما په امر ۱۱ کاله مخکې په پاکستان کې وژل شوی و. د کابل په شېرپور کې د بېپيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري د وژلو په ارتباط د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن په واشنګتن کې وویل: "د امریکا متحده ایالاتو په بریالیتوب سره د افغانستان په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې پایله کې یې د القاعده امیر ایمنالظواهري ووژل شو. Читать дальше...
یو امریکایي چارواکی وایي، چې لوړپوړي طالب چارواکي په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمنالظواهري له اوسېدو خبر وو. دغه امریکایي چارواکي چې د نوم نهښودلو په شرط د الظواهري د وژل کېدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ویلي، الظواهري له څو میاشتو راهیسې د امریکا تر څار لاندې و او د هغه د وژلو عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په همغږۍ پلان شوي وو. دغه امریکایي چارواکي وویل، الظواهري د یکشنبې په سهار هغه مهال د امریکا د بېپیلوټه الوتکې د "هیل فایر" راکټ په وسیله په نښه شو چې په کابل کې د خپل پټنځای برنډې ته راوتی و. Читать дальше...
پرېکړه د اګست پر دوېیمه نېټه په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن په مرکزي دفتر کې په داسې حال کې واورول شوه چې د دفتر د ودانۍ او ښار په مهمو ځايونو باندې د امنيت په ممکنه توګه د خرابېدو د مخنيوي لپاره چارواکيو په سلګونه پوليس، اېف سي او د رېنجرز سرتېري ځای پر ځای کړې دي.
د اروپايي هېواد اسټریا په پلازمېنه ويانا کې پر سړکونو د اسونو روایتي بګۍ لیدل کېږي چې فیاکار نومېږي. دا له مودو راهیسې د ویانا د کلتوري ژوند یوه برخه ده او سیلانیان د ښار سیل پکې کوي، خو اوس د څارويو د حقونو فعالانو غوښتنه کړې چې په اروپا کې د تودوخې کچه لوړه شوې نو په سختې ګرمۍ کې له اسونو څخه د مشقت اخيستلو کار دې نور ودرول شي. فرانس پرېس خبري اژانس په دې اړه ويډيويي راپور جوړ کړی چې شاهين بونېري پښتو کړی دی.
په افغانستان کې د القاعده د مشر ایمنالظواهري د وژنې له اعلان وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، دوی خپله هغه ژمنه پوره کړه چې له افغانستانه د رامنځته کېدونکي هر ترهګریز ګواښ مخه به نیسي. د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن لهخوا، د ارګ په څو کیلومترۍ کې د القاعده د لومړي درجه مسؤل ایمنالظواهري د وژل کېدو له اعلان وروسته، دې موضوع بېلابېل غبرګونونه راپورته کړي. که څه هم طالبانو یوازې دومره تأیید کړې چې امریکايي ډرون الوتکې کابل په نښه کړی، خو د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیالې کاملا... Читать дальше...
الظواهري د ۲۰۱۱ز کال له مې میاشتې را په دې خوا چې د القاعده شبکې بنسټ اېښودونکی اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو، دغه شبکه رهبري کوله.
پاکستان پوځ ویلي، چې یوه هیليکوپټره یې چې د سېلاب ځپلو د ژغورنې په عملیاتو بوخته وه، تري تم شوې ده. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې هیليکوپټره سره چې بلوچستان کې د ژغورنې په چارو بوخته وه، پرون ماذدیګر پنځه بجې اړیکه پرې شوې ده. خبرپاڼه کې راغلي، چې په هیليکوپټره کې یو پوځي جنرال او د پوځ نور لوړپوړي غړي سپاره وو. ځینو راپورونو کې ویل شوي، چې هیليکوپټره غورځېدلې ده، خو پوځ لا دا راپورونه نه دي تایید کړي. پوځ ویلي، د پلټنې عملیات یې پيل کړي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.