کندهار کې د لبنياتو د توليد يوه فابريکه چې زرګونو کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې او توليدات يې د هېواد ټولو ولایتونو ته استول کېږي د تړلو له ګواښ سره مخ ده.
ددې فابریکې مسؤلين وایي، د خامو موادو د پر وخت نه رسېدو او برېښنا د نشت له امله یې توليدات کم کړي او که حالت همداسې دوام وکړي، نو د فابريکې د تړلو امکان يې لېرې نه دی.
په دې اړه د صادق رښتيني راپور د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:
په پاکستان کې چارواکي وايي چې د جون له دويمې اوونۍ پیل شوو بارانونو او سېلاوونو د مرګژوبلې ترڅنګ ۶۰،۰۰۰ کورونو ته زیانونه رسولي دي. د دوی په وينا، په زرګونو خلک بېکوره شوي چې دا مهال په خيمو کې ژوند کوي.
په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيوګانو عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
په داسې حال کې چې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې د امنیت وضع خرابه شوې ده، په سوات ، باجوړ، مومندو او کوز دیر کې د امن لپاره لاریونونه، احتجاجي مظاهرې او جرګې شوې دي. احتجاجیان د امنیت ټینګښت او د هدفي بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي. بل خوا حکومت وايي، په سیمه کې یې د امنیت لپاره هلې ځلې پیل کړي دي او له مظاهره چیانو سره هم مذاکرات کوي. په "کرښې پر غاړه" خپرونه کې مو پر همدې موضوع بحث کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ساینسپوهانو د شمسي منظومې د تر ټولو لویې سیارې، مشتري نوي اخیستل شوي انځورونه چې، جیمز وېب فضایي ټیلیسکوپ په جولای میاشت کې اخیستي، خپاره کړي دي.
په دغو انځورونو کې د مشتري د شمالي او جنوبي قطبونو بېسارې وړانګې او تاویدونکې قطبي دوړې لیدل کېږي.
د مشتري دغه لویه سره طوفاني برخه دومره لویه ده چې د ځمکې کره یې سلامته په نس کې ځاییږي.
په تېره بيا یوه ډراماتیک تصویر ته یې د ساینسپوهانو پام اوښتی، په تصوير کې د سيارې شاوخوا کې کمزورې کړۍ ليدل کېږي او همدارنګه د کهکشانونو د روښانه شالید په حاشیه کې دوه کوچینۍ سپوږمۍ چورلي. Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلهځپلو لپاره څه باندې دوه زره سرپناوې جوړوي.
د افغانستان لپاره د (UNHCR) استازي په پکتیکا کې تېره میاشت د زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدو پر مهال ویلي، چې دوی د دغو سرپناوو د جوړولو لپاره څوارلس میلیونه ډالره بېل کړي دي.
په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلهځپلو سیمو اوسیدونکي له مرستندویه ادارو او د طالبانو له حکومته غواړي، چې د هوا له سړېدو مخکې دې دوی ته سرپناه جوړه او د لا ډېرو انساني تلفاتو مخه دې ونیسي.
د... Читать дальше...
یو شمېر افغانان د پاسپورټ په پروسه کې د فساد پر موجودیت د نیوکې ترڅنګ وايي، له میاشتو انتظار وروسته لا هم د پاسپورټ په اخیستلو نه دي توانېدلي.
یو کس چې په پلازمېنه کابل کې ژوند کوي وايي، له یوې میاشتې انتظار وروسته لا هم نه دی توانېدلی چې د خپل ناروغ لپاره پاسپورټ واخلي.
دا کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، ډېره هڅه يې وکړه چې د خپلې کورنۍ د یوه ناروغ غړي لپاره پاسپورټ واخلي، خو تر دې دمه نه دی توانېدلی.
هغه زیاته کړه: "یوه نیمه میاشت کېږي چې زه ناروغ لرم، خو پاسپورټ نه شم اخیستی. Читать дальше...
اوکراین وایي، روسیې د زاپوریژیا پر سیمې چې د اروپا تر ټولو لوی اټومي تاسیسات په کې دي، بریدونه کړي دي.
په سیمه کې له وروستیو نښتو سره د یوې اټومي ویجاړونکې پېښې په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی چې مسکو په پام کې لري چې د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې له نمانځلو سره هممهاله پر بنسټیزو او دولتي تاسیساتو حملې وکړي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو د درستیزوالۍ دفتر نن سې شنبې وویل چې روسي ځواکونو د اوکراین پر ښارونو توغندویي او د توپونو بریدونو ته دوام ورکړ او په هغو... Читать дальше...
د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ وايي، سیلابونو يې هر څه وړي او حاکم نظام باید ورسره د ژوند د لومړنیو توکو مرستې وکړي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې سېلابونو پراخه ویجاړۍ رامنځته کړي، او مرګ ژوبله يې اړولې ده، یو شمېر سېلاب ځپلي وايي، تر دې دمه ورسره د حکومت او بهرنیو مرستندویه موسسو له لوري هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.
دوی وايي، سېلابونو يې هر څه وړي دي حکومت او مرستندویه موسسې دې ورسره لږ ترلږه د ژوند د لومړنیو توکو مرسته وکړي.
د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي ذبیح الله ازادي راډيو ته وویل... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳ طالبانو مشرانو د سفرونو د معافیت د پرېکړې په اړه اختلاف لري.
تمه وه چې د دوشنبې په ورځ امنیت شورا د دې ۱۳ طالب مشرانو د سفرونو د معافیت په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، خو د هغوی ترمنځ وېشلو دریځونو دا پرېکړه ځنډولې.
فرانسې خبري اژانس د یو شمېر ډیپلوماټانو له قوله لیکي، ځینې لویدیځ هېوادونه دې ته لېوال دي چې په دې نوملړ کې کموالی راشي.
خو چین او روسیه بیا بل دریځ لري.
چین چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دورهيي مشري کوي، له روسیې سره یوځای غواړي چې دا ټول ۱۳ طالب... Читать дальше...
پخواني وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې نیوکې وکړې.
په افغانستان کې دې وروستیو سېلابونو په لوګر، میدان وردګ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته ډېر زیانونه رسولي دي.
یوه امریکایي چارواکي خبرداری ورکړی چې روسیه به ژر د اوکراین پر ملکي بنسټونو او حکومتي ودانیو نوي بریدونه پيل کړي.
بل لورته کییف دا اونۍ د عمومي خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې مخه هم د روسې له خوا د بریدونو د لوړ ګواښ له کبله ونیوله.
د بریدونو دا وېره داسې مهال ښودل کېږي چې سبا د سپټمبر په ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې یرغل شپږ میاشتنی کېږي.
په بلغاریا کې د یوې ديني ټولنې غړي هر کال د غره سر ته خېژي او هلته د روحاني مراسمو لپاره ورغونډېږي او ناڅي. دوی سپینې جامې اغوستې وي او تر شاوخوا ۸۰ مېنټو یا دقیقو پورې په یوه دایره کې ګډاګانې کوي. د دوی ځانګړې نڅا د سر، لی یا تال، حرکت، فکر او سندرې مجموعه دی. د رویټر اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي پرون هم د طالب مشرانو پر سفر د بندیز په دریځ کې سره ویشلي و.
دا خبره د فرانسې دولتي تلوېزیون "فرانس۲۴ " د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله کړې ده.
د طالبانو پر ۱۳ مشرانو د سولې د خبرو په هدف د سفر بندیز معاف شوی و، خو دغه معافیت تېره جمعه پای ته ورسېد.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې نور جزییات لا رسنیز شوي نه دي.
تر دې وړاندې ویل شوي چې پر طالب مشرانو د سفر د بندیز په مسئله کې روسیه او چین له اروپایي او امریکایي مشرانو سره یوه خوله نه دي.
طالبانو هم ویلي... Читать дальше...
د افغانستان د هواپېژندنې اداره په شمال ختیځو ۱۹ ولایتونو کې د ورښتونو او د ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکوي.
دغې ادارې په بدخشان، تخار نورستان، کونړ، لغمان، ننگرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، پروان، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان او زابل ولایتونو کې د احتمالي ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د ورښتونو اندازه د لسو او څلویښتو ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې په هرات، فراه او نیمروز کې له خاورو او دوړو سره د تندو بادونو وړاند وینه شوې ده. Читать дальше...
په پکتیا کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د ښوونکو د ۶۰۷ نویو بستونو لپاره د ازموینو بهیر پیل شوی.
د ازموینې د لويې ادارې تخنیکي مشر لطف الرحمان حقمل پرون دوشنبې ازادي راډیو ته وویل چې ۱۰۲ بستونه د ښځینه ښوونکو لپاره ځانګړې شوي چې د ده په وینا ورته په لسګونو ښځو نوم لیکنه کړې ده.
د چارواکو په وینا په ټوله کې په دغو آزموینو کې نږدې اولس سوه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په پکتیا کې د نویو ښوونکو د ګومارلو لپاره دغه اقدام داسي مهال کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو او ثانوي زده کړو محرومي دي.
د افغانستان برښنا شرکت وایي، د کابل د صنعتي پارک د برښنا د کمښت د ستونزې د هوارولو په هدف یې د دې پارک برښنا ۱۲ ساعتو ته پورته کړې ده.
برښنا شرکت په یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه پرېکړه د دې شرکت د مشرتابه پلاوي د صنعي پارکونو له استازیو سره په کتنه کې کړې ده.
د راپورونو له مخې د کابل صنعتي پارک په تېر جمهوري نظام کې په ۲۴ ساعتونو کې شل ساعته برښنا درلوده، خو له سیاسي بدلون وروسته هغه د ورځې لس ساعتونو ته را کمه شوې وه.
د یادونې ده چې د افغانستان په اکثرو سیمو کې صنعتي پارکونه د برښنا له کمښت سره مخامخ دي.
د افغانستان بانک اومه ښاري څانګه د پاسپورټ ریاست په انګړ کې پرانیستل شوه.
د پاسپورټ ریاست چارواکي وایي چې دغه اقدام د هغو کسانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په هدف شوی چې د پاسپورټ اخیستو لپاره دې ریاست ته مراجعه کوي.
د پاسپورټ د ادارې ریس مولوي عبدالحکیم حمدي وویل: "د دغې څانګې په پرانیستلو سره به له دې نه وروسته ټول هېوادوال په ډېر آرام په ډېر سکون کولای شي چي هماغلته ځای پر ځای تعرفه واخلي او بل طرف ته یې جمع کړي."
چارواکي دغه راز وایي چې د مراجعینو د نوبت مراعاتولو په هدف به د نمرو اخیستو اتومات ماشینونه هم فعاله کړي. Читать дальше...
مېل:
د بریتانیا مېل ورځپاڼې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د امریکا متحدایالتونه په افغانستان کې له شل میلیونو افغانانو سره، چې له لوږې سره مخامخ دي، د مرستې لپاره د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالره کنګل شویو پیسو د ازادولو په اړه خبرې کوي.
ورځپاڼه د درېیو سرچینو په قول وايي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت به په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د ازادېدو په اړه له دې سره سره خبرې وکړي چې د کابل په زړه کې د ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې القاعده په افغانستان کې حضور لري او په... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
Шествие трубачей и уроки танцев: что ждет посетителей парков Москвы в майские праздники
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Елена Рыбакина
«Был риск завершить борьбу еще в первом матче». В России оценили победу Рыбакиной в Штутгарте
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках
Путин в России и мире
Москва
Эксперт: корректировка порогов крупного и особо крупного ущерба по экономическим статьям оправдана и своевременна
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Москва
Дух разделения в Святой Руси, или Можно ли лишиться сана за отпевание Навального*
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Антонио Вивальди
«Вивальди. Времена Года. Шнитке. Кончерто Гроссо»: концерт в старинном соборе при поддержке Relax FM
Москва
Светлана Петрова — «Лучший эксперт по управлению семейным капиталом» премии WOMAN AWARD 2024
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net