Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 27.08.2022

افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍکې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا د ۱۰۶ منډو هدف د سیالۍ د یولسم اور په لومړي بال په دوه ویکټو پوره کړ او د اسیا جام په سیالیو کې یې خپله لومړۍ لوبه په لوړ توپیر وګټله. د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او سریلانکا ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. سریلانکا توپ وهونکو ټول شل اورونه هم ونه شول لوبولی او د نولسم اور په درېیم بال یې وروستۍ ویکټه هم وغورځېده او ۱۰۶ منډې هدف یې وټاکه. افغان توپ اچونکو ښه پیل وکړ چې رحمان الله ګربز په ۱۸ بالونو د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۴۰ تېزې منډې وکړې، ترڅنګ... Читать дальше...

سوات کې سېلاوونو ۱۵ کسان وژلي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د سوات چارواکي وايي چې هلته د اګست تر ۲۷مې سېلاوونو لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي دي. د سوات مرستيال کمېشنر ويلي چې اوسنی سېلاو د سوات د تاريخ يو تر ټولو لوی سېلاو دی. په سوات کې د سېلاو او هلته د مرستندويه کارونو په اړه نياز احمد خان راپور راکوي.

روسیې او اوکراین یو بل د زاپروژیا اټومي مرکز شاوخوا په حملو تورن کړل

Pa.azadiradio.com 

روسیې او اوکراین نن یو بل د زاپروژیا د اټومي مرکز شاوخوا د توغندیو پر ویشتلو تورن کړل. دا تورونه یوه ورځ وروسته تر دې لګول شوې دي چې روسیې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د نه پراختیا د مسودې د تصویب مخه د زاپروژیا د مسئلې په خاطر ونیوله. د اوکراین دولتي اټومي کمپنۍ په ټیلېګرام کې لیکلي دي چې د روسیي ځواکونو د ډزو له امله د زاپروژیا مرکز بنسټونو ته زیان اوښتی دی او دا وېره شته چې راډیو اکټیف مواد خپاره شي او اور ولګېږي. مسکو چې نن یې کییف له زاپروژیا اټومي مرکز سره په ډزو تورن کړ او پرون ناوخته... Читать дальше...



په پاکستان کې سېلابونو سلګونه کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې سېلابونو له جون میاشتې راهیسې د نږدې زرو کسانو ژوند اخیستی دی. حکومت نن وویل چې شاوخوا دېرش میلیونه کسان د دې سېلابونو له امله بې سرپناه شوې دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له نړیوالې ټولنې د دې سېلابونو د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار وویل چې ملګرو ملتونو د دې سېلابونو په خاطر له مرستندویانو د یو سل او شپېته میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

طالبان: له روسیې څخه د تېلو اخیستو په موخه موافقه ژر لاسلیک کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر وایي، له روسیې سره به د تېلو د اخیستو موافقه ډېر ژر لاسلیک شي. نور الدین عزیزي چې تېره اونۍ د یوه پلاوي په مشرۍ ماسکو ته تللی و، په یوه ویډیوي پیغام کې وایي چې د بیو په سر موافقه شوې ده یوازې رسمي موافقه لیک نه دی لاسلیک شوی. روسیي رسنیو تېره اونۍ ویلي و چې طالبان غواړي له روسیې څخه یو میلیون ټنه تیل واخلي. په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ راوروسته د تېلو بیې لوړې شوي دي او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا په وینا په تېر... Читать дальше...

یوه امریکايي قاضي: د افغانستان بانک کنګل شوې پانګه د افغانانو حق دی

Pa.azadiradio.com 

یوه امریکایي قاضي وایي، د سپټمبر د ۱۱مې قربانیان د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ضبط کولو حق نه لري. وروسته له هغه چې د سپټمبر د یوولسمې د پېښې د قربانیانو کورنیو د امریکا جمهور رییس جوبایډن ته یو لیک کې له هغه غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې پانګه د دوی پر ځای افغانانو ته ورکړي، یوه امریکایۍ قاضي وایي، دا شتمني باید بېرته افغانانو ته ورکړل شي او د یادې پېښې قربانیان یې حقدار نه دي. رويټرز خبري اژانس په منهاټن کې د امریکا قاضي القضاتې سارا نېټبرن په حوالي لیکلي چې ویلي ېې دي: "د سپټمبر د ۱۱... Читать дальше...

کندهار کې د معتادینو د درملنې مرکز فعالیت په ټپه درېدلی

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د معتادینو د درملنې یواځني روغتیایي مرکز روغتیایي خدمات د امکاناتو د نشتوالي له امله درېدلي دي. په دغه ولایت کې دا مهال په نشه د روږدو کسانو د درملنې کوم دولتي روغتون نه شته خو د ګوتو په شمېر خصوصي مرکزونه د پيسو په بدل کې خدمات لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په نشه روږدي کسان د دغه ولایت په مرکزي زندان کې ساتي چې روغتیا پالان پر دغه ډول درملنه نیوکي لري. نور حال د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

امریکا په نړیواله کچه د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وغوښت

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مېرمنو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري له نړیوالو او له اسلامي بنسټونو غواړي چې د طالبانو په مقابل کې د افغان مېرمنو د حقونو د دفاع لوړ غږ ووسي. د کابل اوسېدونکې ثریا چې پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ مخکې د اوم ټولګي زده کوونکې اوس په کور ناسته ده ځکه چې پر مخ يې د ښوونځي دروازې تړل شوي دي. هغه وايي، افغان مېرمنې او نجونې په بېلابېلو پلمو د طالبانو له لوري منزوي کېږي، هغه ادعا چې مخکې تر دې طالبانو رد کړې ده. نوموړې زیاتوي: "اسلام يې پلمه کړی دی، په اسلام... Читать дальше...



پاکستان کې سېلاوونو ميليونونه کسان اغېزمن کړي

Mashaalradio.com 

د خيبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په يوشمېر سيمو کې سېلاوونو لسګونه ميليونه کسان اغېزمن کړي دي. د چارواکو په وينا، په دې سېلاوونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او زرګونه کورونه زيانمن شوي دي. اسرار عالم مومند د رويټرز اژانس له ويډيوګانو دا راپور جوړ کړی دی.

اوکراین په تېره میاشت کې تر یو میلیون ټنه ډېر کرنیز محصولات صادر کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین په تېره یوه میاشت کې تر یو میلیون ټنه ډېر کرنیز محصولات د سمندر له لارې صادر کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي تېره شپه ناوخته وویل چې د درېیو سمندري بندرونو له لارې په نږدې یوه میاشت کې یو میلیون ټنه محصولات بهر ته صادر شوي دي. وروسته تر دې چې د فبروري په ۲۴مه روسیې پر اوکراین برید وکړ د تورسمندرګي له لارې د اوکراین د غله دانو صادرات په ټپه ودرېدل. تېره میاشت د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب مسکو او کییف موافقه وکړه چې دا صادرات بېرته پيل شي.

د چک ولسي جرګې په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د یوځای کېدو غوښتنلیک ومانه

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت ولسي جرګې د فنلنډ او سویډن هغه غوښتنلیک ومانه چې له مخې یې دا دوه هېوادونه له ناټو سره یوځای کېږي. نن سهار وختي د ولسې جرګې غړیو د فنلنډ او سویډن غوښتنلیک ته رایې ورکړې او اکثریت له دې سره موافقه وکړه چې دا دوه هېوادونه د ناټو غړي شي. د دې میاشتې په لومړیو کې د چک مشرانو جرګې له دې سره موافقه کړې وه چې فنلنډ او سویډن د ناټو غړي شي. د چک ولسمشر میلوش زیمان مخکې له مخکې ویلي و چې دی به دا مسوده لاسلیک کړي، چې له دې سره به چک د ناټو څلرویشتم غړی شي چې د دې تړون له پراختیا سره موافقه کوي. Читать дальше...

روسیې د اټومي وسلو د نه پراختیا مسودې د تصویب مخه ونیوله

Pa.azadiradio.com 

روسیې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د نه پراختیا د مسودې د تصویب مخه ونیوله. پر دې مسودې له یوې میاشتې راهیسې بحث روان و. مسکو استدلال کاوه چې د دې مسودې ځینې برخې په ښکاره ډول سیاسي بڼه لري. د غونډې مشري د ارجنټاین استازي ګوستافو ژلاووینین کوله. ده پرون ناوخته وویل چې د روسیې له مخالفت وروسته دی په دې دریځ کې نه دی چې دا ووایي چې موافقه یې ترلاسه کړې ده. په دې مسوده کې پر دې هم نیوکه شوې ده چې روسیې د اوکراین د زاپروژیا اټومي مرکز نیولی دی. دا د اروپا تر ټولو ستر اټومي مرکز دی. وروسته... Читать дальше...

لوګر کې سېلابونو لسګونه ښوونځي زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ زیانمنې شوي دي. د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ودانیو په زیانمنېدو سره په دې ولایت کې د ۱۲ زر زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب نن شنبه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، یاد ښوونځي په مرکز پل علم، برکي برک، څرخ، محمداغې، خروار، ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې زیانمن شوي دي. نوموړي زیاته کړه: "په لوګر کې وروستیو بارانونو او سېلابونو... Читать дальше...

پاکستان کې بيړنی حالت: سېلاوونو درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي

Mashaalradio.com 

د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ملي ادارې ويلي چې د اګست تر ۲۶مې ناوخته د سېلاوونو له کبله په پاکستان کې شاوخوا ۱،۰۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴۲ لکه زيات اغېزمن شوي دي. د ادارې په وينا تر دوه لکه زيات د سرپناه لپاره خوندې کېمپونو ته رسول شوي دي.

کولمبيا کې د لټانو ورځ: لټان وايي انساني وجود ارام ته هم اړتيا لري

Mashaalradio.com 

کولمبيا کې د لټانو ورځ: لټان وايي انساني وجود ارام ته هم اړتيا لري د لټانو کېسې او په ځانګړې توګه د اکبر باچا د لټانو خبرې مو ښايي اورېدلې وي، خو ايا پوهېږئ چې په کولمبيا کې هر کال د لټانو ورځ لمانځل کېږي. د لټانو وينا ده چې انساني وجود ارام ته هم اړتيا لري. نور حال د فرانس پرېس خبري اژانس په ويډيويي راپور کې وګورئ چې مليحې اميرزاده پښتو کړی دی.

ښايي پاکستان افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو د لېږد موده وغځوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت افغانستان ته د هند لخوا د مرسته شویو غنمو د لېږد مودې په غځولو غور کوي. انډېن ايکسپرس ورځپاڼې ویلي، چې د هند حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې افغانستان ته د ۱۵۰۰۰ ميټریک ټنه غنمو د لېږد موده وغځوي. د دې غوښتنې په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار د جمعې ورځ په خپله اوونیزه خبري ناسته کې وویل چې دوی په ځلونو افغانستان ته د هند د غنمو د لېږد موده غځولې او اوس یې هم د مودې غځولو په اړه غور کوي. د هند د بشري مرستو لومړۍ محموله چې ۲۵۰۰ ټنه غنم و، د فبروري په ۲۶ مه د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شوه. Читать дальше...

امریکا: کابل هوايي ډګر کې د تېر کال د خونړۍ پېښې عاملینو په لټه کې یو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې میلادي کال په اګسټ میاشت کې يې د کابل په هوایي ډګر خونړۍ حمله کړې وه. ۲۲ کلن افغان ځوان چې د تېر کال د کابل هوایي ډګر حملې کې سخت ټپي شوی لا یې هم صحت دومره ښه نه دی چې په اسانه ناسته ولاړه وکړي. دغه افغان ځوان چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي خو وایي، د دې لپاره چې مخکې یې په پوځي لیکو کې دنده درلوده او په هېواد کې د امنیتي ګواښ احساس کاوه، له هېواد بهر د تګ اراده یې کړې وه، خو له دې نا خبر چې... Читать дальше...

د ایران کیش ایر هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران کیش ایر هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې. د ځینو ایراني رسنیو په وینا د دغه شرکت لومړۍ الوتنه پرون جمعه کندهار ولایت ته وشوه. د طالبانو د حکومت د هوايي چلند وزارت مرستيال غلام جيلاني وفا وايي، د کېش ایر د الوتنو په پيلېدو سره به د افغانستان او ايران ترمنځ تګ راتګ اسانه شي. په کندهار کې د ايران قونسل عليرضا حاجي زاده وويل، دغه هوايي شرکت به په اونۍ کې دوه الوتنې کابل او کندهار ته کوي. تر دې مخکې د ایران ماهان هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.

هره ورځ ۴۵ هېوادونو کې تر ۵۰ میلیونو ډېر وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، هره ورځ په ۴۵ هېوادونو کې تر ۵۰ میلیونو ډېر وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي. انتونیو ګوټریش دا خبره د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې وکړه. هغه زیاته کړه چې بېړني اقدام ته اړتیا ده ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې اړمنو خلکو ته مرستې ورسیږي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې بېوزلي په کې ډېره ده او میلیونونه وګړي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.


Музыкальные новости
Rammstein

В Калининградской области отказались отменять трибьют-концерт Rammstein





Персональные новости
Арцах

По запросу Баку в Москве незаконно был задержан известный российский политолог Михаил Александров





قرغزستان د جهادي ډلو ۳ غړي نیولي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان د ملي امنیت دولتي کمېټه وايي، پرون یې د دغه هېواد د جنوب په باتکن سیمه کې درې تنه چې ویل کېږي د جهادي ډلو غړي دي نیولي. په شکمنو کسانو کې یو یې د ابو نور په نوم پېژندل شوی او کمېټې ویلي چې هغه د یوې افراطي ډلې مشر و. دا ډله تورنه ده چې څو کاله یې په سوریه کې د ترهګرو سازمانونو د ملاتړ لپاره وسله والې غلاوې کړي. د ادعا له مخې، بل نیول شوی کس قادر دوسنوف نومېږي چې د یوې د یوې جنايي ډلې مشر دی او په جنګ مشهوره و. ویل کېږي چې درېیم شکمن کس د قفقاز د امارت د ترهګرې ډلې غړی دی او د افراطي موادو په ویشلو کې یې لاس درلود. Читать дальше...

ایران په ممنوعه سیمه کې د جرمني یو وګړی نیولی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې په ممنوعه سیمو کې د عکسونو اخیستو په تور د یوه جرمني وګړي د نیول کېدو خبره تایید کړه. دغه وزارت د ازادې اروپا راډیو د ايران څانګې فردا ته د جزیياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو سرچينې رسنيو ته ويلي، چې دغه ۶۶ کلن سړی له يوې مياشتې راهيسې په ايران کې بندي دی. د راپورونو له مخې دغه سړی ایران ته د سفر پر مهال په موټرسایکل د تهران او تبریز په ګډون څو ښارونو ته تللی و. د ایران قضايي او امنیتي چارواکو د دغه جرمني تبعه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن لومړۍ لوبه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ده

Pa.azadiradio.com 

نن د کرکټ د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان او سریلانکا سره مخ کېږي. افغان لوبډله له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په دوبۍ کې ده او د اسیا جام سیالیو لپاره یې چمتووالی نیولی دی. د دوبۍ د کرکټ نړیوال سټډیوم د اسیا جام د لومړنۍ لوبې کوربه دی. تمه ده دا لوبه د افغانستان او سریلانکا تر منځ د ماښام په شپږنیمو بجو پيل شي. افغانستان تر دې مخکې په اسیا جام کې د سریلانکا په وړاندې لوبه ګټلې ده. افغان لوبډله د اسیا جام د سیالیو لپاره د تیاري په هدف د اګست په ۱۸ دوبۍ ته تللې وه او هلته یې شاوخوا لس ورځنۍ تمریني کمپ هم درلود. Читать дальше...

د خونړیو سېلابونو دوام؛ د افغانستان ختیځ کې سلګونه کسان له ګواښ سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ختیځو سیمو کې سېلابونو ګڼې سیمې لاندې کړې دي. د افغانستان په ختیځ کې په زیاته کچه د سېلابونو راوتلو د سلګونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی. د طالبانو چارواکي وايي چې په ختیځ کې د دوی د خالد بن ولید قول اردو پیاده او هوایي قوا په سېلابونو کې د ایسارو کسانو د ژغورلو هڅې کوي. په خواله رسنیو په پرونیو سېلابونو کې د ایسارو کسانو ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي. په یوه کې یې لالهانده خلک د طالبانو هیليکوپټرې خوا ته ورځي څو له خطره بچ شي او خوندي ځای ته انتقال شي. د طالبانو دفاع... Читать дальше...

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه: له طالبانو سره د افغان مېرمنو د چلند موضوع ته واشنګتن پوسټ په خپله تازه ګڼه کې په یوه مقاله کې اشاره کوي او لیکي، کله چې رمزیه عبدي خېل او د هغې ملګرو پرېکړه وکړه چې تېر کال د طالبانو پر ضد اعتراضیه غونډه جوړه کړي دوی دستي په دې فکر کې شول چې د چټ په مهال دې ډلې ته څه نوم ورکړي، دوی د پياوړیو مېرمنو نوم غوره کړ. ورځپاڼه لیکي، د سپتمبر په لومړیو کې دا نوم یو مخ له هغه احساس سره سم و چې دې مېرمنو کاوه. واشنګتن پوسټ لیکي چې د دې مظاهرو مشرانو د تېر یوه کال په ترڅ کې د خپل وټس اپ پيغامونه له دې ورځپاڼې سره شریک کړې دي. Читать дальше...

بایډن: واشنګټن به په افغانستان کې له پوځي حضور پرته پر ترهګرو فشار وساتي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، واشنګټن د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې امریکایان ګواښي، نړیوال کمپاین دوه چنده کړی دی. د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د اګست د ۲۶مې د خونړي برید په لومړۍ کلیزه کې د امریکا ولسمشر ویلي، واشنګټن به په افغانستان کې له پوځي حضور پرته پر ترهګرو ډلو فشار وساتي. جوبایډن په یوه بیان کې ویلي، چې یو کال وړاندې د کابل د هوايي ډګر بهر دروازې سره په دې پېښه کې ۱۳ مېړني او وطن دوسته امریکايي سرتېري او تر ۱۰۰ ډېر بې ګناه افغانان ووژل شول. په دغه بیان کې چې د جمعې په ورځ د... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Арина Соболенко

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках





Путин в России и мире
Москва

Путин поздравил Леонида Рошаля с днем рождения


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Волочкова

Волочкова оправдалась за слитые в сеть снимки: «Ничем никого не удивишь»



Москва

Груднички психоневрологического отделения МОЦОМД посетили плавательный бассейн

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net