په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کال تېریږي د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو طرحه تر اوسه نه ده وروستۍ شوې.
د دې وزارت مسؤلینو د سې شنبې په ورځ د تېر یو کال د حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو مخالف نه دي خو په دې اړه د طالبانو د مشرتابه پرېکړې ته منتظر دي.
صابرې چې د کابل د یوه ښوونځي په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې، د ښوونځي د دروازو خلاصېدو ته شېبې شماري، خو وايي دا چې طالبانو په دې... Читать дальше...
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کې ویلي، افغانان هغه وګړي دي چې د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله د بشري حقونو د نقض او جګړو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ کېږي.
دغه شان په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ډېر شمېر افغانان په کور دننه له خپلو سیمو هم بېځایه شوي او یا هم له هېواده بهر ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ګاونډیو هېوادونو کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې ډېر سخت وضعیت کې دي.
سپوږمۍ له ۱۱ میاشتو راهیسې د کډوالۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. Читать дальше...
په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات او دیر کې د وسله والو فعالیتونه لیدل شوي، د سیمې خلکو د دې پرضد احتجاجي لاریونونه کړي دي. د دې تر څنګ په پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند او په مینګوره کې د سوات قامي جرګې د سیوري لاندی قامي امن جرګې هم راجوړی شوي دي.
چارواکي د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د وسلهوالو کسانو په برید کې د پولیو د کارکونکو د دوو ساتونکو پولیسو د وژلو خبر ورکوي.
د سیمهییزو پولیسو یوه چارواکي محمد عمران وویل چې، په دغه پېښه کې چې نن د دې ایالت په ګومل ښارګوټي کې رامنځته شوې، د پولیو کارکونکو ته زیان نهدی رسېدلی.
هغه ویلي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد واکسین څلورو کارکونکو او د هغو ساتونکو پر موټر سایکلونو سفر کاوه چې پر موټر سایکل سپرو وسلهوالو پرې ډزې وکړې.
حمله کونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د دې پېښې مسؤلیت یې هم تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی. Читать дальше...
د افغانستان په درې ولایتونو کې له تېرې ورځې راهیسې د سېلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او شپاړلس نور ټپیان شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویلي دي، چې تېره شپه په میدان وردګ، غزني او کاپیسا ولایتونو کې سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "تېره شپه د غزني د مقر په اړوند سیمه کې د سېلابونو له امله یو موټر چپه شوی دی چې پنځه تنه... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اف پي وایي، په افغانستان کې د خوراکي موادو د بیو بېساری لوړوالی به په دې هېواد کې ډېرې نورې کورنۍ له لوږې سره مخامخې کړي.
ډبلیو اف پي په یوه ټویټ کې ویلي چې په افغانستان کې په اوس وخت کې نږدې نولس ميلیون وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخامخ دي او شپږ ميلیونه یې هم قحطۍ ته ورنږدې دي.
ډبیلو اف پي ویلي، له دغو اړمنو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د روان کال تر پایه ۹۶۰ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو اف پي پرون په یوه... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې یا اوچا د استرالیا د یولس ميلیون استرالیایي ډالرو نوې مرستې مننه کړې.
اوچا ويلي دي چې د استراليا د دغې دوامداره مرستې به په افغانستان کې د خلکو ژوند وژغوري.
اوچا په یوه ټویټ کې ویلي چې استرالیا په دغو نویو مرستو سره هغه بسپنه ورکونکی هېواد دی چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو له صندوق سره یې د مرستو اندازه ۶۳ ملیون استرالیایي ډالرو ته رسیږي.
اخوا ملګري ملتونو ويلي دي، چې د مرستو سره سره تر نيمايي ډېر افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
متحده ایالات په ښکاره دا خبره په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته کوي.
د یوې سولهییزې، باثباته، عادلانه او انسانۍ نړۍ د رامنځته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالو اړیکو مشره میلیسه فلیمینګ وایي، په تېر یوه کال کې د افغانستان خلک په تېره ښځې او نجونې ډېرې ځوریدلې دي.
هغې داخبره په یوه ټویټ کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې خپور کړی، کړې ده.
مېرمن فلیمنیګ ویلي چې موږ باید افغان ښځې او نجونې هېرې نهکړو.
د هغې په خبره ملګري ملتونه به هیڅکله هم له دې ټینګار لاس وانهخلي چې نجونې په هره سویه ښوونځي ته لاړې شي او هغوی ته په مسلکي ژوند کې د ګډون لپاره وسایل ورکړي. Читать дальше...
داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهه د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې د ۵۸ طالبانو د وژل کېدو او د ۴۰ نورو د نیولو ادعا کوي، طالب چارواکي یې دا دعوه ردوي.
د مقاومت ملي جبهې چې د طالبانو د اوسني حکومت پر ضد یې ټوپک پورته کړی او وسلهوال یې په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو سره په جګړه بوخت دي، ادعا کړې چې د پنجشېر په بېلابېلو سیمو کې یې ۵۸ طالب وسلهوال وژلي، ۱۲ یې ټپیان کړي او ۴۰ نور یې اسیران کړي دي.
دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړې لیکلي: "دغه طالبان د عنابې ولسوالۍ په «ارزو دره» کې د یو لړ... Читать дальше...
د هرنايی د کوسټ (خوست) سيمې اوسېدونکو نن د اګست پر ۱۶مه نېټه درېيمه ورځ هم پرلت ته دوام ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده ایالات هیڅ داسې پلان نهلري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته کنګل شوې ۳،۵ میلیارد ډالر ورکړي، خو داسې لارې چارې لټوي چې دا پیسې مخامخ افغانانو ته ګټه ورسوي.
متحده ایالات په ښکاره دا خبره په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته کوي.
له همدې امله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په خاوره کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدل هغه اندېښنې لا پیاوړې کوي چې ترهګرو ډلو ته د دې پیسو د لاسته لوېدو د احتمال په اړه شته. Читать дальше...
بلخوا په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندويه ماموریت (یوناما) د طالبانو د واک ته رسېدو يو کال پوره کېدو سره هممهاله ويلي، که بدلون رانه وړل شي، وضعیت ښايي لا خراب شي.
داسې نښې لیدل کېږي چې د ایران د اټومي تړون د بېرته را ژوندي کېدو لپاره ښکېل لوري یوې موافقې ته په نږدې کېدو دي.
د امریکا متحدو ایالتونو پرون وویل چې په خصوصي ډول به د اروپایي ټولنې هغه وروستي متن ته ځواب ووایي چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون د ژغورنې لپاره دې ټولنې چمتو کړی دی.
اروپایي ټولنې نن وویل، د هغې وروستۍ موافقې د متن په اړه د ایران ځواب څېړي چې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټومي تړون د ژغورنې لپاره دې ټولنې چمتو کړی دی.
د امریکا متحدو ایالتونو له مخکې پرون ویلي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات په پام کې نهلري چې د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره شتمني ازاده او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ته وسپاري.
خو هغه لارې چارې لټوي چې له دغو پیسو د افغانستان خلک مستقیماً ګټه پورته کړي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په اوس وخت کې موږ فکر نه کوو چې په لنډ مهال کې د افغانستان بانک پانګه زیاته شي.
د تېر کال د اګست له میاشتې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د افغانستان... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالتونه وایي، د ایران د اټومي تړون د بیا ژوندي کېدو په هدف به د اروپایي ټولنې "وروستۍ طرحې ته" په شخصي ډول ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه د ایران له خوا د دې وړاندیز لاسلیک ته د شنه څراغ ښودلو په جریان کې د ایران ځواب ته په تمه دي.
د ایران ایرنا دولتي اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبدالهیان په حواله ویلي، امریکایي لوري د دوی دوه غوښتنې په شفاهي ډول منلي دي.
عبدالهیان ونه ویل چې امریکا د دوی کومې غوښتنې منلي دي، خو پرون یې وویل چې د اټومي... Читать дальше...
په کوسوو او بوسنیا کې د جولای او اګست په میاشتو کې ډېر ودونه کېږي. هلته اکثر ودونه له پخوانیو فرهنګي دودونو سره سم کېږي. په یو ډول واده کې د ناوې پر مخ رنګین نقشونه جوړېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ملتان کمېشنر پر رسمي ټويټر پاڼه ليکل شوي چې د اګست پر ۱۶مه سهار وختي څلور بجې له لاهور څخه کراچۍ ته روان مسافر بس د جلال پور پیر والا پر انټرچېنج له تېل وړونکي ټانکر سره وجنګېد چې په نتیجه کې اور ولګېد.
انډپنډنټ خپرونه:
د برېتانیا انډپنډنټ خپرونې د طالبانو د حکومت یو کلنۍ ته په اشارې لیکلي، د طالبانو د واکمنۍ کلیزه داسې څه نه دي چې په وحشت ورته وکتل شي او یا بې تفاوته وګڼل شي، ځکه افغانستان له برېتانیا سره بې اړیکې نه دی.
انډپنډنټ زیاتوي، په افغانستان کې د برېتانیا نفوذ د افغان-انګلیس دویمې جګړې یعنې ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ کلونو وخت ته ورګرځي. دا هغه وخت و چې برېتانیا افغانستان اشغال او د برېتانوي هند برخه یې وګرځوله.
د خپرونې په لیکنه، برېتانوي ځواکونه د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ موده کې هم په افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان د کرېکټ ټیم پرون (دوشنبه) د ایرلنډ لوبډلې ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه.
دا د دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه شل اوره سیالي وه. تر دې وړاندې لومړۍ دوې شل اوره سیالۍ ایرلنډ او یوه افغانستان ګټلې وه.
پرونۍ مسابقه د باران د ورېدو له کبله یوولس اورونو ته کمه شوه، افغانستان په ټاکل شویو یوولس اورونو کې د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې نجیب ځدراڼ وکړې چې په ۲۴ توپونو ۵۰ منډې وکړې خو راشد خان نه یوازې دا چې په لسو توپونو ۳۱ ناسوځېدلې منډې وکړې، په... Читать дальше...
طالبانو پرون د اریانا نیوز یو خبریال صبور روفي په داسې حال کې وواهه چې نوموړي د چاودنې د ځای تصویر اخیست.
پرون د اریانا نیوز ټلوېزیون د ودانۍ مخته چاودنه وشوه چې په لړ کې یې څو تنه ژوبل شول.
خو کله چې روفي غوښتل پر خپل موبایل ټليفون د پېښې ویډیو واخلي، طالبانو وواهه.
په خپرو شویو تصویرونو کې د روفي له سره پر مخ بهېدلې وینې ښکاري.
طالبانو د خپلې دويم ځلي واک يوه کلنه موده کې لسګونه خبريالان وهلي، شکنجه کړي او بنديان کړي دي.
پرون د طالبانو د بيا ځلي واک د يوې کلنۍ په مناسبت نړيوالو بنسټونو... Читать дальше...
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، لور یې له ښوونځي څخه محرومېدو ته نژدې ده ځکه چې طالبان له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو حق نه ورکوي.
ښاغلي کرزي د جرمني له دویچې ویلې سره په مرکه کې وویل چې د ده لس کلنه لور، ملاله له شپږم ټولګي څخه فارغېدو ته نږدې ده او له شپږم پورته به درس نه شي ویلی.
طالبانو تېر کال له واک ته رسېدو وروسته ویلي و چې په نوي تعلیمي کال کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي خو خپله ژمنه یې د نړیوالو له فشارونو سره سره په ځای نه کړه.
پرون د طالبانو د بيا ځلي واک کال... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره وايي، د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت لا هم ناوړه دی.
سیما بحوث پرون (دوشنبه) د طالبانو د واک ته رسېدو له لومړۍ کالیزې سره هممهاله په یوه بیان کې وویل، افغان ښځې او نجونې له کار او تعلیمه بې برخې کړای شوي، روغتیايی اسانتیاوې یې محدودې شوي، او تاوتریخوالی پرې زیات شوی دی.
دې له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت پر اساس تشدد وباله.
اغلې بحوث پر طالبانو غږ وکړ چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته د کار د اجازې ترڅنګ په حکومت کې ونډه ورکړي.
ملګرو ملتونو پرون له طالبانو وغوښتل چې لا هم فرصت شته چې له ستونزو څخه د افغانستان د ایستلو لپاره فکر وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د طالبانو د واک ته رسېدو د کال له پوره کېدو سره هممهاله همدا راز وویل، که بدلون را نهوړل شي، وضعیت ښايي لا خراب شي.
یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه له هغو کسانو سره تعامل کوي چې بشري حقونه رعایتوي او د ټولو افغانانو استازیتوب کوي.
پرون طالبانو د واک ته رسېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت له نړیوالې ټولنې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د امریکا جمهوریپالو خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ګډوډۍ په خاطر به ولسمشر جو بایډن مسوول وګڼي.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم طالبان واک ته ورسېدل.
خو سپینې، ماڼۍ د طالبانو د واکمنۍ د کال له پوره کېدو سره هممهاله له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ننګه وکړه.
تر دې مخکې د یکشنبې په ورځ د کانګریس په استازو جرګه کې جمهوریپالو په خپل راپور کې له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې سپینه ماڼۍ د ترتیباتو په نیولو کې پاتې وبلله.
د جو بایډن د ملي امنیت د سلاکار... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В "Локомотиве" иронично отреагировали на ничью в матче ЦСКА со "Спартаком"
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Россиянин Сафиуллин потерял четыре места в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
При каких обстоятельствах может затопить Петербург и Москву? Отвечает гидролог
Путин в России и мире
Москва
Путин поручил сократить время в пути от Москвы до курортов Черного моря
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко заявил, что не собирается проводить в Белоруссии мобилизацию
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Ru24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Захарова: встречи по продвижению "формулы Зеленского" дают Киеву чувство вседозволенности
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Михаил Кутушов
Компания ICDMC стала победителем престижной премии в сфере ЗОЖ – Green Awards 2023/24
Москва
Специальная оценка условий труда военных коммунальщиков проведена в Московской области
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net