Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

Новости за 19.08.2022

انډونیشیا کې د ونو پر غوړو تنو د ختلو دودیزه سیالي شوې

Mashaalradio.com 

په انډونیشیا کې د اګست پر ۱۷مه د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د خرما د ونو په تنو د ختلو دودیزه سیالي شوې. د هغې سیالۍ لپاره د ونې سټې په تېلو غوړېږي چې له وجې یې ورته ختل ګران شي او چې لوبغاړي یې سر ته وخېژي نو له هغه ځایه خپل انعام ترلاسه کوي. دا سیالۍ په ۲۰۲۰ز کال کې د کووېډ-۱۹ جهاني وبا له پیل راهیسې نه وې شوې. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم لس غړي له کابله قطر ته لاړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم لس غړي تازه له کابله قطر ته د زده کړو لپاره لاړل. فرشته بهادر هغه نجلۍ چې تازه د افغانستان د روباټیک ټیم د غړیتوب ترڅنګ قطر هېواد ته رسېدلې. فرشته او ۹ نورې همکارانې یې تازه د لوړو زدکړو لپاره د قطر هېواد بورسیې ترلاسه کړي. فرشته وايي، دا او نورې ملګرې یې خوشحاله دي چې په دغو سختو شرایطو کې یې له افغانستان نه بهر د زده کړو لپاره چانس ترلاسه کړی. هغه زیاتوي: "زیاته هڅه به وکړم څو له دې فرصت نه استفاده وکړم او د افغانستان لپاره ویاړ راوړم." دغو نجونو چې تازه... Читать дальше...

شنونکي وايي، د شهباز ګېل په څېر د علي وزیر په اړه بحثونه نه کېږي

Mashaalradio.com 

د پاکستان په رسنیو کې د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د سلاکار شهباز ګېل ګرفتارۍ او ورباندې د تشدد د دعوو په اړه تاوده بحثونه روان دي. شنونکي پوښتنه کوي چې دا ډول بحثونه ولې د پارلېمان د غړي علي وزیر په اړه نه کېږي چې له څه د پاسه یو نیم کال راهیسې بندي دی؟ موضوع په ځانګړي رپورټ کې څېړل شوې.



راپور: افغانستان اوسمهال بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپل تازه راپور کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل یو تراژیک یاد کړی او ویلي دي چې افغانستان اوسمهال یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شوی. د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د جمهوري غوښتونکو لخوا له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالې په اړه په ۱۱۵ ورقي راپور کې ویلي چې دغې چارې امریکا له ستونزو سره مخ کړه. دغه راپور چې تېره ورځ پنجشنبه ناوخته له افغانستان نه د ستراتیژیکې ماتې او د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه... Читать дальше...

افغان مېرمنې: د طالب مشرانو پر سفر دې د لګېدلي بندیز موده وغځول شي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو له لوري د طالب مشرانو د سفر د محدودیتونو معافیت وخت په ختمېدو دی، یو شمېر افغان ښځې او ښځینه زده کوونکې له ملګرو ملتونو غواړي چې دا معافیت دې لغوه کړي. د طالبانو د حکومت د یو شمېر مشرانو د سفرونو په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د بندیزونو معافیت نن جمعه د اګست په ۱۹ پای ته رسېږي، او ټاکل شوې چې سبا شنبه د اګسټ پر ۲۰مه نېټه امنیت شورا په دې اړه بحثونه وکړي چې ایا دا موده وغځوي او که خپله پرېکړه لغوه کړي. د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالانې له ملګرو ملتونو غوښتنه کوي... Читать дальше...

د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه؛ افغانان د دې ورځې په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۳ مه کالیزه ده. د افغانستان د سیاسي خپلواکي د بېرته ګټلو ۱۰۳ کالیزه داسې مهال رارسېږي چې په دغه هېواد طالبان واکمن دي. یو شمېر افغانانو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د سږکال خپلواکۍ د ورځې لپاره ځانګړي مراسم نه دي نیول شوي او هر څه بې خونده دي. د ارزګان ولایت اوسېدونکي احسان الله وايي، سږ کال له ملي بیرغ پرته خپلواکي هېڅ خوند نه لري. هغه وویل: "ما خو چې ولیدل تر اوسه چمتوالی نه شته، پخوا به چې دا ورځ راتله خلکو به ډېر چمتوالی ورته نیولو، بیرغونه به یې راویستل خو سږ کال هغه هم نه شته. Читать дальше...

یونیسف: ۱۳ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو کال وروسته هم ۱۳ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري. یونیسف پرون ناوخته په یوه ټوېټ کې ویلي، دوی به په افغانستان کې د هر ماشومام ملاتړ ته ژمن پاتې شي. ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې نږدې درې نیم میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي.



رسنۍ: طالبانو په بدخشان کې ۳ وسله وال وژلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره شپه په بدخشان کې د یوه کمین په نتیجه کې ۳ تنه چې اژانس «بغاوتګر» بللي وژل شوي دي. د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي ویلي، په دې پېښه کې چې په راغستان ولسوالۍ کې درې نور کسان ټپیان شوي دي. طالبان خپلو مخالفو وسله والو ته یا هم د بغاوتګرو یا هم خوارجو اصطلاحات کاروي. د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو پرضد وسله وال مقاومتونه روان دي، چې طالبان یې زیات مهال کم اهمیته ښيي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې نن جمعه او سبا شنبه به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي. د دې ادارې پر اساس، نورستان، کونړ، بدخشان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، تخار، کاپیسا، پروان، بامیان، سمنګان، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، غزني، زابل، ارزګان، غور، کندهار، او هلمند هغه ولایتونه دي چې د سختو ورښتونو او په نتیجه کې یې د سېلابونه د جاري کېدو اټکل کېږي. د هواپېژندنې دادارې له وړاندوینې سره سم، په ځینو سیمو کې ممکن تر ۷۰ میلي مترو پورې باران واوري. په افغانستان... Читать дальше...

په اروپا او افریقا کې طبیعي پېښو لسګونه کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

په اروپا او افریقا کې د سختې تودوښې، توپان، په ځنګلونو کې اور لګېدا او سېلابونو له کبله لسګونه تنه مړه شوي دي. د فرانسې په کوغس ټاپو کې د تالندې او توپان په نتیجه کې لږترلږه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاریس او مارسې ځینو ځایونو ته سېلابونه ورغلي او لارې یې بندې کړي دي. په پرتګال ګې د زیاتې ګرمۍ له امله فوق العاده حالت اعلان شوی. د افریقا په الجزایر هېواد کې په ځنګلونو کې د اورلګېدو له کبله تراوسه لږترلږه ۳۸ تنه مړه شوي او په سوډان کې تراوسه ۷۷ تنه سېلابونو مړه کړي دي.

د ترکیې مرکزي بانک یو سلنه سود کم کړ

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې مرکزي بانک ناببره یو سلنه سود کم کړ خو ورسره جوخت د ډالر پر وړاندې د دغه هېواد د پیسو، لېرې ارزښت ولوېد. د ترکیې مرکزي بانک سود له ۱۴ سلنې ۱۳ سلنې ته راټیټ کړ چې له کبله یې د لېرې ارزښت ولوېد او پرون هر ډالر په ۱۸ لېرې تبادله شو.

د لسګونه ناقانونه کډوالو یوه بېړۍ د یونان کینتیرا ټاپو ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د یونان دولتي تلوېزیون وايي، یوه بېړۍ چې ۶۷ غیرقانوني کډوال په کې سپاره وو، پرون پنجشنبه کینتیرا ټاپو ته ورسېده. د دې ټاپو د سمندرغاړو ساتونکو وویل چې د دې بیړی اکثره سپرلي افغانان دي. راپورونه وايي، په دې تړاو د یونان پوله ساتو درې تنه د انسانانو د قاچاق په تور نیولي دي. ویل شوي چې بېړۍ له ترکیې څخه یونان ته تللې او نهايي هدف یې ایټالیا و.

چارواکي: د بغلان د سکرو په یوه کان کې ۳ کارګر مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ د سکرو په کان کې ۳ کارګر مړه شوي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د ده صلاح د ولسوال په قول ویلي چې دا درې تنه په الوګک کان کې د میتان ګاز د خپرېدو له کبله مړه شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، له دغه کان څخه د ډبرو سکاره عموماً په غیر فني ډول استخراجیږي او په کان کې د سمڅو کلکوالي ته هم پام نه کوي.

په دایکنډي کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

په دایکنډي ولایت کې پرون پنجشنبې ۱۶ تنه په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه او ژوبل شول. د طالب چارواکو په وینا، د شهرستان ولسوالۍ په تګابلور کې د یوه قلاینګ کوچ موټر د چپه کېدو په نتیجه کې ۵ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي. په ټپیانو کې ۳ ماشومان هم شامل دي. د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي مقرراتو نه رعایت په افغانستان کې د اکثرو ټرافیکي پېښو عوامل بلل کېږي.

هبت الله اخندزاده: د اړتیا په صورت کې به بیا امریکا سره وجنګېږو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده وایي، که اړتیا وي د شرعي حدودو د پلي کولو لپاره به یو ځل بیا امریکا سره وجنګېږي. د طالبانو د حکومت مشر او رهبر ملا هبت الله اخندزاده یو ځل بیا امریکا ته خبرداری ورکړی چې د اسلامي شریعت د حدودو پلي کولو لپاره له دوی سره بلې جګړې ته چمتو دی. که څه هم د طالبانو د حکومت د ویاندویانو له لوري رسنیو ته د نوموړي داسې وینا استول شوې چې بشپړه نه ده، خو د افغان اسلامي اژانس په ګډون ځینو رسنیو د ملا هبت الله د وینا په حواله د دې څرګندونو راپورونه ورکړي دي. افغان... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان کې په وروستیو چاودنو اندېښنه وښوده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د هغو چاودنو په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده، چې روانه میاشت یې له کبله د ماشومانو په ګډون تر ۲۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. انتونیو ګوتیریش د تېرې چهارشنبې چاودنه هم په کلکو ټکو غندلې چې د کابل په ابوبکر جومات کې وشوه او د طالبانو په وینا تر ۲۰ زیات کسان یې په نتیجه کې ووژل شول. د ملګرو ملتونو د پرونۍ اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو په اعلامیه... Читать дальше...

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مې کلیزه لمانځل کېږي

Mashaalradio.com 

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال د اګست پر ۱۵مه پوره شو. طالب چارواکو د هېواد تر نیولو وروسته له دولتي او حکومتي ودانیو څخه درې رنګه ملي بیرغ لیرې کړ او پر ځای یې د خپل تحریک جنډه هسکه کړه.

کولومبیا کې د ګلانو ۱۰ ورځنۍ دودیزه مېله شوې

Mashaalradio.com 

د کولومبیا په میدیلین ښار کې هر کال د اګست په لومړۍ اوونۍ کې د ګلونو ۱۰ ورځنۍ مېله کېږي چې پکې د ښار کروندګر او مالیاران ګلونه په یوه څوکۍ کې په ځانګړي ترتیب سینګاروي او بیا په مېله کې برخه اخلي. د مېلې پیل په ۱۹۵۷ز کال کې شوی وو. د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.

نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۳مه کالیزه ده

Pa.azadiradio.com 

نن د اسد اته ویشتمه له بریتانیا څخه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۳ کالیزې سره برابره ده. دا ورځ یو شمېر افغانان په هېواد کې دننه او له هېواده بهر لمانځي خو له یو شمېر ولایتونو څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، طالبانو په دغو ولایتونو کې هغو خلکو ته، چې په دې مناسبت یې د هېواد ملي بیرغونه پر کورونو یا دوکانونو نصب کړي وو، خبرداری ورکړی او په زوره یې ورباندې ټول کړي دي. وسله والو طالبانو، چې په رینجر موټرو کې سپاره وو، پرون په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په لوډسپېکرو کې اعلانونه... Читать дальше...

نن ملګري ملتونه د ځینو طالب مشرانو د سفر د بندیز پر معافیت خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتو امنیت شورا نن د یو شمېر طالب مشرانو د سفر د بندیز پر معافیت خبرې کوي. په پام کې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن جمعه د ۱۳ طالب چارواکو پر سفر د بندیز د معافیت د مودې د اوږدولو په اړه خبرې وکړي. د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو ۱۵ تنه چارواکو ته د خبرو په خاطر بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه، خو د جون په ۲۰مه دغه سازمان وویل چې د طالبانو د دوو چارواکو د پوهنې وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني د سفر اجازه لغوه شوې او د پاتې ۱۳ کسانو موده د دوو میاشتو په مخه غځول شوې ده. Читать дальше...

نشنل انټرسټ: له دې وروسته افغانستان یوازې د واشنګټن ستونزه نه ده

Pa.azadiradio.com 

نشنل انټرسټ: له دې وروسته افغانستان یوازې د واشنګټن ستونزه نه ده، دا د نشنل انټرسټ امریکایي مجلې د یوې مقالې سرلیک دی. لیکوال په غټو ټکو لیکلي، د افغانستان برخلیک ته پاملرنه له دې وروسته په لویه کچه د خپلو ګاونډیو چین، ایران او پاکستان او دغه راز روسیې پر غاړه ده. لیکوال د دغې خبرې د اثبات لپاره د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه خبرې را اخیستي چې تېر کال یې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو د پرېکړې پر مهال وکړې. بایډن هغه مهال ویلي و، افغانستان او په پراخه توګه مرکزي اسیا د امریکا اصلي امنیتي او اقتصادي ګټې نه رانغاړي. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Юные керамисты школы №2120 выиграли три Гран-при конкурса «Мир дому твоему!»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Новак Джокович

Кто отец Дианы Джокович?


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Прокуратура Москвы: тело мужчины нашли в лесопарке в Сокольниках





Путин в России и мире
Москва

Путин поздравил Леонида Рошаля с днем рождения


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Это - война: литовские беспилотники попытались атаковать Минск




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире
Москва

Басманный суд Москвы арестовал продюсера Reuters Константина Габова за помощь ФБК в подготовке материалов



Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)



Москва

Человеческий скелет нашли в лесу в Новой Москве

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net